دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهقرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا صادروي

قرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا صادروي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د قرغزستان چارواکو د هغه پلان د چمتو کولو خبر ورکړی، چې له مخې یې دغه هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته بریښنا صادروي.

د دغه پلان د چمتو کېدو خبر د قرغزستان د انرژۍ وزارت ورکړی او ویلي، چې دا پلان تر ۲۰۳۵ کاله د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.
قرغزستان اټکل کوي چې د راروان کال په دوبي کې به د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته ۱،۲۵ میلیارد کیلوواټه بریښنا صادر کړي.
کاسازر د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د منځنۍ آسیا د بریښنا د لېږد پروژه ده.
د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دې پروژې د رغونې د بیاپیل په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان خپله مصرفي برېښنا هم تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو وارده شوې.
افغانستان خپله د برېښنا د تولید لپاره د اوبو او لمر کافي سرچینې لري، خو په جمهوري نظام کې له دغو سرچینو په استفادې ونه توانېده او له امله یې یاد شوی پرځیدلی نظام سختو نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب