شنبه, جون 29, 2024
Home+له چا سره چکر ته لاړ شو؟ | ژباړن: اقبال باور

له چا سره چکر ته لاړ شو؟ | ژباړن: اقبال باور

له ډېرو کسانو سره لا څو ورځې مخکې دا اندېښنه وي چې په اخترونو او نوي کال کې چېرته چکر ته لاړ شي؟ برعکس د دې ډلې له ځینو غړو سره تر 90مې دقیقو پورې دا وېره وي چې د اخترونو او نوي کال په رخصتیوکې به په سفر لاړ شي که نه؟ خو دا چې اکثره کورنۍ د نوي کال په رخصتۍ کې سفر کوي او ډیری کسان دا ښه ګڼي چې یوازې په سفر لاړ نه شي؛ خو له چا سره ښه ده چې په سفر لاړ شو؟

سفر یوازې د سفر له ښه ملګري سره: 

تاسو به هم خامخا اورېدلي وي چې پلانکی د سفر ښه ملګری دی. ستاسو په نظر د سفر ښه ملګری څه ځانګړتیاوې لري؟ ستاسو رول د سفر له ښه ملګري سره څه دی؟ او یا په بل عبارت تاسو د سفر ښوملګرو ته کوم معیارونه لرئ؟

دا ډول مو سفر نه هېرېدونکی کړئ: 

د سفر ښه ملګری پیدا کول دومره سخت کار هم ندی، دا بسنه کوي چېټولې عمومي اړیکې مو ورسره ښې وي. دوهم دا چې د څو وړو کارونو زحمت مو په غاړه واخلئ.

د هغو له ډلې څخه:

د جیبونو وضعیت مو وسنجوئ: 

مالي برخه د سفر له مهمو برخو څخه ده، ځکه که تاسو له ځان څخه له یوشتمن کس سره په سفر لاړ شئ، ښایي ځان او کورنۍ ته له دې امله شرمینده شئ چې د هغه مهرباني نشئ جبرانولی. که څه هم هغه به د خلاص زړه او لاس خاوند وي. خو بلاخره مو زغم ختمېږي.

برعکس دا وضعیت هم سم دی یعنې که له داسې کس سره سفر وکړئچې بې پیسو وي. نو معلومه خبره ده چې دې ته به مجبور شئ چې د هغه یوه برخه لګښت هم په خپله غاړه واخلئ؛ خو دا هم د تاسو په توان کې نه وي. نو مهمه ده چې داسې څوک مو د سفر لپاره وټاکئ چې د جېبوضعیت یې ستاسو په اندازه وي.

د سلوک ځانګرتیاوو ته یې پام وکړئ: 

د سفر د ښه ملګري یو بل شرط دا دی چې د هغه رواني ځانګړتیاوې یاعادتونه له تاسو سره ژور توپیر ونلري. مثلاً فرض کړئ، که تاسو یوازیتوبخوښوونکی کس یاست نو که تاسو له یوه ټولنیز کس سره ملګري شئ. په ډېر احتمال به په نیمه لار کې سره بیل شئ.

همدارنګه دې باید پام وکړئ څوک چې د سفر لپاره انتخابوئ، څومره د ټولو د خوښي په روحیه دی. مثلاً که د لارې په منځ کې دا پرېکړه وکړئچې ډوډۍ مو په خپله تیاروئ، ایا دوی له تاسو سره ونډه اخلي او که نه؟

جوړجاړی او تغیر منل هم د سلوک له ځانګړتیاوو څخه دي چې د سفر له ښه ملګري سره هغه هم باید په نظر کې ونیسو. له نورو فردي توپیرونوڅخه ورهاخو د سلوک دوې نوري منفي ځانکړنې، غرور او بخیلي هم کولیشي چې د سفر خورا خوږې شېبې مو در ترخې کړي، نو دغو دوو ټکو ته هم ځانکړې پاملرنه وکړئ.

هر څومره مسلکي هغومره ښه:

که له ځانه د سفر مسلکي ملګری وټاکئ؛ نو دا به دوه ښه والي ولري: لومړی هغه کولی شي د سفر د وخت ښه لارښوونه درته وکړي مثلا که ټاکلشوې وي چې په یوه ښار کې یوه شپه وکړئ نو د هغه تجربه به دا مرسته درسره وکړي چې په دې لږ وخت کې له ډېرو تاریخي، فرهنګي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړئ.

دوهم دا چې د سفر د تجربه کار ملګري لرل به له تاسو سره د پیسو په سپما کې مرسته وکړي. مثلاً که تاسو ډالۍ اخلئ نو تاسو ته به هغه بازار در وښيي چې مناسب نرخ ولري او د اوسېدو لپاره به مناسب ځای در وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب