دوشنبه, جولای 22, 2024
Home+نوې سیاسي لوبه او له یوې سوړې څخه څو ځلې چیچل

نوې سیاسي لوبه او له یوې سوړې څخه څو ځلې چیچل

شاه محمود میاخیل

په دې کې هیڅ شک نه شته، چې د افغانستان حکومتونو او سیاستوالو په تېرو څو پېړیو په ځانکړې توګه بیا په تېرو پنځو لسیزو کې ډېرې تېروتنې کړي دي، تاریخ په یو شکل نه په یو شکل تکرار شوی او تکراریږي.

سیاسي محاسبه د سوداګریزې محاسبې په شان ده، سوداګر د کال په اخر کې د خپلې ګټې او تاوان حساب یا بیلانس ګوري، چې سږکال یې ګټه کړې ده او که تاوان. سیاسي محاسبه هم د یوه سیاسي مشر د دورې له پای ته رسېدو وروسته کیږي، چې د خپلې دورې په پای کې یې هېواد ته ګټه زیاته رسېدلې او که زیان.

دا ښکاره خبره ده، چې په شخصي ګټو کې ملي ګټې هېڅکله نه خوندي کیږي، خو په ملي ګټو کې شخصي ګټې تل خوندي کیدای شي. له بده مرغه، تراوسه طالبانو او نورو سیاستوالو له تېر تاریخ څخه عبرت نه دی اخیستی او د شخصي ګټو او واک ته د رسېدو او ساتلو په پلمه یې ملي ګټې تر پښو لاندې کړي او کوي یې.

که تېرو پنځو لسیزو حوادثو ته نظر واچوو، د هرې دورې په پاې کې د واک د تږو مشرانو له لاسونو څخه شخصي او ملي ګټې دواړه وتلي دي. له دغو مشرانو ځینې یې ووژل شول او ځینې نور یې چې ژوندي دي، په هېواد کې دننه او بهر د ناهیلۍ او ذلت ژوند تېروي.

په دې کې هم شک نه شته، چې د حکومتونو مشران، سیاسیون او هر انسان په خپل ژوند کې مثبت-منفي، پیاوړي او کمزوري ټکي لري.

دا چې ولې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکول کیږي، علت یې دا دی چې اکثره سیاستوالو غوښتل او یا غواړي، چې په لنډه لاره واک تر لاسه کړي او د لنډو ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.

که تېرو پنځو لسیزو ته یو لنډ نظر واچوو او دا لاندې پوښتنې مطرح کړو، چې د دغه مشرانو د حکومتولۍ اخري انجام څه و؟

هېواد یې د تېر په څېر په ښه توګه یو بل کس ته انتقال کړ او که نه؟

د خپل ځای ناستي لپاره یې سم شرایط برابر کړل او که نه؟

ایا د دې مشرانو د مرګ، وژل کېدو او له واک څخه د لېرې کېدو په پایله کې په هېواد کې ثبات رامنځته شو او که نه او یا د هېواد وګړي نور هم په مصیبت کې ښکیل شول؟

ایا له شته امکاناتو څخه یې زیاته ګټه واخیسته او که نه، یا هسې یې خپل وخت او هم د هېواد د خلکو وخت، بشري او غیر بشري سرمایه بې ځایه ضایع کړې ده؟

ایا افغانستان په هر لحاظ د ګاونډیو هېوادونو سره سیال دی او که نه، یا په خپله سیمه کې له ټولو هېوادونو څخه وروسته پاتې هېواد دی؟

ایا ولس په هېواد دننه او بهر د هویت او عزت خاوندان دي او که نه؟ همداسې نورې پوښتنې.

که دغه پوښتنو ته ځواب مثبت وي، نو بیا مونږ ویلې شو چې د افغانستان سیاسي مشران په خپلو کړنو کې بریالي او که ځواب منفي وي، نو بیا د افغانستان سیاسي مشران په خپلو کړنو کې ناکامه و.

د یوه مشر تاریخي مسوولیت په یوه یا دوو ښو کلمو او شعارونو نه خلاصه کیږي، بلکې د سیاسي ژوند اخري انجام او له هغه وروسته حالاتو باندې خلک قضاوت کوي.

سیاسي او سوداګریزه محاسبه ځانګړي بدلیدونکي لاملونهVariables Factors) ) لري او هر وریبلز جلا قیمت لري او جلا محاسبه کیږي. که ساده مثال راوړو، د یوه حکومت د مشر او د هر چارواکي د دندې ارزونه لکه د یوه سوداګر د ګټې او تاوان د محاسبې په شان ده.

د بېلګې په توګه یو سوداګر په یو میلیونه افغانیو لس بېلابېل توکي اخلي. په نه توکو کې هره ورځ ګټه کوي، خو په اخر کې‌ په یوه توکي کې زیات تاوان وکړي، که د دغه سوداګر د نه توکو ګټه د یوه توکي له تاوان څخه زیاته شي، نو سوداګر په اخري محاسبه کې ګټه کوي او که د نه توکو ګټه د یوه توکي له تاوان څخه کمه وي، نو سوداګر په اخري محاسبه کې تاوان کوي.

د سوداګر لپاره بېس لاین د هغه یو میلیون افغانۍ دي او که له یو میلیون څخه زیاتې افغانۍ د کال په اخره کې ولري، نو ګټه یې کړې ده او که کمې یې ترلاسه کړي وي، نو بیا تاوان یې کړی دی.

د ګټې د تحلیل لپاره بیا هم دا مهمه ده چې پوه شو څومره وخت یې ضایع شوی، څومره تکلیف پرې تېر شوی او څومره سرمایه یې په خطر کې وه؟

ځکه په محاسبه کې وخت او زمان، زحمت او له سرمایې څخه اغېزمنه ګټه اخیستل هم محاسبه کیږي. که ګټه یې لږ خو تکلیف، زحمت ‌او خطر یې له سرمایې زیات و نو بیا هم دغه سوداګر زیاته ګټه نه ده کړې او په خپل کار و بار کې بریالی سوداګر نه دی.

که انتقادي کره کتنه په تېرو دورو وکړو؛ د داود خان د کودتا شعار دا و چې پرېکړه د بري لومړی شرط دی.

هو! د واک د ترلاسه کولو لپاره یې پرېکړه سمه وه، چې لس کاله په کور کېناست او دا پرېکړه یې وکړه چې واک ترلاسه کړي او د خپلې پرېکړې لپاره یې کار وکړ، خو ایا دا پرېکړه د افغانستان په ګټه وه او که په تاوان، دا بیا جلا بحث دی.

دلته مونږ د داود خان په شخصي کرکټر بحث نه کوو، چې نیت یې څه و، فکر یې څه و، پاک او عیاش نه و او یا مظلومانه د خلقیانو له خوا له خپلې کورنۍ سره ووژل شو. دلته بحث د نوموړي د قدرت په درلودلو دی.

د واک لپاره یې د خپلې کورنۍ په ضد د پخواني خلق ډیموکراتیک ګوند او په ځانګړې توګه د پرچم له ډلې سره سازش وکړ، پایله یې د خپلې کورنۍ بربادي او د ثور کودتا شوه. داود خان ونشو کړای چې جمهوري ارزښتونه په هېواد کې پلې کړي او یوازې د مشروطه شاهي حکومت نوم یې په جمهوریت بدل کړ.

د داود خان د حاکمیت لاندې میوندوال په زندان کې زندۍ شو او یو شمېر نور ملګري لکه خان محمد مرستیال، ماما زرغون شاه، عارف شینواری او نور په دې تور ووژل شول، چې کودتا یې کوله.

د دوی محاکمه علني ونه شوه چې واقعا دوی کودتاه کوله او که نه؟ یا د دسیسې ښکار شول.

باالفرض که کودتا یې هم کوله او کودتا بده خبره وي نو داود خان ولې د واک لپاره په خپل اوښي او د تره زوی کودتا وکړه؟ ولې یې د ولسواکۍ لپاره زمینه برابره نه کړه؟ او داسې نورې پوښتنې شته.

د ثور د کودتاچیانو شعار کور، ډوډۍ او کالي و او ویل به یې چې دا انقلاب په شا نه ځي، د قدرت انحصار او نفې سیاست یې رامنځته کړ. د حکومتولۍ د کړنو له پلوه، د خلق دیموکراتیک حکومت او د طالبانو د حاکمیت تر منځ هیڅ توپیر نشته. هغه وخت ملي بیرغ په سور بیرغ بدل شو، یو حزبي حکومت و او د حزب غړو ته هر څه روا او نورو ته ناروا و. خپلسري نیول، په بندخونو کې شکنجه او پولوګونو کې وژل عامه خبره وه.

له حزب سره مخالفت له نظام سره د مخالفت په نوم یادېده، ولسواکي حاکمه نه وه او نورو احزابو ته د فعالیت اجازه نه وه. له خلکو څخه کور، ډوډۍ او کالي واخیستل شول او هېواد د سیمې او نړۍ د نیابتي جګړو میدان وګرځید.

دلته هم انقلاب ناکام شو او هم د دوی مشران په یو بل پسې ووژل شول، په دې معنا چې د شعار او عمل تر منځ ډېر توپیر و.

مجاهدینو به وېل، چې دوی بشپړ اسلامي نظام راولي او د لا شرقیه او لا غربیه شعارونه به یې ورکول. د ملي کلمې نوم ورته کفر ښکارېده، هر تنظیم او هر قوماندان به یې خپل شخصي زندانونه درلودل. په دغو زندانونو کې به یې بې ګناه افغانان شکنجه او وژل، په پاټکونو کې به یې خلک له سپیو سره جنګول او بالاخره د دوی د راتګ پایله کورنۍ جګړېشوې.

د بشپړ اسلامي نظام پر ځای یې اسلام داسې سره دړې وړې او بدنامه کړ، چې اوس هم سره نه جوړیږي. کلي په کلي ټوپک سالاري حاکمه شوه او د کابل ښار کنډواله شو. د خلکو مال، عزت او ناموس خوندي نه و، نظام یې له منځه یووړ او د افغانستان هر څه یې کباړ کړل. د لاشرقیه او لا غربیه پر ځای یې د شرق او غرب پروژې عملي کړې.

طالبانو هم د سوچه اسلامي نظام شعارونه ورکول او د ټوپک سالارې او پاټک سالاري د فرهنګ ختمول یې شعار و. د دوی په راتګ سره افغانستان نور هم سپېره شو، په وروستیو کې بېوزلي، فساد او رشوت دومره زیات شوی و، چې نور د دوی موجودیت د ولس لپاره د زغملو وړ نه و. د دې پایله هم دا شوه، چې د ترهګرو لپاره یې نوې جبهه پرانیسته او د پردیو جګړې یې خپل هېواد ته راوړل.

پاټک سالاري په ملا سالاري بدله شوه، حکومتولي په انډیوالي او انډیوالي په قومي اړیکو بنا وه، نه د اسلامي نظام شعایر چې کار اهل کار ته وسپاري، عملي شو او نه (کلکم راع او کلکم مسوول عن رعیته) شعار یې عملي کړ، چې چارواکي‌ ولس ته مسووله وي. په پای کې داسې له هېواد څخه وتښتیدل، چې چپلکې یو ځای او خولۍ یې بل ځای پاتې وې.

د جمهوریت په وخت کې د ساه اخیستو نسبي زمنیه برابره شوه. که حکومتولي خرابه، فساد او بې عدالتي موجود وه خو خلکو خپل اواز پورته کولی شو او ددې دورې د دواړو ولسمشرانو او سیاستوالو د ناسمو پالیسیو له امله هغه ساه اخیستنه چې د هېواد ولس پرې ژوند وکړای شي،‌ ونه ساتل شوه. د ولس د شلو کلونو د هلو ځلو، قربانیو او هیلو نړۍ ړنګه شوه او د قانون د حاکمیت پر ځای د مجاهدینو د هماغه پاټک سالارې فرهنګ د هېواد په اکثرو سیمو کې حاکم و.

د مجاهدینو او طالبانو په وختونو کې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی او انټرنټ نه و، که نه د هغو دورو فجایع به له دې څخه هم زیاتې وې. له بده مرغه طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ولس په ستوڼي بیا خپسې کیناسته او په دې توګه د جمهوریت دوره هم ناکامه دوره وه، ځکه پایله یې ناکامي وه.

دا ځل طالبان د تېر ځل په پرتله نور هم په غلطه لار روان دي. هو! فرق یې دا دی چې پخوا ټولنیزې رسنۍ، انترنټ، سمارټ ټلیفونونو ته لاسرسی، رادیو ګانې، ټلویزونونه، وټس اپ او نور د جمعي معلوماتو وسایل نه و. طالبانو به چې هر څه کول، ولس او نړۍ به ژر نه خبرېدله، خو اوس برعکس خلک زیات معلوماتو ته لاسرسی لري او د طالبانو د مالي او اخلاقي فساد په ګډون ډېر ژر هر څه رسنیز کیږي.

د جمهوریت په شلو کلونو کې د ټولو نیمګړتیاوو سره سره د خلکو سیاسي بصیرت او د تعلیم کچه د کمیت او کیفیت له اړخه ډېره لوړه شوه او د طالبانو حاکمیت په دا ډول نه شي منلی، ځکه د طالبانو سر و کار د خلکو له شخصي مسایلو سره ده، نه د هېواد له عزت، حیثیت، پرمختګ او د خلکو له هوساینې سره.

د تېرو او اوسنیو طالبانو لوی توپیر په دې کې دی، چې پخوا به د دوی مشر خلکو لیده او موجود و، خو دا ځل د دوی مشر څوک لیدلی نه شي‌. له دریو کلونو واکمنۍ وروسته تراوسه هم ولس نه پوهیږي، چې د دوی مشر هماغه د کچلاغ شیخ هېبت الله دی او که کوم بل څوک.

تېر ځل درېو هېوادونو په رسمیت پيژندلي وو، خو دا ځل لا تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حاکمیت په رسمیت نه دی پيژندلی، راتلونکې لا هم معلومه نه ده چېافغانستان به له څه حالت سره مخامخ کیږي.

که دا ووایو چې د تېرو حکومتونو او یا هم د طالبانو د اوسني حاکمیت په وړاندې سیمه ییزې، نړۍوالېاو کورنۍدسیسې وې او شته، نو دا هم سمه نه ده ځکه د هر هېواد په وړاندې په هر ډول حالاتو کې دا ډول چلنجونه شتون لري.‌

د امریکا حکومت په خپل ټول قوت او طاقت سره هم له دا ډول چلنجونو سره مخامخ دی.

د هېواد د مشر دنده همدا ده، چې د خپل هېواد له عیني‌ او ذهني شرایطو سره داسې بدلونونه راولي، چې هېواد د ټیکاو خوا ته یوسي نه دا چې هېواد نور هم د نامعلومه برخلیک په لوري سوق کړي، نو له همدې امله د بهرنیانو لاسوهنې دلیلی کېدای نه شي.

ولې افغانان له یوه سوړې څخه څو ځلې چیچل کیږي؟

له دغه پورته مختصر تاریخي شالید څخه وروسته بیا هم دې پایلې ته رسېږو، چې د طالبانو موجوده حاکمه ډله لا هم د فیل په غوږ کې ویده ده او فکر کوي، چې دوی د ټولې نړۍ ښه مسلمانان دي.

دوی فکر کوي، چې نړۍ ورته اړتیا لري او دوی خپله هیچا ته اړتیا نه لري، په حقیقت کې داسې نه ده.

دوی نړۍ ته هره ورځ د ډېر وړو شیانو لپاره هم محتاج دي او د بهرنیانو په لیدو دومره خوشالیږي، چې له یوه عادي بهرني کارکوونکي سره د سلفیانو په اخیستو نه مړیږي.

دې ته په کتو سره ویلی شو، چې د دوی موجوده افراطي او ظالمانه حاکمیت په هیڅ صورت دوام کولی نه شي.

لویه ستونزه دا ده، چې له بده مرغه افغانان بیا هم د راتلونکي لپاره ښه بدیلونه نه لري.

طالبان اکثره پخواني سیاسي لوبغاړي او د هغوی دویم نسل د خپلو پلرونو غوندې د ګاونډیو هېوادونو په لومو کې ښکیل دي.

دوی د بیا واکمنۍ او شخصي ګټو لپاره له هر هېواد سره جوړ جاړی کوي، خو له خپل ولس سره جوړ جاړی نه شي کولی، ځکه دوی ته د ملي ګټو پر ځای خپلې لنډه مهاله شخصي ګټې مهمې دي.

بله ستونزه دا ده چې زمونږ ګاونډي هېوادونه هم افغانستان ته له مثبتې زاوې څخه نه ګوري او داسې یوه پالیسي هم نه غوره کوي چې د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې د دوی ثبات به هم خوندي وي.‌

دوی تل افغانستان ته له منفي‌ زاویې ګوري، چې څنګه د خپلو نیابتي ډلو په وسیله د افغانستان په خلکو او منابعو کنټرول ولري.

د پاکستان او ایران پالیسي په افغانستان کې دا ده، چې د یوې نیابتي ډلې لپاره باید بله نیابتي ډله په مورچل کې کینوي او د اړتیا په وخت کې ورته ټوپک په اوږه کیږدي او په شایې وډبوي، چې د دوی ملاتړ ورسره دی او په دغه ملاتړ سره ورته وایي، چې د واک د لاسته راوړلو لپاره د خپلو خلکو په وژلو او د خپل هېواد په ورانولو لاس پورې کړئ.

حدیت شریف دی چې وایي یو مسلمان د یوې سوړې نه دوه ځلې نه چیچل کیږي، خو افغانان له یوې سوړې څخه څو څو ځلې وچیچل شول او بیا هم غواړي چې له هماغه سوړې نه بیا وچیچل شي.

په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه، مجاهدین او طالبان د پاکستان او ایران له سوړو څخه څو څو ځلې وچیچل شول، خو بیا هم د دوی عقل سر ته نه دی راغلی او له تېر تاریخ څخه یې عبرت نه دی اخیستی.

د بیطرفۍ خنثی سیاست افغانستان د نیابتي جګړو مرکز ګرځولی او د داود خان د حکومت د دیکتاتورۍ ډول او د خلق دیموکراتیک ګوند د یکه تازۍ له امله افغانان د پاکستان او ایران لمنو ته واچول شول.

د سړې جګړې په وخت کې ایران او پاکستان د افغانستان خلک د جهادي ډلو په محور راټول، وساتل، ویې روزل او ملاتړ یې وکړ، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې پیل کړي.

پایله یې دا شوه، چې کله د خبرو وخت راغی د مجاهدینو مشران یې څنډې ته کړل او په خوله کې یې ورته دا کېښوده، چې د کابل له حکومت سره باید هیڅ ډول جوړ جاړې ونکړې.

د خلق دیموکراتیک ګوند هم د شوروي اتحاد په خوله د جنیوا ناکامه معاهده له پاکستان سره لاسلیک کړه، خو دا یې ونه ویل چې د قضېې اصلي خوا افغانان دي او که له افغانانو سره جوړ جاړی ونه شي، نو په افغانستان کې هیڅکله ثبات نه شي راتلی.

کله چې د کابل حکومت په ۱۹۹۲زکال کې سقوط وکړ، نو پاکستان او ایران بیا فکر وکړ چې که مجاهدین له بې شمیره وسلو سره په کابل کې واک ټینګ کړي،‌ دا به د پاکستان او ایران لپاره یو لوی ګواښ وي.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان او هم ایران کې د ملي ډلو د ودې لپاره زمینه برابره نه وه او ملي شخصیتونه او ډلې یې نه پرېښودې، چې فعالیت وکړي.

په ایران کې د سید علي بهشتي په مشري د شورا اتفاق منظم تشکیلات یې خراب کړل او پر ځای یې له نصر وروسته وحدت ګوند، فاطمیون او نورو ډلو ودې ته چې ایران ته وفاداره و، زمینه برابره کړه.

د یادولو ده، چې په پاکستان کې هم د اوو جهادي تنظیمونو ودې ته زمینه برابره شوه.

د دې لپاره چې د مجاهدینو ډلې او د کابل حکومت دواړه ضعیفه شي، پاکستان لومړی سیمه ییز قوماندانان په مستقیمه توګه پیاوړي کړل، چې دو بیا د مجاهدینو د مشرانو اوامرو ته غوږ نه اېښوده.

د قوماندانانو امتیازات به د پاکستان د ای اس ای له خوا په مستقیمه توګه ورکول کېدل او د دوی رهنما د پاکستان د استخباراتو مقامات لکه کرنیل امام او کرنیل یوسف و.

د AF نمبر پلیټو پک اپونو کې به قوماندانان په ټول پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د سلاو اجازې به هم له دوی سره وې.

که کوم قوماندان به سرکشي وکړه، نو هغه به یې له منځه یوړ او یا به یې په خپله سیمه کې ورته یو بل قوماندان تقویه کړ.

د همدغه قوماندانانو په وسیله د جلال اباد بریدونه پیل شول او پایله یې دا شوه، چې مجاهدین یې ښه سره وځپل او اخره کې دواړه خواوې، مجاهدین او د کابل حکومت کې نور څه نه و پاتې چې یو مقتدر حکومت په کابل کې رامنځته کړي.

د جمعیت اسلامي ګوند له پرچمیانو سره او د اسلامي حزب ګوند له خلقیانو سره اړیکې ټینګې او د کابل حکومت یې له دننه سقوط کړ.

د اسلام شین کارت نور نه چلیده او دا ځل پاکستان د شین کارت پر ځای کورنیو جګړو ته قومي بڼه ورکړه.

په کورنیو جګړو کې پاکستان له دواړو خواو سره اړیکې درلودې او د جګړو اسانتیاوې یې ورته برابرولې، ځکه د جانان خیر د افغانستان په بې خیري کې و.

د دواړو ډلو د مشرانو تر منځ سیاسي اختلاف په قومي اختلاف بدل شو او اوسه هم روان دی.

دغه قومي اختلاف دومره ریښې سره غځولي دي، چې د دغو ډلو پلویان د بلې هرې نیابتې ډلې سره جور جاړي کولی شي، خو په خپل منځ کې له خپلو افغانانو سره جور جاړی نه شي کولی.

مجاهدین نه د دنیا شول او نه هم د اخرت، ځکه دوی یې د خپل ولس په منځ کې بدنامه کړل او هم د دنیا په کچه بدنامه شول.

دوی د کباړیانو او پاټکیانو القاب تر لاسه کړل او د دوی په ضد، پاکستان بله کم مصرفه ډله د طالبانو په نوم تقویه او مجاهدین یې د پاټکیانو په نوم پرې وځپل.

تر دې وخته د مجاهدینو ډلې د پاکستان له سوړې څخه درې ځلې وچیچل شول.

لومړی یې د خپلو خلکو او خپل هېواد په ضد وجنګول، بیا یې په خپل منځ کې سره وجنګول او وروسته د طالبانو په ذریعه له منځه یوړل شول.

د طالبانو له سقوط څخه وروستهد جمهوریت په وخت کې بیا هم د نظام غوښینه برخه د مجاهدینو او په ځانګړې توګه د شمالي ټلوالې د ډلو وه.

د قومي ټیکه دارۍ له کارت څخه یې زیات امیتاز تر لاسه کړل او د پاکستان دا خوښېده چې په افغانستان کې داسې یو ولسواکه نظام واک ته ورسېږي، چې نړۍ په ځانکړې توګه امریکا له هغه نظام څخه ملاتړ وکړي.

د جمهوریت د له منځه وړلو لپاره یې له پیل څخه دسیسې جوړې کړې او طالبان یې بیا منسجم او د خپل ولس او حکومت په ضد وجنګول.

پاکستان په دننه نظام کې له خپلو زړو مهرو څخه بیا ګټه واخیسته او حکومت یې پرې ضعیفه کړ.

دغو مهرو هم د نظام ګندګي خوړله او هم یې د خپلې ګندګۍ ناولې مکوښې د نظام په ضد څنډلې.

پاکستان په اخره کې همدغه مهرې له طالبانو سره وصل کړې، چې نظام له دننه سقوط کړي.

اسلام اباد ته د زړو مهرو تګ او راتګ زیات شو او د مسکو د غونډې له لارې یې سمیه ییزه اجماع رامنځته او نوی روایت جوړ کړ، چې طالبان د سیمې په خیر دي.

پاکستان د سیمې هېوادونو او امریکا ته ډاډ ورکړ، چې دا ځل طالبان د پخوا په پرتله ډېر بدل شوي دي او طالبان به د جمهوریت په پرتله دوی ته ښه وي.

هماغه و چې د جمهوریت پر ځای د دوحې کرغیړنه هوکړه لیک د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک ځکه کرغیړنه ده، چې په دغه هوکړه لیک کې دا تعهد شوی و چې طالبان به په بهرنیانو ډز نه کوي او د هغوی امنیت به ساتي، خو د نظام پوځیان، چارواکي او ولس به وژني.

که په ولس یې هر ظلم کاوه،‌ هغه د دوی لپاره مباح و ځکه دوی د اشغالګرو ملاتړ کاوه.

دلته دې پایلې ته رسېږو، چې له اشغالګرو سره د دوی معامله روا او د نورو ناروا وه.

دا څلورم ځل و، چې د مجاهدینو زړې مهرې بیا د پاکستان لخوا وچیچل شوې او د خپل نظام او خلکو په وړاندې یې استعمال کړل.

د طالبانو له سقوط وروسته پاکستان د همدغو مهرو لپاره بیا زمینه برابره کړه، چې د سقوط په ورځ به په دربست الوتکه کې اسلام اباد ته لاړ شي او هلته به له پاکستاني مشرانو د خپلو سرونو د بچولو مننه وکړي.

پاکستان پوهېده چې دا مهرې بیا د دوی په کار راځي نو له دوی سره یې اړیکې وساتلې.

دا چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او د دې لپاره چې د ددوی قوت وځپل شي او مقتدر حکومت په افغانستان کې رامنځته نه شي، نو پاکستان طالبانو ته دا روایت په خوله کې کېښود، چې تاسو نړۍ ماتې کړې او له افغانانو سره هیڅ ډول جور جاړی مه کوئ.

د نظام په کورني او ولسي مشروعیت پسې مه ګرځئ، ځکه که د ولس ملاتړ نه وي نو تاسو قدرت نه شو نیولی، نړۍمجبوره ده، چې له تاسو سره تعامل وکړي او تاسو په رسمیت وپیژني.

د همدغه خیالي غرور او ظاهري فتحې په اساس، د طالبانو له مشرتابه سره د پاکستاني علماو تګ او راتګ زیات شو او دوی ته یې داسې سوژې په غوږ کې کیښودې چې د اسلام په نوم څومره چې خپل خلک ځپلی شي، هغومره تاسو ښه ملایان یی.

دوی طالبانو ته وایي، چې ستاسو نظام اسلامي دی او په نړۍ کې له تاسو څخه ښه نظام نه شته.

له دې سره، د نجونو لیسې او تعلیم یې بند کړل او ملاکراسي یې حاکمه کړه.

د پاکستان هدف دا دی، چې که طالبان یو سم او ولس محوره حکومت جوړ کړي نو پاکستاني ملایان به هم په پاکستان کې د طالبانو غوندې د حکومت جوړولو داعیه اوچته کړي.

ښه دا ده، چې د افغانستان ملاکراسي دومره د ولس او هم د نړۍ په کچه بدنامه کړي، چې بیا یې هیڅوک په خروار لیټي کې هم حساب نه کړي او یوه ضعیفه اداره باید موجود وي، چې پاکستان ته محتاجه وي.

دویم دا چې د پاکستان ولس به هم د خپلو ملایانو ملاتړ ونه کړي، ځکه داسې اداره چې فردي او ټولنیز عدالت پکې نه وي او په هر څه بندیز وي، د پاکستان ولس کله هسې اداره غواړي.

درېیمه مسله دا چې د پاکستان د استپلشمینټ لپاره مهمه ده چې که څه هم د طالبانو ډله د پښتنو استازي نه دي، خو زیات طالبان پښتانه دي او که دوی د لر پښتنو او د پاکستان د طالبانو د تحریک سره لاس یو کړي، نو دا به د پاکستان لپاره یو لوی چلنج وي.

د طالبان په ګډون او یا له طالبانو څخه پرته، باید په افغانستان کې مقتدره ولسواکه حکومت رامنځته نه شي.

پاکستان له قومي کارت څخه بیا استفاده کوي او د افغانستان غیر پښتنو افراطي ډلو ته دا په غوږ کې زمزمه کوي، چې که طالبان حاکم شي نو دوی به نور قومونه وځپي او پښتانه به د تل لپاره حاکم پاتې شي او د دوی په غوږونو کې د یو بل جنګ خبرې زمزمه کوي.

طالبان هم تر اوسه د مجاهدینو غوندې، درې ځلې د پاکستان له سوړې څخه وچیچل شول او د څلورم ځل چیچلو لپاره تیاری روان دی.

طالبان یې لومړی له مجاهدینو سره وجنګول، د سپټمبر له یوولسمې څخه وروسته پاکستان له امریکا سره لاس یو کړ او دوی یې له قدرته لېرې کړل.

په پاکستان کې یې د دوی مشران سپک، بې عزته او ووژل خو بیا یې هم د دریم ځل لپاره د خپل هېواد او خلکو په ضد وجنګول چې باالاخره نظام یې پرې سقوط کړ.

طالبانو له تېرو درې ځلې چیچلو سره بیا هم د مجاهدینو په شان عبرت نه دی اخیستی اوهڅه کوي چې د خپل ولس پر ځای له نورو افراطي ډلو او د ایران په شان له اخوندي نظام سره جور جاړی وکړي، چې په واک کې پاتې شي.

د نړۍ هیڅ نظام د خپل ولس له ملاتړ پرته په واک کې نشي پاتې کیدلی.

د طالبانو موجوده کړنې دا ښیي، چې طالبان به په څلورم ځل هم د پاکستان له خوا چیچل کیږي، دا ځکه چې د طالبانو اعتبار د افغانانو په منځ او همدا شان په سیمه او نړۍ کې په تېرو دریو کلونو کې ډېر راټیټ شوی دی.

له لږ تحرک سره د دوی سقوط به همداسې تېز وي، لکه څنګه چې په تېزۍ سره کابل ته ورسېدل.

تېر ځل پنځه کاله دوی په واک کې پاتې شول، خو داسې ښکاري چې د دوی د دې دور موده به له پنځو کلونو هم کمه وي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د مجاهدینو له پخواني قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړي دي او یو شمېر یې اسلام اباد ته په پټه او ښکاره سفرونه هم کړي دي.

پاکستان دوی ته بیا ټټر وهلی چې له دوی څخه به د طالبانو په ضد ملاتړ وکړي.

که د مجاهدینو ډلې د طالبانو په ضد بیا د پاکستان او ایران ټوپکونه په اوږه کیږدي، نو دا ځل به د مجاهدینو اول او دویم نسل د پنځم ځل لپاره د پاکستان او ایران له سوړو څخه چیچل کیږي.

له جګړو څخه وروسته به دوی دومره ځپل شوي وي، چې د پاکستان او ایران ټولو شرایطو ته به لبیک وایي.

جګړې به بیا هم ختمې نه وي، ځکه د طالبانو څلورم ځل چیچلو سره به د هغوی مشران ووژل شي او یا به له هېواده وتښتي، خو ښکته قدمي به د داعش او نورو افراطي ډلو سره یو ځای او د کابل د حکومت په ضد وجنګیږي.

د حل لار؛

د حل لار اسانه او سخته ده.

د حل اسانې لارې لپاره یوازې دوه مشخص بدیلونه شته، چې عملي کېدل یې هم په خپل نفس کې اسانه نه دي؛

د سیمې او نړۍ هېوادونه سره یو تفاهم ته ورسیږي، چې په افغانستان کې د نیابتي جګړو او رقابت له امله ټول تاوان کوي او د یوې معتدلې، معقولې او پر عملي تګلارې د یوه ولسواکه نظام د راوستولو لپاره هوکړه وکړي او په دغه حل لاره کې به د خبرو واک له افغانانو سره نه وي، سیمې او نړۍ چې هر ډول پرېکړه وکړه، هغه به عملي کوي او په دغه حل لاره کې به نیمایې ګټې د افغانانو او نیمایې د سیمې او نړۍ خوندي وي.

دا د حل لاره په نږدې وختونو کې ممکنه نه ده، ځکه سیمه او نړۍ د افغانستان په اړه واحد دریځ نه لري. دغه حل لاره به د ملګرو ملتونو له لارې عملي کیږي، خو که د سیمې او نړۍ توافق نه وي، خبرې به روانې وي خو څه پایلې به ونه لري. د افغانستان حالت به ورځ تر بلې خرابیږي او داسې وخت به هم راورسیږي چې دا حل لاره به هم غیر ممکنه شي.

د طالبانو په ګډون د بین الافغاني ډیالوګ لپاره به زمینه خپله افغانان برابره کړي. حقیقت دا دی چې نه طالبان د ټول افغانستان استازي دي او نه مخالفین، که سیاسي دي او که مسلح خو د ولس استازولي کولې شي. هیڅوک د هیچا استازي نه دي او هر کله باالخیر مسله ده. دغه حل لاره په اخلاص او د واقعیتونو په منلو سره تر سره کیدای شي. دا حل لاره په یوه معقوله، معتدله او ټولګډونه پروسې سره عملي کیدای شي، چې د افغانستان د نظام راتلونکې پکې روښانه وي.

 

د افغانستان راتلونکې یوازې د اساسي قانون په درلودو سره تضمین کیدای شي، تر څو ټول افغانان د جګړو پر ځای سولې ته او د قدرت د انحصار او د نفی سیاست پر ځای د قانون په چوکاټ کې د یو بل منلو ته غاړه کیږدي.

دا حل لاره په اشخاصو، سهم اخیستلو او قومي امتیازاتو نه شي رامنځته کیدای.

البته د دغه لارې د رامنځته کېدو لپاره د طالبانو رول مهم دی، چې د بین الافغاني ډیالوګ په میکانیزم توافق وکړي او د هغه میکانیزم له لارې د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوه معتدله، معقوله او عملي تګلاره توافق وشي.

د افغانستان راتلونکې یوازې اساسي قانون تضمین کولی شي او اساسي قانون هم باید د لویې جرګې له لارې رامنځته شي.

له اساسي قانون څخه پرته هیڅوک په هیڅ شرایطو کې د افغانستان راتلونکې نه شي‌ تضمین کولی.

بین الافغاني ډیالوګ په پټو او استخباراتي اړیکو نه شي رامنځته کیدای او که یو څو کسه قوماندانان، اسلام اباد، تهران، مسکو، چین، قطر، واشنګتن او یا نورو هېوادونو ته پټ او ښکاره سفرونو کوي، دا د بین الافغاني ډیالوګ د حل لاره نه ده.

دا د دې معنا نه لري‌ چې دوی د خلکو استازي نه دي، بلکې دوی به د پاډوګر ډولکۍ ته ناڅي او هیڅکله به ونه کړای شي چې د افغانستان په مسایلو پرېکړه وکړي.

که طالبان دا فکر کوي، چې دوی هم په استخباراتي توګه د ځینو ملکونو او یا افغانانو سره اړیکې نیسي او یا ځینې افغانان چې دوی ته ورځي او یا د دوی لپاره په غرب کې لابي کوي، څه ګټه ولري او دوی ته به مشروعیت ورکړي، دا هم سمه نه ده.

دا کسان دومره نفوذ په دننه او بهر کې نه لري چې افغانان او دنیا دې قانع کړي، چې طالبان دې په رسمیت وپیژني.

له بهر څخه چې ځینې افغانان د طالبانو د لابې لپاره افغانستان ته ځي، هغوی فقط غواړي چې خپل ساعت تېر کړي، چکرې ووهي او چېرته د سوسیال په پيسو کباب او ماهیان وخوري، یو څو ملاقاتونه له طالب چارواکو سره وکړي او سلفیانې واخلي.

د طالبانو په قول د دوی او د هغه تسلیمیانو چې په دننه افغانستان کې اوسیږي، خاص توپیر نه شته، بلکې د دننه تسلیمیان به په دوی ښه وي چې د هغوی مشورو ته غوږ کیږدي.

همدا کسان به د جمهوریت په وخت کې هم کال کې یو ځل کابل ته تلل، یا به یې د ځمکو مسلې وې او یا به یې خپل مړي او ژوندی کول، نو په ضمن کې به یې د جمهوریت له چارواکو سره هم ملاقاتونه کول او سلفیان به یې اخیستل.

د نظام د پیاوړتیا لپاره د دوی تګ او راتګ چندان ګټه نه پخوا درلوده او نه یې اوس لري.

زه او زما ملګري د جمهوري غوښتونکو په خوځښت کې په ډیالوګ باور لرو، خو په پټو او استخباراتي خبرو باور نه لرو.

د ډیالوګ لپاره چې میکانیزم او چوکاټ معلوم نه وي، ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه او یا هم له طالبانو سره انفرادي خبرې اترې څه ګټه نه لري.

که حالات همداسې دوام وکړي، د ډیالوګ په ځای به جګړې دوام وکړي، نیابتي جګړې به زور واخلي، د جګړو مدیریت به د افغانانو په لاس کې نه وي، افغانستان به نور هم وران او ویجاړ شي او افغانان به په داخل او بهر کې له ذلیل ژوند سره مخامخ وي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت دوه کاله مخکې اعلان وکړ، چې د افغانستان د مسلې د حل لاره جنګ نه دی او نه وینه په وینه مینځل کیږي.

یوازنۍ حل لاره دا ده، چې د نفي او انحصار د قدرت سیاست له منځه ولاړ شي او افغانان د بین الافغاني ډیالوګ په پایله کې په یوه معتدله، معقوله او عملي تګلاره باندې هوکړه وکړي.

که افغانان خپل منځ کې دا هوکړه ونه کړي، د نړۍ او سیمې په تمه ناستې څه ګته نه لري، ځکه هغه هېوادونه چې د خبرو مسیر بدلولی شي، هغوی د افغانستان له مسلې سره چندان دلچسپي په لنډ او منځمهال وخت کې نه لري.

هغه هېوادونه چې دلچسپي لري، هغوی د مثبت تعامل پر ځای په افغانستان کې منفي تامل د جنګ او یا د نیابتي‌ ډلو تقویه کول غواړي.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

2 COMMENTS

  1. ښاغلي شريف زاد سلام،
    کيدای شي چي ستاسو په نظر ټول کارکونکي د نير ريژيم تالی ځټي وو ؟
    ايا کيدای نشي چي په تير ريژيم کي به پاکو خلکو کار کړی وي ؟
    ايا کيدای نشي چي په د اوسني تاليبي رژيم کي به هم ښه اوپاک خلک کار نه کوي؟
    زه ښاغلی مياخيل هيځ نه پيزنم او نه مي ليدلی خو د ښاغلي مياخيل ليکني د ده د مينه له افغن اولس انعاس کوي
    که ښاغلي مياخيل تالي ځټي وي تاسي کوم فکت په لاس لري چي تل حملي ور باندي کوي؟
    ولي په د زيار باسي چي يو سړی له کوم گټه وره علمي معلومات يا نظر گډه ولو له خپل وطن والو سره بيزاره کړي؟
    تاسو کله په ګلبدين کومه نيوکه کړي چي لاسونه يي د اولس په وينو ککړ. دي ؟
    که کوم علمي يا فني يا فلسفي ……معلم مات دلته نشي وړاندي کولای نو له د سماواري خبرو لاس واخلي مشر سړی ياسته فکر کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب