جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ایران پر اتومي تاسیساتو برید ته د امریکا چمتووالی؛ امریکا سیمې...

د ایران پر اتومي تاسیساتو برید ته د امریکا چمتووالی؛ امریکا سیمې ته بي -۲ الوتکې واستولې

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۸ مه) په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسیدو سره د تهران د اتومي پروګرام پر سر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي، راپورونه ښيي چې واشنګټن د ایران پر اتومي تأسیساتو د احتمالي برید او همداراز په یمن کې له حوثیانو سره د مقابلې لپاره بې‌ساری پوځي چمتووالي دوام لري.

راپورونه او د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې د امریکا هوايي ځواک د خپلو پټو  B-2 الوتکو یوه مهمه برخه د هند په سمندر کې د دیه‌ګو ګارسیا ستراتیژیک ټاپو ته لېږدوي.

امریکا له دې اډې څخه په تېرو کلونو کې څو ځلې د عملیاتو لپاره کار اخیستی، په ځانګړي ډول د عراق او افغانستان د جګړو پر مهال. اوس، له حوثیانو سره د جګړې د نوې څپې او ایران ته د ټرمپ حکومت له سختو خبرداریو سره، دا سیمه یو ځل بیا د پوځي فعالیتونو په مرکز بدله شوې ده.

د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دیه‌ګو ګارسیا ټاپو ته لږترلږه درې بي ۲ الوتکې، چې رادار یې څرک نه شي لګولی، رسیدلې دي.

په ورته وخت کې، د الوتنو معلومات ښيي چې د امریکا له وایټمن هوايي اډې څخه (چېرې چې ټولټال شل B-2  الوتکې ځای پر ځای دي) لږترلږه ۳ الوتکې دیه‌ګو گارسیا اډې ته روانې دي.

دا د وروستیو کلونو په ترڅ کې لومړی ځل دی چې دومره لوی شمېر جنګي الوتکې دې لرې پرتې اډې ته رسېدلي، یا هم هغې خوا ته په لاره دي.

همداراز، ۱۱ بوینګ KC-135 ستراتوټانکر سونګ‌رسوونکې الوتکې، درې د C-17 ترانسپورتي الوتکې، او احتمالاً یوه P-8 Poseidon سمندري څارګره الوتکه هم په دې اډه کې لیدل شوې ده.

د الوتنو د تعقیب نړیوالو شبکو او سرچینو راپور ورکړی چې پرمختللي F-35 جنګي الوتکې هم منځني ختیځ ته لېږل شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر، پیت هیګست، د هري ترومن الوتکې وړونکې بیړۍ ماموریت تمدید کړی او د کارل وینسن بیړۍ یې هم دې سیمې ته استولې ده. د امریکا د پوځ دا پراخ استقرار د دې نښه بلل کېږي چې د پراخو هوايي عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

پوځي شنونکي وايي، هغه څه چې تر دې دمه د دیه‌ګو گارسیا په اړه لیدل شوي، د معمول تمریناتو یا د بمب‌غورځوونکي ځواک له عادي ځای پر ځای کېدا څخه خورا زیات دي.

وروستی ځل په ۲۰۲۰ کال کې، د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، داسې لوی شمېر بم غورځوونکې الوتکې، چې پکې ۶ B-52 شاملې وې، دیه‌ګو گارسیا ته واستول شوې.

1 COMMENT

  1. د کفارو پیشرفت د مسلمانانو جهالت په موازی سیستم سره روان دی. په خوب ویده مسلمانان بیا بالخصوص پښتانه به د یوشتمی پیړی غلامان وی او یا به ټول وژل کیږی. آیا قرآن او اسلام مونږه ته همدا پیغام را لیږلی وه چی ذلیله شی؟ دا ټول د بیغرته، جاهله او خرڅ شویو ملایانو له وجی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب