شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د هند په غوره لیګ کې د افغانستان ۷ لوبغاړي واخیستل شول

د هند په غوره لیګ کې د افغانستان ۷ لوبغاړي واخیستل شول

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي هم د هند د کرکټ په غوره لیګ یا آی پي ایل کې واخیستل شول.

په هغه بولۍ یا داوطلبۍ کې، چې پرون (سې شنبې) په متحده عربي اماراتو کې د هند د راتلونکي غوره لیګ د لوبغاړو لپاره وشوه، محمد نبي، مجیب الرحمان او عظمت الله عمرزی درو جلا ټیمونو واخیستل.

محمد نبي په ۱۵ میلیون هندي روپیو (۱۸- زره ډالر) له مومبي انډین، مجیب الرحمان په ۲۰ میلیون روپیو، چې د شاوخوا ۲۴۰ میلیون ډالرو معادل دي، له کلکتې رایډرز او عظمت الله عمرزی په ۵ میلیون روپیو یا ۶۰ زره ډالره له ګوجرات ټایټنز لوبډلو سره یوځای شول.

تر دې وړاندې راشدخان، رحمان الله ګوربز، نوراحمد لکڼوال، او فضل حق فاروقي د آی پي ایل لپاره غوره شوي وو.

دا به لومړی ځل وي چې د هند غوره لیګ ته دومره ډېر افغان لوبغاړي لار مومي.

تر ټولو دېر افغان لوبغاړي ګوجرات لوبډلې اخیستي. دې لوبډلې د راشد خان او نوراحمد لکڼوال ترڅنګ، چې تېر کال هم ورسره یوځای وو، سږ کال عظمت الله عمرزی هم اخیستی دی.

د نن ورځې په بولۍ کې د اسټرالیا تېز توپ اچوونکی میچل سټارک د کلکتې لوبډلې له لورې په ۲۴ کروړه او ۷۵ لکه هندۍ کروپیو واخیستل شو چې د لوړ قیمت له پلوه  ریکارډ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب