شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندهار په سیمه ییزه اداره کې د ملا هبت الله نوې...

د کندهار په سیمه ییزه اداره کې د ملا هبت الله نوې ګومارنې

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د طالبانو د واکمن رژیم عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کندهار کې د خپل رژیم سیمه ییز امنیتي چارواکي ادل بدل کړي.

د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ادلون بدلون کې ۲۹ تنه له خپلو دندو بدل شوي.

ادل بدل شوي کسان اکثره د کندهار د یو شمېر ولسوالیو او ښاري حوزو امنیتي چارواکي وو.

د ګومارنو په خپاره شوي لېست کې لیدل کېږي چې ان د ښاري حوزې تر مرستیاله پورې کسان هم د ملا هبت الله اخوند زاده په فرمان ټاکل شوي.

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده چې کندهار کې مېشت دی او له هغه ځایه پر ټول افغانستان راج چلوي، منتقدان یې ډېر تمرکز تر کندهار او سویلي حوزې پورې محدود بولي.

پر هه نیوکه ده چې یوازې په ځپونکو حکمونو د افغانانو او په سر کې د نجونو او ښځو حقونه تروړي او د کړکېچن وضعیت د سمون لپاره ان د خپلې ډلې د سر خلاصو کسانو او اصلاح غوښتونکو مشورې نه مني.

د یادونې وړ ده چې د ملا هبت الله په نویو ګومارنو کې بیا د تېر په څېر یو مخ د ملایانو او قاریانو نومونه لیدل کیږي؛ هغه کسان چې تر وېل کېږي تر ډېره په امنیتي برخه کې زده کړې او تخصص نه لري او یوازې په زور او جبر د امنیت تامینولو باور لري.

2 COMMENTS

  1. ستاسى دامنيتى برخى متخصصين اودهغوى وړتياوى موپه داشل کاله وليدلى اوکومه يواړخيزه تبصره چى تاسى يى ديوخبر اوياموضوع په هکله نشروى نه يوازى دژورنالستيک اړخه ناقص دى بلکه ستاسى بى پرى والى مشکوکوى البته که تاسى ته ارزښت ولرى

  2. خلاصه چی ملا کراسی به په ټول افغانستان خپره کیږی چی دی کار سره به ورځ تر بلی خلک له اسلام او دی مستبد مذهب څخه فاصله نیسی. کچیری یو ځل بیا دا جاهلان ورک شول بیا به څوک په ملا پسی لمونځ هم و نکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب