شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهروسیه: طالبان دې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي

روسیه: طالبان دې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي

تاند(شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ویلي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري دوام لري او طالبان هم یو حقیقت دی، چې باید په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه، روسیه تمه لري چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

رودینکو دا هم ویلي چې د افغانستان په اړه د روسیې تګلاره پر خپل ځای پاتې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل:«موږ هیڅ شی له بل سره نه تړو. زموږ تمه ده چې طالبان پر خپلو هغو ټولو ژمنو ودریږي چې پخوا یې نړیوالې ټولنې ته ورکړې دي، خو دا شرط ورته نه ږدو او دا د دوی له فعالیت سره نه تړو.»

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: په افغانستان کې ستونزې شته، هر څوک پرې پوهيږي، خو له اوسني حکومت سره بايد اړيکې ټينګې شي.

هغه ټینګار کړی چې «له طالبانو سره اړیکي ټینګول ځکه اړین دي، چې دوی افغانستان او د دې خاورې کنټرول په لاسی کې لري. موږ باید له دې حقیقت سره سم عمل وکړو او د هغې مطابق خپلې اړیکې تنظیم کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب