شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورد معصوم هوتک په زیار د دستارنامې بیا چاپ

د معصوم هوتک په زیار د دستارنامې بیا چاپ

د خوشال خان خټک مشهور اثر «دستارنامه» د مشهور څېړونکي محمد معصوم هوتک په زیار او سریزه تازه بیا چاپ شوې ده.

دغه اثر له کندهار څخه د صداقت خپرندویې ټولنې خپور کړی.

لیکوال او څېړونکي مطیع الله روهیال د دغه تازه چاپ شوي اثر په اړه لیکلي: « حاضر متن ئې استاد محمدمعصوم هوتک برابر کړی دئ. متن له نورو چاپونو سره جوت توپیر لري، ډېري لاینحله غوټي پکښې حل سوي او سپړل سوي دي. نوي خبري او توضیحات پکښې لوستلای سی. زه استاد هوتک ته ددې لوی کار د بشپړېدو او خپرېدو مبارکي ورکوم او ځان نېکمرغه ګڼم چي د پښتو آثارو په ځانګړې توګه د متونو په برخه کي په دغه کیفیت او صحافت دستارنامه تر تاسي پوري در رسوم.»

دا اثر په داسې مهال چاپیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د کتابونو د چاپ او لوست برخه کم رنګه شوې او داسې هڅې د هرکلي سره مخ کیږي.

2 COMMENTS

  1. خدای دی استاد معصوم هوتک صاحب ته د لا زیات فرهنګی خدمتونو توفیق ور وبخښی. استاد هوتک صاحب د فرهنګی غټو کُندو د دوهم نسل یو تپاند او هڅاند شخص او خدمتونه ئی د قدر وړ دی.
    امّا بله خبره:
    ټول پښتانه پر دی واقعیت معترف دی چی خوشحال خټک د پښتو ژبی د رُڼ سمندر د کلک صدف یوه رُڼه ملغلره ده نو:
    چی خپله خوشحال خان د پښتو ژبی د اصلی لغت ( لنګوټه یا بګړۍ یا لونګۍ ) پر ځای ” دستار ” کارولی دی ( ممکن د موضوع د چټک اِفهام یا ښکلی موازنی په پار ئی د دستار کلمه کارولی وی ) نو زموږ ځینی پښتانه وړونه ولی د دوبی په څیله کی د ژبنی تعصب تود پوستین غاړی ته اچوی او د پښتو متونو د تصفئی په نیت ئی غټ او تنګ غلبیل په لاسونو او ګوتو کی نیولی دی يا په بله ژبه د زړې خو بَبَری او هیبتناکی او حیاناکی پیغلی ( پښتو ژبی ) د سر ښکلو او رنګینو وریښتانو ته ئی تنګه او ځوروونکی ږمونځ نیولی ده او نژدی ده چی د سر پوست ئی ور ژوبل کړی. ( مګر په پښتو ژبه کی د نورو لغاتونو شتون د شپوږو حیثیت لری؟ نه هیڅله) .
    د طنز فریاد:
    《 ولا چی یاران می سم دَم می په مقصد پوه سوه خو هسی تَله تیروی او په بریتو کی خاندی 》.

  2. د محترم ورور غلام حضرت صاحب دِ توضیح په تایید باید ووایم چي هیڅ یوه ژبه نشی کیدی چي له
    نورو ژبو بی نیازَ شی حتی عربی هم دِ ټول کمال سره اوس همدا اړتیا لری،چټک اِفهام یا عام فهمه
    کلمات چي ورته اشاره شوی ، اهم عنصر بللی شو .
    نو که دِخپلو ترجیحاتو پر ځای ، ګټور ، ضروری او دِ عصر اهمو مقتضیاتو ته پاملرنه وشی ، د دی ګټه او اجر به زیات ارزښتمند وی ، او اسباب دِ تنویر او رشد به مو نورو ته وړاندی کړی وی .
    اوس موږ دِ سید جمال الدین ،خوشحال بابا او نورو له فکر،طرز دید او مقام سره په ځانګړی میدانو کی تر ډیره آشنا یو ؛ ښه به دا وی چي د اوسنی عصر د غوښتنو سره سم په خپل متخصص او کمالی
    فکر او قلم ، خپل شهکار انسانیت ته وړاندی او هغسی ولیکو چي ښه یی بولو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب