جمعه, اپریل 19, 2024
Homeټولنیزتاریخامیر حبیب الله خان | لیکوال: ډاکټر عبدالغني

امیر حبیب الله خان | لیکوال: ډاکټر عبدالغني

مترجم: عبدالباري جهاني 

د امیر عبدالرحمن څخه امیر حبیب الله خان ته پاچهي پرته له کومي ستونزي ورسېدله. په افغانستان کي د هر امیرله وفات سره سم په شاهي کورنۍ کي، د قدرت د نیولو پر سر، شخړي رامنځته کېدلې او په هیواد کي به عمومي ناکراری پیل سوې. وضع به له کنټروله ووتله او هر یوه به د تخت او قدرت د نیولو لپاره تلاښ پیل کړ. حتی که به امیر له پایتخت څخه بل ځای ته روانېدی لا به یې خپل تخت پر یوه چا وسپاره. مګر دا ځل مرکزي قدرت تغییر ونه کړ ځکه چي د امیر عبدالرحمن ارواح د هغه په څېر غښتلې وه. کورني اختلافات په هوښیاری سره لیري کړل سوه. امیر حبیب الله خان، د امیر عبدالرحمن خان د سوانح لیکونکي د ادعا په خلاف، خپل زوی د خپل ولیعهد په حیث ټاکلی نه وو. هغه په خپل ژوند کي د ولیعهد د ټاکلو سره مخالف وو او هر وخت به یې ویل چي د شېرعلي زامن ( مطلب به یې امیر دوست محمدخان وي جهاني ) د پلار له وفات څخه وروسته ځکه په جنګونو لګیا سول چی امیر د، خپل فکر په اساس، په خپلو زامنو کي تر ټولو وړ سړی د خپل ولیعهد په حیث ټاکلی وو. دا ولیعهد به هغه به د خپل وفات په وخت ټاکی او یا به یې مشرانو ته ویل چي د ده له وفات څخه وروسته تر ټولو وړ سړی د امیر په حیث وټاکي. په دې کي هیڅ شک نسته چي امیر حبیب الله خان، د پلار له وفات څخه وروسته، تر خپلو ټولو وروڼو مستحق ګڼل کېدی؛ هغه تر ټولو مشر او تر ټولو لایق وو مګر مور یې له شاهي کورنۍ څخه نه وه. د امیر کشر ورور محمد عمر، چي مور یې د یوې مشهوري شاهي کورنۍ سره اړه درلوده، او د امیر عبدالرحمن خان په ژوند کي اصلي ملکه ګڼله کېدله، د تخت د نیولو ادعا درلوده. مګر محمدعمر دوې نیمګړتیاوي درلودلې. یو خو دا چي د ډېر لږ عمر وو او د پاچهي وړ نه وو او بل دا چي هم د عقل له خوا پاته او هم یې چنداني تعلیم نه وو کړی. هغه دومره عقل نه درلود چي د پاچهي د مهمو تصمیمونو د نیولو لپاره دي کفایت وکړي. نصرالله خان او حبیب الله خان دواړه له یوې موره وه. سردارنصرالله خان غوښتل چي پاچا سي مګر سردارعبدالقدوس خان مداخله وکړه او د دواړو وروڼو ترمنځ یې جوړه وکړه. نصرالله خان یې په دې قانع کړ چي د حبیب الله خان له وفات څخه وروسته به د هغه د زامنو پر ځای قدرت ده ته سپارل کیږي. دې خبري نصرالله خان کرار کړ او دا ژمنه حبیب الله خان په رسمي ډول پر قرآن باندي ولیکله.

اوس نو د پوځ قناعت تر هر څه مهم وو. سردارعبدالقدوس خان دلته هم را مخته سو، د پوځ زړه قوت یې د ځان کړ او اعلان یې وکړ چي هغوی باید حبیب الله خان د خپل پاچا په حیث ومني او هغوی ته یې د تنخوا د زیاتولو وعده ورکړه. پوځ قناعت وکړ او حبیب الله هم له هغویسره پر خپلو ژمنو ودرېدی. پوخ ورته سلامي سو او هغه په عمومي دربار کي رسما تاج پر سر کښېښود. 

 نوي امیر، په دې دربار کي، د خپل پلار د وخت ټول هغه مامورین وبخښل چي د خپلو ناوړه کړنو له امله یې سزا نه وه لیدلې او اعلان یې وکړ چي د خپل پلار د وخت هیڅ مامور به تر هغه وخته برطرف نه کړي تر څو یې د ده د پاچاهی په وخت کي بله ګناه کړې نه وي. ده دغه راز اعلان وکړ چي په هفته کي به یوه ورځ د ملایانو یوه جلسه را بولي او د مذهب له نظره به پر حکومتي اجرآتو باندي غور کوي. امیر د هفتې ورځي د حکومت د بېلو بېلو څانګو سره د کار لپاره ووېشلې او ویې ویل چي د خلکو د کړاو د کمولو لپاره به خپل ټول وس تمام کړي او د ژوند د ضروري موادو بيي به کنټرول کړي او داسي حالت ته به یې راوړي چي د هیواد تر ټولو نېستمن خلک یې د اخیستلو توان ولري.

د ده د پاچهی لومړنی کار دا وو چي د انګلیسانو سره یې د اړېکو موضوع د خپل پلار د وخت په شرایطو فیصله کړه. ده وروسته د سردار نصرالله خان تر ریاست لاندي یوه شورا جوړه کړه، چي په هغې کي زما مشر ورور مولوي نجف علي خان او زه دواړه غړي وو. د دې شورا وظیفه د هیواد لپاره د قوانینو جوړول وه. دې شورا حکومت پر دوولسو څانګو ووېشی او په هره څانګه کي یې د حکومت د یوې برخي څو تنه غړي وه. سردار عبدالقدوس خان د دې شورا مشر وو. د ده په شورا کي جدي او معقول بحثونه کېدل. ما په ویسټ مینسټر  Westminster کي د برټانیې د پارلمان غونډي لیدلي دي او زه پرته له تعصب او بېله مبالغې ویلای سم چي امیر د شورا غړو ته د بیان دومره آزادي ورکړې وه چي د شورا غونډي یې د برټانیې تر پارلمان بهتري وې؛ او ډېر ښه ریاست یې کېدی او ښه رهبري کېدله. دې شورا په هفته کي دوې ورځي غونډي کولې. په هفته کي یوه ورځ، د شورا د دوه ورځنیو بحثونو جریان د امیر مخي ته ایښودل کېدی او هغه به خپله فیصله کوله. له امیر سره د اختلاف پر ټکو باندي د شورا له غړو سره بحثونه کېدل او که به د اعلیحضرت نظر د شورا د غړو له نظریاتو او یا له معقولیت سره مخالف وبلل سو نوپه هغه کي تغییر راوستل کېدلای سوای. مګر وروسته د شورا غړو هر یوه پر خپلو نظریاتو باندي ډېر ټینګار وکړ او امیر به هم پر خپله خبره ټینګ ودرېدی او په نتیجه کي شورا، تر یوه کال په لږه موده کي، منحله سوه.

امیر تر دې وروسته د اشرافو یوه خاصه شورا جوړه کړه او دې شورا به یوازي د یوې خاصي موضوع د پیدا کېدلو په وخت کي غونډي کولې.

امیر د وسلو له فابریکي سره خاصه علاقه درلوده. ده د خپل پلار د پاچهی په وخت کي د دغي فابریکې نظارت پر غاړه درلود او په هفته کي به یو ځل ورته راتلی. امیر حبیب الله خان د خپلي پاچهی په دوره کي د حکومت تر بلي هري څانګي له دغي برخي سره ډېره علاقه ښودله. د پوځي چارو په ارتباط یې، د عسکرو او افسرانو روزنه یوه ترکي صاحب منصب ته سپارلې وه. هغه کسان چي له دې ښوونځي څخه فارغېدل هغوی به یې په پوځ کي منصبداران کول او دوی تر هغو افسرانو بهتر ول چي هیڅ پوځي روزنه به یې نه وه لیدلې. دا مکتب اوس هم سته البته وضع یې چنداني ښه نه ده. مګر، که د پخوا په څېریې، مشرتوب ترکي افسرانو ته سپارل سوی وای چي باید ورسپارل سوی وای نو حتما به د توجه وړ انکشاف پکښي راغلی وای او ډېر ښه کسان به یې فارغ کړي وای. زه هیڅ شک نه لرم چي اعلیحضرت امیر امان الله خان او د هغه سپه سالار محمدنادرخان به دې مکتب ته خپله توجه زیاته کړي.

مګر تر دې مخکي، اعلیحضرت امیر حبیب الله خان غوښتل چي د، عمومي تعلیم او تربیې لپاره، یوه ښوونځی پرانیزي او زما او زما له ورور څخه یې وغوښتل چي چاري یې پر غاړه واخلو. موږ د دې کار لپاره شپږ تنه تعلیم یافته هندیان را وبلل او په ښار کي مو درې سوه شاګردان را جمع کړل او دوی مو، د حافظ احمدالدین په نوم، یوه روزل سوي سړي ته وسپارل او هغه مو سرمعلم ورته مقرر کړ. زه ضمناً په ۱۸۹۳ کال کي  د لاهور انجمن حیات اسلام د اسلامیه کالج د ریاست لپاره وروبللم او زه درې کاله هلته پاته سوم. د کابل ښوونځی، چي ما د اعلیحضرت په نامه د حبیبیه مکتب ونوماوه، چنداني پرمختګ او کش ونه کړ. د دې مکتب ادارې د امیر رضاییت تر لاسه نه کړ او شاګردان یې پنځوسو تنو ته ورسېدل. د دې مکتب د بهترولو لپاره کوم اساسي اقدام ونه سو او محلي مامورینو د مکتب کارکوونکي خپل کار ته نه پرېښودل. د کارکوونکو او مامورینو ترمنځ تضاد او تصادم د هغوی د کار مخه نیوله او نتیجه یې سمه را ونه وتله. بالاخره امیر ماته، په خپل لاسلیک، یو مکتوب را واستاوه او زه یې بیرته کابل ته وبللم. ما دغه لیک د اسلامیه کالج کمېټې ته وښود او له هغوی څخه مي کابل ته د ستنېدلو اجازه ترلاسه کړه.

کله چي زه کابل ته ورسېدم نو اعلیحضرت امر راته وکړ چي په مکتب کي اصلاحات راولم. ما چي وکتل نو د پنځوسو شاګردانو ښوونځی په تعلیم او تربیه پوري ملنډي راته ښکاره سوې. نو ما امیر ته د پوهنتون جوړولو طرح ورکړه؛ هغه هم ومنله او ماته یې د کار د پیل کولو اجازه راکړه.ما سمدستي د لومړنیو ښوونځیو څخه را پیل کړه او څرنګه چي پوهېدم چي ملایان به زما له پروګرام سره مخالفت کوي او دا به د کفر مکتبونه بولي نو په ښار کي مي له شپېتو جوماتونو څخه هغه ملایان چي حکومتي تنخواوي تر لاسه کولې په ښوونځیو کي د تدریس لپاره انتخاب کړل. ما د دوی تنخواوي د هغوی د پخوانیو تنخواوو په نیمايی اندازه ورته زیاتي کړي، او اضافي تنخواوي یې د تعلیم او تربیې وزارت ورکولې. ما تقریبا پنځه زره هلکان، چي د ښوونځي عمرونه یې درلودل، انتخاب کړل او په ښوونځیو کي مي ووېشل. مرکزي مکتب ته مي تقریبا څلور سوه هلکان شامل کړل او ثانوي ټولګي  مي هم پیل کړل. صنف بندي مي وکړه او مفتشینو ته مي وظیفه ورکړه چي هره ورځ د ښوونځیو څارنه وکړي، ښوونکو ته لارښودنه وکړي او اداره ورته وښيي او ماته هره ورځ رپوټ راکړي. لومړڼي کتابونه او وسایل وړیا ورکول کېدل او کار په جدیت سره پیل سو.

وروسته مي د تالیف او ترجمې یوه څانګه جوړه کړه چي ځینو په هند کي روزل سویو کسانو او افغاني پوهانو کار پکښي کاوه. د ښوونکو د روزلو لپاره مي یو مکتب پرانیست. لومړی مي په دیارلسو مهمو ښارونو کي دغه ډول مکتبونه پرانیستل او پلان مي دا وو چي وروسته به محلي مرکزونو ته پراخیږي او کرار کرار به په ټول هیواد کي د ښوونکو د روزلو مکتبونه جوړ سي. د طبي زده کړو یو مکتب هم په نظر کي وو او امیر یې منظوري ورکړه. له حکومت څخه یې مناسبه بودجه ورته منظور کړه.

حبیبیه ښوونځي او د لومړنیو زده کړو ښوونځيو په ډېره چټکي پرمختګ وکړ، چي زموږ تر انتظار ډېر لوړ وو. دې کار محلي مامورین حیران کړل او زما سره یې کینه پیدا سوه. ما امیر ته د اصلاحاتو په باب یوه بله نقشه وړاندي کړه او د هغې په سبب د حکومتي مامورینو کینه نوره هم راسره زیاته سوه. دوی امیر ته وویل چي زه د استبدادي رژیم د پرزولو او د مشروطه نظام د ټینګولو او د خپل ځان د رییس کولو لپاره دسیسه کوم. یو شمېر عالي رتبه مقاماتو زما د طرحي ملاتړ کاوه خو امیر ته ویل سوي وه چي ما یوه قوي ډله جوړه کړې ده او غواړم چي سمسدتي په حکومت کي ورانکاري وکړم او کله چي امیر زما طرح ونه مني نو بیا له تشدد څخه کار واخلم. له بده مرغه چي امیر دغوغلطو رپوټونو ته غوږ ونیوی او اهمیت یې ورکړ. زه سمدستي له خپلو دوو ورڼو سره د ارګ په بندیخانه کي بندي سوم. یو یې د تفتیش رییس او بل یې د حبیبیه ښوونځي سرمعلم وو. له هغو افغانانو څخه چي زما ملاتړ یې کړی وو، اووه تنه یې سمدستي اعدام سول او تقریبا شپېته تنه بندیان سول.

په دې کي زما په شمول څلور تنه هندیان ول.

۱: زما مشر ورور مولوي نجف علي، چي په هغه وخت کي د ښونځیو سرمفتش وو او د شهزاده امان الله خان ښوونکی وو. هغه اوس هم په کابل کي دی او په قانون جوړوونکې شورا کي کار کوي.

۲: زما کشر ورور محمد چراغ اوس په هند کي دی.

۳: محمدحسین خان د جلندر څخه لیسانس فارغ التحصیل اوس په حبیبه ښوونځي کي سرمعلم دی.

۴: مظفر خان، چي د لاهور د اسلامیه کالج څخه فارغ سوی وو، له بده مرغه په یندیخانه کي د کولرا په اثر وفات سو. دا دواړه لایق ځوانان وه او د تالیف او ترجمې په ریاست کي یې کار کاوه.

کله چي زموږ په باره کي رپوټونه ښه وڅېړل سول نو معلومه سوه چي هیڅ اساس یې نه درلود. حتی کله چي زموږ دوسیه قاضي قضات ته وړاندي سوه هم یې زموږ په مقابل کي هیڅ شی پیدا نه کړ. قاضي وویل چي شریعت امیر ته زما د بندي کولو اجازه نه ورکوي.

موږ په بنديخانه کي پاته سولو او په دې کي کلونه تېر سول. زموږ قضیه له خلکو هېره سوه او موږ فکر کاوه چي تر مرګه به په بندیخانه کي پاته سو. په دې کي لس نیم قمري کلونه تېر سول او بالاخره امیر حبیب الله په خپله خېمه کي وویشتل سو او مړ سو. د هغه زوی او ځای ناستي اعلیحضرت امان الله خان موږ خوشي کړو او موږ یې بېګناه اعلان کړو. خدای دي دی آباد لري او خدای دي اوږد ژوند ورکړي.

دا د تعلیم او تربیې د انکشاف نکل وو، چي په مایې اړه درلوده. زه باید په خواشینی سره ووایم چي دا پروګرام زما په قسمت رسېدلی وو او زما د ژوند یوه برخه یې واخیستله. د عمومي تعلیم او تربیې پلان پر خپل مخ پسي ولاړ او هېر سو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زما او زما د مشر ورور مولوی نجف علي خان له خوشي کېدلو څخه یو څو ورځي وروسته زه او هغه دواړه د اعلیحضرت خپلي شوراته وبلل سولو. اعلیحضرت زه  د افغان او انګلیس له جنګ څخه وروسته د متارکې په وخت کي په راولپنډي کي د سولي په کنفرانس کي د افغاني هیات د غړي په حیث ولېږلم. کله چي زه کابل ته ستون سوم نو ما او زما ورور دوړاو ته  یې د هغي نوي قانون جوړوونکي جرګې د غړیتوب افتخار راکړ چي د ۱۹۲۱ کال په سر کي تاسیس سوې وه. 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د طب د ښوونځي خو بیا چا نوم هم یاد نه کړ. د تالیف او ترجمې ریاست تر یو وخته پوري پاته وو او بالاخره هغه هم له منځه ولاړ. د لومړنیو ښوونځیو څخه ایله دوولس پاته سول او هغه شمېر هم اتو ته ورسېدی. د ښوونځیو کنټرول او نظارت شهزاده عنایت الله خان ته وسپارل سو. هغه خپل ټول وس وکړ خو شخصي غرضونو او د هندیانو سره تعصب او ضدیت د هغو د انکشاف مخه ونیوله. په دې صورت کي هیڅ ډول سم او صادقانه تعلیمي موسسه منځته راتلای نه سوای. حبیبیه ښوونځي خپل ټول زور او روحیه له لاسه ورکړه او کرار کرار له کاره ولوېده. یو تعلیمي هیات جوړ سو که څه هم چي  اکثر غړي یې په ظاهره تعلیم یافته خلک وو خو د ښووني او روزني په اصولو نه پوهېدل. ډلي پکښي جوړي سوې او تعلیمي سسټم له ناکامی سره مخ سو. زه تېر کال هغه ښوونځي ته ورغلم خو تعلیمي روحیه انتهی درجې خرابۍ ته رسېدلې وه.

امیر حبیب الله خان نور د اصلاحاتو په برخه کي هیڅ د یادولو وړ ګام وانه خیست. امیر په سلوک کي یو بشپړ متمدن او ځیرک سړی وو. فوق العاده هوښیار وو او یوه عجیبه حافظه یې درلوده. له عکاسی سره یې تر اندازې زیاته مینه درلوده. د عکاسي په برخه کي یې ډېره زیاته مطالعه کوله او د عکاسی ماهر ورڅخه جوړ سوی وو. له هنر او مستظرفه صنایعو سره یې خاصه مینه درلوده او د نقاشی او موزیک په برخه کي د نظر خاوند وو. له ودانیو جوړولو، د کورونو له فرشولو او ډیکور او باغ جوړولو په برخه کي یې خاصه سلیقه درلوده. په دربار کي به یې تشریفاتو ته خاصه پاملرنه کوله او د مراسمو د ترتیببولو پر تفصیلاتو یې خاص وخت تېراوه. د خپل ځان او درباریانو لباسونو ته یې خاصه توجه کوله. په لومړي سر کي یې ژبه یو څه بندېدله مګر د وینا په تمرین یې دا نیمګړتیا هم لیري کړه. په خبرو کي ډېر ښه وو او په وروسته کي یې د نطاقی تمرین هم کاوه. ډېر قوي بدن یې وو او روغتیايي حالت یې ډېر ښه وو. چاغېدلو یو څه اندېښنه ورسره پیدا کړې وه ځکه چي د وجود اوروغتیا توازن یې یو څه ورزیانمن کاوه. په سورلي کي ډېر ماهر وو او هیڅ نه ستړی کېدی. بدني تمرین یې ډېر خوښ وو او هیڅ وخت یې نه قضا کاوه. ورځپاڼي یې په منظمه توګه لوستلې او په افغانستان کي تر بل هر چا د نړۍ په حالاتو ښه خبر وو او عمومي معلومات یې تر هر چا زیات وه. په حقیقت کي، په افغانستان کي، په خپل وخت کي، تر بل هر چا لایق او هوښیار سړی وو. زیاتره وختونه به یې اشپزي هم کوله.

حرم یې هر وخت له ښځو مالامال وو او دننه په حرم کي هم د تشریفاتو په رعایت کولو کي ډېر ټینګ وو. په وروسته کي یې ډېر زیات وخت په حرم کي تېراوه. د خپلو زیات شمېر مېرمنو فیشن او لباس ته یې توجه زیاته وه. هغوی به یې د اروپايي لباسونو اغوستلو ته مجبورولې. او زیاتره وختونه به یې د خپلو مېرمنو په منځ کي، د سپوږمۍ په شپو کي د موټر سورلي کوله. د حرم زیات وخت تېرولو یې بالاخره پر اعصابو باندي بده اغېزه وکړه او ډېر ژر به په غوسه کېدی. په آخره کي یې چنداني دماغي کار نه سوای کولای او ډېر لږ فکر کولو به ستړی کاوه.

د ده په وخت کي د حکومت د ادارې په طرز کي چنداني تغییر رامنځته نه سو. حکومتي چارو ته یې توجه کمه سوه. دولتي مامورینو، په تېره بیا هغو مامورینو چي په محلاتو او ښارونو کي یې کارکاوه، چنداني په اداره کي ری نه واهه او په خورا زړه ورتوب یې رشوت او اختلاس ته مخه کړه. په نتیجه کي اداره ګډه وډه سوه او پر خلکو باندي زور زیاتی زیات سو او خلک په عمومي صورت ناراضه سول. 

د سیاسي افکارو هغه نسبي آزادي چي د ده په وخت کي راغلې وه تر ټولو لوی نعمت وو او بې فایدي به نه وي چي په داسي هیواد کي چي قرنونه یې په ځیځیرونو کي تېر کړي وي د هغې سرچینه وپلټو. 

امیر حبیب الله خان د عصريتوب ډېر شوقي وو او د اروپا مشهور اخبارونه یې لوستي وه او غوښتل یې چي په خپل هیواد کي هم دغه راز یو مشهور اخبار ولري. ده غوښتل چي په دغه اخبار کي خپل ځان په ښه او بشپړه طریقه وګوري او دا معلومه کړي چي نور کسان او د ده پر شاوخوا عصري نړۍ د ده د عصري پروګرامونو په باب څه  وايي. دا البته یوه بې ضرره ځان ستاینه وه. تر دې مخکي څوک نه پوهېدل چي امیر څرنګه سړی دی او څه یې په خیال کي دي؛ ګواکي امیر د اسرارو په پردو کي پټ وو. خلکو د هغه په باره کي خبري اورېدلې او چنداني یې په سترګو نه لیدی. خلک په دې نه وه خبر چي په دربار او پایتخت کي څه پیښیږي؛ ده غوښتل چي خلک یې یو څه باخبره سي. د افغانستان خلک یقینا باید په دې خبر سوي وای چي د دوی پرشاوخوا څه تیریږي بلکه د نړۍ له احوال او پیښو څخه هم باید خبر سوي وای. د افغانستان عادي کلیوال خلک چنداني په جغرافیه نه دي خبر او په دې ډېر خوشاله دي چي د دوی هیواد څومره قوي او پر مخ تللی دی. د خلکو د پوهولو لپاره دا ډېر ښه اقدام وو. نو امیر زما څخه هیله وکړه چي یو اخبار ورته وچلوم او که ممکنه وي مصور یې ورته چاپ کړم نو دا خو به هنوز بهتره وي. ما د اخبار یوه نمونه ورته ترتیب کړه او ده منظوره کړه. مګر زه یو څو ورځي وروسته بندي سوم او اخبار چاپ نه سو. تقریبا درې کاله وروسته یې دغه راز یوه هیله له سردارمحمودبېګ طرزي څخه کړې وه، چي د دغه مقصد لپاره تر ټولو بهتر او لایق سړی وو. هغه په داسي کورنۍ اړه درلوده چي په فارسي ادبیاتو کي یې خاص شهرت درلود او کلونه یې په ترکیه کي تېر کړي وه او په ترکیه کي د فارسي ژبي اهمیت ته متوجه سوی وو؛ په فارسي ژبه یې د اخبار چاپول او ايډيت کول زده کړي وه او دا هغه څه وه چي ده په خپل پلرني هیواد کي غوښتل. نو ده سراج الاخبار په ډېر ښه مهارت او کمال چاپ کړ چي لیاقت او استعداد یې باید وستایل سي. ده په ترکیه کي د سلطان عبدالحمید د استبداد په وخت کي ژوند کړی وو او دا یې لیدلي وه چي د منورینو عقایدو او افکارو په هغه نظام کي څرنګه ربړونه ګالل. ده ځکه د ځوانو ترکانو ملاتړ کړی وو او ځان ته یې د ځوان افغان په سترګه کتل. ده به د امیر د ستایلو تر نقاب لاندي خپل د فارسي ادب او لیکوالی کمال ښودی او کله کله به یې په افغانستان کي د خلکو د عقایدو او افکارو خفه کېدل محکومول. ده خپله ترخه دوا، د شکري په پوښ کي په ناروغانو خوړل او هغوی هم په بشپړه اشتها او په اسانی سره تر ستوني تېرول او له ده څخه به یې مننه کول. امیر هغه ته د افغانستان ژبه لقب ورکړی وو او محمودطرزي د دې لقب  لایق وو. د هغه نظریات هر وخت د برټانیې پر ضد وه او د برټانیې پالیسی یې په کلکه غندلې. د ده د اخبار یو څوګڼي د اعلیحضرت په امر له چاپه پاته سوې ځکه چي پر برټانیې باندي یې دومره څرګندي او سختي حملې کړي وې چي د دواړو حکومتونو ترمنځ د دوستی سره یې ټکر کاوه او زغمل یې ګران وه. محمودطرزي په دې خبرو کي چندانی ری ونه واهه ځکه چي امیر له هغه سره کورني اړېکي درلودل او د ده دوې لوڼي یې خپلو زامنو، سردار عنایت الله او اوسني امیر ته واده کړي وې.

مګر مخکي له هغه چي دغه اخبار له چاپه راووزي، د استبداد پر ضد د مبارزې زڼي ایښودل سوي وه. امیر ته ویل سوي وه چي د خلکو په سوله ایز تنویرولو کي زما هلي ځلي د ده قدرت ته یو ګوزار دی. البته امیر، د نورو ټولو مستبدینو په څېر، د هر هغه چا سره چي د ده قدرت ته یې خطر پېښولای سوای دښمني درلوده او فکر یې وکړ چي زه د ډیموکراسی لپاره کار کوم. زما اصلي قضیه پټه پاته سوه او کله چي زه بندي سوم نو له هر چا سره دا سوال پیدا سو چي ولي؟ داسي آوازه خپره سوه چي ما تر خپل مشرتابه لاندي مشروطه حکومت غوښتی. دا خبره هیچا ونه منله او ریشخندونه به یې په وهل. زما لپاره پخپله دا مفکوره د منلو وړ نه وه ځکه چي یو خارجي که هر څونه غټ او زورور هم وي په  پردي هیواد کي د داسي فکر کولو زړه نه سي کولای او په زړه کي داسي آرزو ته ځای نه سي ورکولای. دوی پوهېدل چي دا خبره هسي جوړه سوې ده مګر چا به یې د ویلو جرأت کړی وای. دلته او هلته ګنګوسې سوې چي مشروطه څشي ده؟ دا څشي ده چي ډاکټر یې غوښتنه کوله. دوی د مشروطه په باب پوښتنو او پلټنو ته ملا وتړله او کله چي دوی وپوهېدل چي مشروطه فقط هغه د اسلام د لومړنیو خلیفه ګانو نظام دی بل څه نه دي نو خلکو به پټ په زړه کي دا خبره کوله چي که مي دغه غوښتي وي نو دا خو مي ښه کار کاوه.

په دې توګه د منورینو په حلقو او په خلکو کي د حقوقو د غوښتلو روحیه پیدا سوه او ویده خلک کرار کرار را ویښ سول. ماته له هري خوا پټ پیغامونه را رسېدل او بېلو بېلو حلقو مي ملاتړ کاوه. مګر د امیر زړه د نرمېدلو نه وو. کله کله به یې زموږ د ډلي څخه کسان خوشي کول او ډېر زیات تحقیقات یې وکړل مګر پر ما باندي د لګېدلو تورونو هیڅ څرک یې ونه لګاوه. 

په دغو شرایطو کي سراج الاخبار د کابل د ویدو خلکو پر افق باندي را څرګند سو او د تیارې هغه کفن یې لیري کړ چي خلک پکښي پېچلي پراته ول. اخبار خلکو ته وښودل چي په نورو هیوادونو په تېره بیا په ترکیه کي خلک په څه ډول د خپلو حقوقو غوښتنه کوي. د ځوانانو داسي ډلي را پیدا سوې چي غوښتل یې د استبداد ځنځیرونه مات کړي. کرار کرار سره نیژدې سول او خلکو ته یې د آزادېدلو او حقوقو د اخیستلو لاري ښودلې. سراج الاخبار هغوی ته لاره ښودله له هغوی سره یې مرسته کوله او د هغوی زړونه یې له هیلو ډکول. خلکو د سراج الاخبار په مضامینو کي د اوسني رژیم د تباهی کرښي لیدلې. د لوړو طبقو ځوانو هلکانو د امیر د شورا غړو ته د زړو او له کاره لوېدلو کسانو په سترګه کتل؛ په هغوی به یې ریشخندونه وهل او ویل به یې چي موږ تر دوی ښه اداره کولای سو. دوی ډېر زړه ور وه؛ د غو زړو او له کاره لوېدلو کسانو ته یې درناوی نه درلود مګر هغوی یوازي د ښوونځي شاګردان ول. سراج الاخبار به کله کله په ډېره زړه ورتیا زموږ د خوشي کېدلو په برخه کي په کنايي توګه زېری ورکاوه. زه د جلالتمآب سردار محمودطرزي څخه، چي اوس د کابل په اوسني حکومت کي خارجه وزیر دی، له دې امله ډېر ممنون یم. یوه پټه ټولنه منځته راغله. استبداد او مطلقه رژیمونه هر وخت پټ تنظیمونه زېږوي. دا پټ تنظیمونه سره یو ځای کیږي او کرار کرار غښتلي سي او نور فشار نه سي ورباندي راوړل کېدلای. څرنګه چي د ځوانو افغانانو دې تنظیمونو په ښکاره توګه هیڅ کولای نه سوای نو امیر ته یې یو پټ لیک واستاوه او له هغه څخه یې په نرمه لهجه غوښتي وه چي نور خپل وخت، انرژي او خزانه، د خپلو اعمالو او کړنو په لاره کي  بېځایه ضایع نه کړي او د خپل حکومت چارو ته سمه توجه وکړي ځکه چي د ده مقام ته ستر مسوولیتونه متوجه دي او ده ته یې خبرداری ورکړ چي که لکه څرنګه چي ورڅخه غوښتل سوي دي هغسي ونه کړي نو بیا یې ګیله له ځانه ده.

په دغو شرایطو کي د ترکانو او جرمنیانو هغه هیات کابل ته ورسېدی چي غوښتل یې افغانستان د جرمني او ترکیې په ګټه جنګ ته شامل کړي او له امیر څخه یې وغوښتل چي په شمال لوېدیځه صوبه کي د برټانوي هند د حکومت پر ضد اقدامات وکړي. دغه غوښتنه د ترکیې سلطان هم په یوه چاپي اعلامیه کي حمایه کړه او د یاغستان له مسلمانانو او نورو هیوادونو له مسلمانانو څخه یې وغوښتل چي په یوه چیغه د برټانیې د حکومت، چي په هغه وخت کي یې خلافت تهدیداوه،  پر ضد د غزا ملاتړ وکړي. امیر په ځان کي دونه زور نه لیدی چي د برټانیې له حکومت سره مخامخ مقابله وکړي او ښايي نه به یې غوښتل چي خپل آرام ژوند او عیش خراب کړي. امیر ښايي د دغه راز یوه خطرناک پروګرام د تعقیبولو لپاره جوړ سوی نه وو او یا یې ښايي دا کار د ځوانمردی د اصولو په خلاف باله چي د یوه دوست هیواد پر ضد وسلو ته لاس کړي او د هغه له دښمنانو سره ملګری سي. هر علت چي وو امیر د ترکانو او جرمنیانو سره په اتحاد کي شامل نه سو او د هغوی پېشنهادونه یې ونه منل. ځوان افغانان، چي د دغه هدف طرفداري یې کوله، په دې عقیده وه او نور کسان یې هم دې عقیدې ته رابلل چي امیر په داسی وخت کي د برټانیې پر ضد له اقدام کولو څخه مخ اړوي چي هغه هیواد د خلافت په مقابل کي ډېر کمزوری دی او امیر په لوی لاس دا فرصت له لاسه ورکوي او عملاً د مسلمانانو پر ضد دریځ غوره کوي. دوی به ویل چي د یوه مسلمان هیواد د واکمن لپاره دغه راز اشتباه او دریځ غوره کول د بخښني وړ نه دی. په دې تبلیغاتو پسي امیر ته بیا هم د نامعلومو کسانو له خوا یو لیک ورسېدی. امیر هغه لیک ولووست او په هغه کي یې ری ونه واهه او ویل یې دا کسان یقیناً لېونیان دي او لیک یې بیخي هېر کړ. یو کال بل تېر سو او ورپسې بل او بل. د مرکزي اروپا ایتلاف د متحدینو په مقابل کي ناکام سو. ترکیې تر ټولو ډېر تاوان وکړ او امپراطوري یې سره ووېشل سوه. ځوانو افغانانو وویل چي د ترکیې د دې بدبختی اساسي عامل د امیر حبیب الله دریځ دی. دوی امیر ملامتاوه او په دې باره کي یې مبالغه هم کوله او سوګند یې کاوه چي د هغه د دې وروستي غوره کړي دریځ سزا به ورکوي. د امیر په طرفدارو ډلو او حلقو کي د دغه راز یوې ټولني وجود احساسېدی او د خطرناکو پیښو وېره یې پیدا کوله.

د ۱۹۱۸ کال په پای کي د امیر د زېږېدني د کلیزي په مناست کابل، له معمول سره سم، په څراغونو روښانه وو. امیر د کابل په شوربازار کي په خپل موټر کي روان وو او پر موتر باندي یې د توپنچي ډز وسو. د ده افسرانو د ډزي د ځای خواته وځغستل مګر هیڅوک یې پیدا نه کړ. شاوخوا لاري کوڅې تلاښي سوې مګر هیڅ شی ترلاسه نه سو. چا چي ډز کړی وو هغه تری تم سو. پخواني مستوفي میرزا محمدحسین ته د تحقیقاتو وظیفه وسپارله سوه. میرزا یو وخت د کابل کوټوال وو او د دغو تحقیقاتو لپاره وړ کس وو. زما په باره کي رپوټ هم دغه سړي ورکړی وو او په هیواد کي یې د عصري تعلیم او تربیې د پروګرام د بندولو لپاره ډیري دسیسې کړي وې. په دغه قضیه کي یې ، په ریشتیا یا په دروغو، زه قضاوت نه سم کولای، د حبیبیې د ښوونځي یو پخوانی شاګرد عبدالرحمن، چي په دغه وخت کي د سراج الاخبار د ورځپاڼي مامور وو، ونیوی. دی د یوه محترم سپین ږیري، چي په دغه وخت کي د همدغي قضیې په ارتباط بندي وو، زوی وو.( مطلب عبدالرحمن لودین او د هغه پلار کاکا سیداحمد دی جهاني ) د عبدالهادي ( داوی جهاني) په نوم یو بل ځوان یې، چي له عبدالرحمن سره یې په اخبار کي همکاري کوله، په دغه قضیه کي د لاس لرلو په تور ګرفتار کړ. یو بل کس چي زما سره بندي سوی  او بیرته خوشي سوی وو او حکومتي چوکۍ ورکړه سوې وه بیرته د همدغي قضیې په ارتباط ونیول سو. شپږ میاشتي تیري سوې مګر د دوی سزا اعلان نه سوه. امیر د ژمي د تېرولو لپاره جلال آباد ته روان سو. همدغه میرزا محمدحسین په دغه وخت کي د کومي دسیسې بوی احساس کړ او له یوه هندي مهاجر څخه یې، چي ده فکر کاوه په یو څه به خبر وي، تحقیقات پیل کړل. دغه هندي مهاجر، چي زه نه غواړم نوم یې یاد کړم، د پیښو په جریان هیڅ خبر نه وو او دا یوه خبره کوله چي له خلافت سره د امیر بې پروايی خطرناکه وضع منځته راړوې ده او په افغانستان او بهر کي د امیر حبیب الله پر ضد احساسات را پارېدلي دي او ډېر ژر به دده ژوند پای ته ورسوي. مستوفي په ډېره زیرکتیا زما نوم اخیستی وو او دغه هندي مهاجر، چي زما سره یې هیڅ نه پېژندل، په لفافه کي داسي فهمولې وه چي زه ګواکي د دې تحریک مشر یم. مستوفي د دغو اطلاعاتو په اساس زما پر ضد په کار کولو لاس پوري کړ. د مستوفي زړه لا زما د ځوان زوی په وژلو نه وو سوړ سوی، چي د هغه د قتلولو لپاره یې یوه بېرحمانه دسیسه کړې وه، د امیر تر غوږه دا هم ور ورسول چي د ډاکټر عبدالغني شبکه دونه پراخه سوې ده چي په ټول افغانستان، هند، ترکستان، روسیې او ایران کي یې طرفداران پیدا کړي دي. دوی سوګند کړی دی چي د اعلیحضرت حکومت به د انقلاب له لاري را نسکوروي. دوی د اسلام دښمنان دي او دا یوه فریضه ده چي ډاکټر او په بند کي د هغه ملګري باید په اعدام محکوم سي. دا رپوټ امیر ته په هغه ورځ ورسېدی چي هغه له جلال آباد څخه روانېدی. امیر امر وکړ چي ټول هغه کسان چي زما په قضیه کي بندیان دي او په نورو بندیخانو کي اوسي باید د کابل د ارګ بندیخانې ته ځنځیر پېچ را وستل سي. او ټول هلته زما سره یو ځای تر سخت نظارت لاندي وساتل سي. ده وویل چي له جلال آباد څخه به د هغوی د وژلو حکم صادر کړي. 

په همدغه وخت کي د ځوان افغان ټولني، چي امیر ته د دوی پر نصیحت او خبرداریو باندي د غوږ نه نیولو له امله په غوسه وه، امیر ته یو بل بې نومه لیک واستاوه او په هغه کي یې خپل مخکني اخطارونه تکرار کړي وه مګر دا ځل یې په ټینګو الفاظو ورته لیکلي وه او په څرګنده یې دا یادونه کړې وه چي دوی  د ډاکټرعبدالغني د ډلي په څېر نه دي چي په اساني یې ونیوی او بندي یې کړ بلکه دوی په دربار او حرم کي ډېر ټینګ ملګري لري او که خپل ځان اصلاح نه کړي نو بیا ورڅخه خلاصېدلای نه سي. امیر دا لیک هم ولووست او بیا یې هم ری پکښي ونه واهه او نه یې په خپلو پروګرامونو کي، چي څلېرویشت ساعته یې په لهو لعب تېرېدل، تغییر را ووست. امیر خپلو اشپزیو، سات تېریو، مجلسونو، ویناوو، له حرم سره وخت تېرولو او نورو دغه راز کارونو ته دوام ورکړ او د دولتي چارو بهترولو ته یې هیڅ توجه ونه کړه. 

اوسنی امیر، شهزاده امان الله خان، د ژمي په لومړی نیمايی کي د کابل ګورنر وو. د ده د حکومت دوره ختمه سوې وه او د ده مشر ورور سردار حیات الله خان، د حکومتي چارو د اخیستلو لپاره، کابل ته را روان وو چي د امیر د مرګ خبر کابل ته را ورسېدی او ټول خلک هک پک سول. د حیات الله موټر په لاس کي خراب سوی او په لاره کي بند پاته سوی وو نو د کابل کنټرول له ټولو امتیازاتو سره د اوسني امیر په لاس کي وو او واک ته ورسېدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب