جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینماراني موکرجي غواړي مور شي

راني موکرجي غواړي مور شي

تاند- مشهوره هندي فلمي ستورې راني موکرجي (راني مکهرجي) وايي چې نور په فلمونو کې تر کار کولو د ماشوم یا ماشومانو روزلو ته ترجیح ورکوي او هیله لري چې ژر تر ژره مور شي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې موکرجي په یوه مرکه کې وویل چې نن سبا د خپل فلمي مسلک په پرتله له اولاد سره زیاته مینه لري. دا تراوسه پوري ماشوم نه لري خو وداده یې کړی دی.

موکرجي د هندي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې دا د خپل خاوند ادیتا چوپړا په کارونو کې لاس وهي او د دواړو اړیکې ښې نه دي.

دې وویل چې په خپله خوښه او مینه غواړي چې ماشوم ولري او په دې کار کې د دې د خوسرګنۍ (خسر) له لوري د فشار خبره نشته.

اغلې موکرجي د سږ کال (۲۰۱۴) د اپریل په یوویشتمه له فلم ډایرکټر ادیتا چوپړا سره واده وکړ.

سره له دې چې دا د هندي سینما یوه تر ټولو ښکلې لوبغاړې بلل کېږي خو غور ږغ یې د ډېرو لپاره خوندور نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب