چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي...

د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسف د ډله ییز امنیت د سازمان د غونډې پر مهال یو ځل بیا افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ګڼلې ده.

نوموړي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال، چې د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې جوړه شوې وه، وویل: له افغانستان څخه سیمې ته د ترهګرو ډلو د پراختیا اندېښنه ده، دا ډلې منځني اسیا ته د خپلو افکارو د ترویج په هڅه کې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په ځانګړي ډول باید له افغانستان سره د تاجکستان سرحدونه پياوړي او د سیمې د امنیت په موخه هر اړخیز تدابیر ونیول شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تازه روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه پر افغانستان د طالبانو د واکمن رژیم د نوم ایسته کولو په اړه د غور خبر ورکړی.

طالبانو د روسیې د دې پلان هرکلی کړی، خو مخکې یې هم د روسیې او هم نورو هېوادونو هغه اندېښنې رد کړي، چې د افغانستان له خاورې یې دوی ته د خطرونو د پېښیدو په اړه څرګند کړي.

3 COMMENTS

  1. کابلوف مړويسي دې يو څه وايی او ته بل څه وايي.
    هغه خو وايي چې د روسي د عدلې او بهرنيو چارونو وزارتونو پوتين ته يو وړانديز کړی چې د افغانستان اوسني واکمنان له تور لېست نه وباسي او ته بيا وايی چې د مرکزي اسيا ثبات ته تل يو ګواښ دی.
    تاسې خو ښه پوهېږئ چې د دې ټولو ستونزو مور پاکستان دی. چېرته چې افراطي کړۍ دي هلته روزل شوي او لا روزل کيږي. همغوی يې منظموي او استوي يې. په نړۍ کې چې هر ځای د افراطيت پېښه شوې، نو سوراغ يې پاکستان ته وتلی نه افغانستان ته.
    ښه به دا وي چې تاسې لومړی خپله سومبۍ مو له پاکستان راټوله کړئ او همدا پاکستان دی چې له تاجکستان سره يې اړيکې نژدې کړي چې کسان ورته تاجکستان ورکوي او روزي يې پاکستان او د مديريت او د استولو کار يې بل څوک کوي چې همغوی پاکستان په تېرو څو لسيزو کې تل ستاسې په ضد کارولی او افغانستان خپله له هغه سرطاني دانې کړيږي چې تاسې هم پرې ښه پوه ياست.

  2. دا توقه د څو مختلفو ځناورو په یادولو سره بیان سوئ او یو ډول یې داسې دي: یوخت یو چا په خپل یابو بار تړلو خو یابو یا بې ادبي معاف خر بار ته نه دریدو او ټوپونه یې اچول. دا سړۍ ولاړ او د خره ادۍ ته لښتې ونیوي او هغې په ړمبارو پیل وکړ. یو بل کس پوښتن وکړه چې ، بار ته دا خر ندر یږي او وهي دا بله خره ، نو اخر ولي؟ دی سړي ورته وویل چې، د دغې خره ګناه دا ده چې، دا خر یې زیږولئ. نو دا له لمر څخه هم ډیره روښانه دئ چې، ټرلیب ای آیس اي د خپل او بل چا د استعمال لپاره زیږولئ. نو نو کآبلوف، خروپوف، پوتینوف، خو میني اوف او داسې نورو اوښانو ته په کار دئ چې، د افغان په ټولنه کې د ای آیس ای جواسیسو ، او په ګاونډ کې کثیفستان ته کوتک ونیسئ.

  3. که بل هرڅوک داسې اتهامونه وارد کړي ، ورځه ورسره وبه یې منو ، خو که روسان داسې وایي ، دا به داسې معنی لري لکه یو کوڼ چې بل چا ورسره لواطت کاوو ، خو ده په غوږو نه اورېده. د روسانو مخکنۍ امپراتورۍ یا شوروي اتحاد چې د همدغه چټلستان له لاسه د افغانانانو په وینو دړې وړې شو، دوی له هرڅه خبر ول ، خو اوس یې بیا هرڅه هېر شویدي . د پاچا صاحب خبره بالکل رښتیا ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب