Homeخبرونهامنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لري

امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لري

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي دفتر( یوناما) ویلي چې په دې غونده کې به د یوناما مشره رزا اتونبایوا هم ګډون او وینا ولري.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انوتنیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان غړو هېوادونو ته خپل راپور وړاندې کړی.

په راپور کې د طالبانو د رژیم یو شمېر لاسته راوړنې بیان شوي او ویل شوي چې د دوی مخالفې وسله والې ډلې کمزورې شوي او طالبان د افغانستان په امن کولو توانېدلي.

له دې سره، نیوکه شوې چې طالبانو لا هم د افغانانو د یو شمېر اساسي حقونو لکه: له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو ستنولو، د واک انحصار او نورو مواردو ته دوام ورکړی.

سرمنشي ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره دې د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی وګمارل شي څو د بین الافغانی مذاکراتو د پیل همغږي وکړي او په دغه هېواد کې ټولو لوریو ته د منلو وړ یوه حکومت له جوړېدو سره روان ناورین مهار شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي بیا د سرمنشي د راپور زیاتې برخې مثبېت ګڼلي، خو دا وړاندیز یې رد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...