شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه ستنو شویو کډوالو ته د خوړو په بدل کې کاري...

له پاکستانه ستنو شویو کډوالو ته د خوړو په بدل کې کاري اسانتیاوې

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د بلخ سیمه ییزو چارواکو له پاکستانه یو شمېر را ستنو شویو افغانانو ته د خوړو په بدل کې د کاري فرصتونو د برابرولو خبر ورکړی.

د کډوالو چارو ادارې لپاره د طالبانو سیمه ییز رئیس اسدالله وفا ویلي چې دا کاري فرصتونه یې شاوخوا دوه سوو را ستنو شویو افغانانو ته مساعد کړي.

د هغه په وینا، یاد شوي کسان یې د مرستندویو موسسو په مرسته د ځینو رغنیزو پروژو د چارو د سرته رسولو لپاره په کار ګومارلي.

یو شمېر تازه ستنو شویو افغانانو د دغو فرصتونو هرکلی کړی او ویلي چې د لنډ مهاله بوختیاوو پر ځای دې ورته دایمي کاري فرصتونه برابر شي.

په افغانستان کې سره له دې چې بې کاري یوه عامه ستونزه ده، خو له پاکستان او ایران څخه د تازه ایستل شویو کسانو په اړه باور دا دی چې یوه د پام وړ برخه کسان یې په دغو هېوادونو کې پر صنعتي کارونو بوخت ول او که په هېواد کې دننه ورته په ارزانه د ځینو فابریکو په جوړولو اقدام وشي، هم به دوی او هم به یې د هېواد اقتصاد ته ګټه رسولې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب