شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اڅکزي خبرو ته د طالبانو غبرګون او پر کونړ سېند د...

د اڅکزي خبرو ته د طالبانو غبرګون او پر کونړ سېند د برېښنا بند جوړولو ټینګار

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد پر کونړ سېند د افغانستان لخوا د برېښنا بند د نه جوړېدو په اړه د پاکستان د بلوچستان د یوه مقام خبرداري ته غبرګون ښودلی.

نوموړي د کابل یوې خصوصي راډیو ته ویلي چې د اڅکزي څرګندونې د غبرګون ښودلو وړ نه دي، خو دوی د امکاناتو له برابرېدو سره پر کونړ سېند برېښنا بند جوړولو ته ژمن دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور هم څو ورځې مخکې د کونړ پر سېند د بند جوړولو خبره کړې وه چې په غبرګون کې یې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د دې اعلان مخالفت کړی او ویلي وو چې دا کار به یو اړخیز او پایلې به یې ناوړه وي.

په ټولنیزو رسنیو کې زیاتو افغانانو له طالب چارواکو غوښتي چې په دې اړه له شعاري خبرو عمل ته شي او له افغان پانګوالو او ان عامو خلکو دې د مرستې هیله وکړي.

طالب چارواکو مخکې ویلي وو چې پر کونړ سېند د بند جوړېدو سروې یې کړې او د امکاناتو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب