چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهکرکټ: افغانستان سکاټلنډ ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه

کرکټ: افغانستان سکاټلنډ ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د نړیوال شل اوره جام سیالیو په درشل کې افغانستان تېره شپه په دوهمه تمریني مسابقه کې سکاټلنډ ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ وهنه ګلبدین نایب وکړه. نایب چې د لوبې غوره لوبغاړی وپیژندل شو، په ۳۰ توپونو ۶۹ منډې وکړې. ده ۶ شپږیزې او ۵ څلوریزې وکړې او همداراز یې په باولینګ یا توپ اچونه کې یو لوبغاړی وسوځاوه.

له نایب وروسته ښه توپ وهنه عظمت الله عمرزي وکړه. ده په ۳۶ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۷۹ منډو د هدف په وړاندې چې د ۸ لوبغاړو له سوځېدو وروسته یې په ۲۰ اورونو کې ترلاسه کړ، سکاټلنډي لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په تاوان ۱۲۳ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې راشد خان او ننګیالي خروټي چې هر یوه، یو – یو لوبغاړي وسوځول،  تر ټولو کمې منډې ورکړې. دوی هر یوه په دوو اورونو کې یوازې ۳ منډې ورکړې.

محیب الرحمان بیا په ۳ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول خو ۲۳ منډې یې ورکړې. کریم جنت په دوو اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۱۳ منډې یې ورکړې. نوین الحق په ۳ اورونو کې ۱ لوبغاړی وسوځاوه او ۱۶ منډې یې ورکړې.

عمرزي په ۳ اورونو کې یو لوبغاړی وسوځاوه خو ۲۶ منډې یې ورکړې. ګلبدین نایب په یوه اور کې ۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی وړسوځاوه.

تر دې مخکې د افغانستان او عمان تمریني سیالي د باران له کبله بې نتیجې پای ته رسیدلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب