شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد یوه دیپلومات د معرفي کولو په سر د کابل او تهران...

د یوه دیپلومات د معرفي کولو په سر د کابل او تهران ناندرۍ

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) په مشهد کې د افغان سرکونسل د معرفي کولو په سر د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ لفظي ناندرۍ رامنځته شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مشهد کې د جمهوري نظام له مودې څخه د پاتې شوي افغان سرکونسل جابر انصار پر ځای خپل یو طالب دیپلومات د سرکونسل په توګه معرفي کړی و، چې انصار او د کونسلګرۍ نورو کارکوونکو یې د دندې د پیل مخنیوی کړی او کوربه هېواد هم د طالب دیپلومات د کار پيلولو مخالفت کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني له زیاتو جزیاتو پرته د طالبانو له رژیم څخه وغوښتل، چې د دیپلوماتانو د معرفۍ په برخه کې منل شوي نړیوال اصول ومني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي بیا د خپل رژیم د ټاکنې ننګه کړې او ویلي، چې دوی حق لري په خپله خوښه یو کس انتخاب او بل له دیپلوماتیکې دندې ګوښه کړي.

جلالي په ورته وخت کې د دوی لخوا ګوښه شوی دیپلومات په اداري فساد تورن کړی، خو هغه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. افغانستان د ویانا کنوانسیون د دیپلوماتیکو اړیکو د اصولو اړیکو او نورمونو په اړه د د 1961 کال او همدا راز د 1969 کال د ویانا بل کنوانسیون د قونسلي اړیکو په هکله لاسلیک کړیدي . د همدغو دواړو کنوانسیونونو په رڼا کې افغانستان د نړۍ له هېوادونو او همدا رنګه له ګاونډیو سره د خپلو سیاسي او دیپلوماتیکو غړیو د مقرریو په برخه کې تصمیم نیسي .
    دیپلوماتیکې اړیکې د متقابلو رویو په اساس جوړیږي . که د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د جنرال قونسل په اړه کومه قانوني ملاحظه لري ، هغه د افغاني لورې ته ووایی او که په هغه هېواد کې د نظار شورا د ډلګۍ د ملاتړ لپاره د افغانستان نور دایم العمر قونسلي غړیو ملاتړ کوي ، نو بیا افغاني لوری هم باید بالمثل عمل وکړي او له هرات ، کندهار یا مزار کې د هغوی یو نفر جنرال قونسل نامطلوب شخص اعلان او له افغانستانه وشړي .
    البته د سر + کونسل اصطلاح سمه نه ده ، په افغانستان او نړیوالو اصولو کې د جنرال قونسل او جنرال قونسلګري اصطلاح ګانې منل شویدي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب