Homeخبرونهد کابل رژیم: پاکستان مو چین سره د باور خرابولو هڅه کوي

د کابل رژیم: پاکستان مو چین سره د باور خرابولو هڅه کوي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) کابل کې د طالبانو واکمن رژیم پر پاکستان تور پورې کړی، چې چین سره د دوی د باور خرابولو هڅه کوي.

د کابل د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغې اعلامیې ته اشاره کړې، چې پکې د پاکستان واک لاندې پښتونخوا کې پر چینایي انجینرانو د یوه برید ملامتي پر افغانستان اچول شوې او ادعا شوې، چې بریدګر یې له افغان خاورې پاکستان ته تللي وو.

ذبیح الله مجاهد وویل: « پاکستان کې د چینایي وګړو موخه ګرځو پاکستان پورې اړه لري او افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري او راپور چې پاکستان خپور کړی د افغانستان او چین ترمنځ د باور لمنځه وړلو هڅه ده، موږ بیا بیا دغه رد کړی او غیر منطقي ده.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې کابل ته د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ د ورغلي پلاوي په اړه لیکلي، چې دغه پلاوي په یاد شوي برید کې د افغانانو د لاس لرلو اسناد له طالب لوري سره شریک کړی.

پاکستان بیا- بیا د دغه هېواد په نا امنیو کې د افغان خاورې د استعمال ادعا کړې، خو د طالبانو رژیم یې ادعاوې تل بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...