د انسان جوهر انسانیت دی، انسانیت له انسان سره خواخوږي، لاسنیوی او د زړه خواله ده. انسانیت د ژوند سپېڅلتیا او له بشر سره مینه ده. دغه مینه شخصیتونه جوړوي، په دنیا کې یې دحساب او کتاب خلک ګرځوي. انسانیت شخصیت جوړوي، لوی خلک د خپل شخصیت په هنداره کې مطالعه کېږي.
لوی خلک هغه دي چې د خپلې نیکمرغۍ او سر لوړۍ انځور د نورو په تندیو کې ګوري. په دنیا کې دغه ډول خلک چې له نورو سره خواخوږي او ناسته ولاړه لري، بزرګان دي. بختور خلک هغه ګڼل کېږي چې پنځه پرې راټول وي او په نشتون کې یې د یادونو ډیوې بلې کړي. بزرګان د قوم تکیه او دزړه ستنې وي. ټولنه نېکۍ او ښوو اړخونو ته رابولي، په راتلونکې یې فکر کوي.
په پخوا زمانو کې چې د درد لپاره عصري درمل او پوه درمان نه و، نو په کلي ولس کې داسې بزرګان وو چې دردونه به یې پخپلو مبارکو لفظونو ټکورول. پر داسې بزرګانو به د خلکو رسالې راماتې وې. ځای یې پر بڼو و. له مرګه وروسته به یې پر مزار سرې سپینې شنې جنډې رپېدلې.
د دغو بزرګانو په لړ کې : د لغمان عزیز خان کڅ په لمن کې د کابل جلال آباد پر لویه لاره سویلي ډډې ته له سړکه لږ په لوړه د زمانې د یو داسې لوی بزرګ په درانه خوب ویده دی چې ټول ژوند یې د خلکو په خدمت کې تېر کړی دی، دغه بزرګ انسان د کڅ د کجورې ملا صاحب دی. نوم یې الهام الدین او د پلار نوم یې عصام الدین دی. د عزیز خان کڅ د کجورې په کلي کې زیږیدلی و، پر همدې نوم مشهور شو. خیر او برکت سړی و، د خیر او برکت خلک د کجورې (خرما) یوه دانه هم بل ته په ورغوي کې د ژوند لپاره ږدي. د کجورې تر سیوري لاندې خلک ژوند او پایښت ته رابولي.
دغه لوی بزرګ به خلکو ته د ژوند نصیحتونه کول او پر خپل ټغر به یې یووالي ته رابلل، لنګر یې د خلکو تر منځ مینې او محبت ته جاري کړی و.
کجورې ملا په زده کړې او پوهې پسې د هندوستان میرې ستړې کړې، څرنګه چې هغه مهال دین پوهانو او بزرګانو د تصوف له لارې د خدای پېژندنې کتاب پرانست، نو کجورې ملا هم په هندوستان کې تر مذهبي او دیني زده کړو د تګاب ملا صیب او نجم الدین اخونزادہ صیب مرید او مأذون شو، له دوی نه یې تصوفي زده کړه وکړه. دی په تصوف کې د قادریې طریقې پیرو و.
د بزرګي او پوهې له برکته یې د سپین غرہ او تور غرہ په ډډو کې او د کابل شاوخوا پرته متدین خلک یې مریدان شول، له ده نه به یې عرفاني او تصوفي زده کړه کوله.
دغه متدین او پرهېزګاره شخصیت د سیمې خلک د خپلواکۍ او ازادۍ چرګۍ ته راوبلل، پخپله یې د پرنګي پر وړاندې د غزا لار ونیوه.
په دغو غزاګانو کې د خیبر غزا یادولی شوو چې له نورو ګڼو روحاني شخصیتونو سره د غزا په میدان کې ورګډ شو. دی د دفاع وزیر صالح محمد او وزیر محمد ګل بابا تر مشرۍ لاندې لیکه کې ودرېد.
ملا صاحب یو مړه خوا او زیارکښ انسان و، تصوف او روحانیت یې د مال او جایداد ګټلو وسیله نه کړ: ( سرہ له دې چې صدر اعظم ھاشم خان ( د ظاھر شاہ کاکا) یې ھم مرید و، خو ملا صاحب دولتي تحائف نه قبلول.) نه یې چا ته لاس اوږداوه او نه یې د چا له موقفه ناوړه ګټه اخسته.
د ژوند او مبارزې زمانه یې د عبدالرحمن خان له دورې رانیولې تر پاچا اعلیحضرته راسېدلې ده.
د ملا صاحب یو لوستی دیني عالم و، ده په خپله سیمه کې تدریس کاوه، له ده نو یو شمېر وتلیو شخصیتونو لاسنیوی کړی دی او دده درس ته ناست دي، په دغو شخصیتونو کې د
کوتیخیلو مولوي صاحب عبد المجید، شینوارو مولوي، گل پاچا الفت ، مولوی خالص، شمس الحق پیرزادہ نومونه یادولی شوو.
د ده د زمانې زیاتره خلک او په رښتیني دنیا دي، یوازې یو نیم عمر خوړلی پاتې دی، دوی وايي: ملا صاحب له ونې لڼد خو له خولې او پښو تېز و چابک انسان و.
کجورې ملا صاحب یو غازي، روحاني شخصیت او د ځمکې خاوند و، د پرنګیانو پروړاندې یې په غزاګانو کې خپل شته کارولي دي.
د د سترخان او لنګر سړی و، د خپلې ځمکې فصل ته یې لوی لنګر جوړ کړی و، خان، بېګ و امیر به ددغه لنګر ډوډۍ په ډېر شوق او خوند خوړله.
دسترخان یې د ژوند تر پایه ټول نشو.
ده د کابل جلال آباد تر منځ د غزیدلي سړک شمالي ډډې ته یو جومات ودان کړی و، ددغه جومات امامتي یې خپله کوله. خوږ تقریر او وعظ یې کاوه.
ددغه بزرګ انسان ټول ذکر و فکر د خپلو خلکو خدمت او دپوهې په ګاڼه ښایسته کول وو. د شمار او کار خبرې یې کولې، په خوله کې یې دومره اغېز و چې کلیوال او له لرې لرې ځایونو نه به خلک یې دیدن ته راتله او دده خبرو ته به ناست وو. د خلکو په ګڼه ګوڼه کې به ورک و، خبرې او مسلې یې ټولې د ژوند وې. له بې وسو او رنځورانو سره به یې خپله خواخوږي ښودله.
زله خان د کڅ یو سپین ږیری دی، شاوخوا اویاه کاله عمر لري، سپینه مونډۍ ږیره یې ده، دی وايي: ماشوم و چې د کجورې ملا صاحب یې لیدلی و، ډېر سخي او د لنګر خاوند و. له لرې لرې ځایونو به رنځوران ور ته راتلل. خدای به ښه کول او د کجورې ملا صاحب د ګوتو او خولې لفظونو.
کجورې ملا صاحب به د سیمې خلک هوسا او په ځان بسیا ژوند ته رابلل، د انسان ښایست یې په خواخوږۍ، یو له بله سره په مرسته او لاسنیوی کې لیده. انسان خو پرېږده چې پر بشر یې هم زړه سوزېده. دده په ګوتو او خوله کې دومره اغېز و چې کله به یې په کوم څاروي لاس کېښود، نو هغه به د الهی په نصرت روغ شو.
د کجورې ملا صاحب کور او ځمکو ته څېرمه ناصر کوچیان اوسېدل، هغوی ډېرې پادې لرلې، کله به یې چې کوم څاروی ناروغه شو، ده به دم کړ، رک روغ به شو، بیا به یې ده په نذر کې یو مال ورکاوه، ده به هغه مال دستي په لنګر کې پوخ کړ، دده لنګر کله هم بې غوښې شوی نه دی. وریجې یې د خپل پټي وې، مدام به د شولې دېګی باندې و.
جومات ته څېرمه یې په غلو دانو اباده ژرنده وه، اخوا یې پیکو وه، د ژرندې او پیکو زیاته برخه حاصل د لنګر و. ډېر لاروي او مسافر به د لنګر له خوږې ډوډۍ برخمنېدل. اوس د هغې ژرندې او پیکو ایکې د خاورو ډېرې او د لنګر د دسترخان یوه افسانه پاتې ده. کلیوال وايي: کجورې ملا صاحب به پخپله لنګر ته ناست و، د میلمنو خدمت یې ځانته ویاړ ګاڼه او ویل به یې زه د میلمه له خدمته خوند اخلم. ده په دې لنګرخلکو ته دا فکر ورکاوه چې علما خیر رسوونکي دي چې څه ورسره په لپه کې وي، هغه له خلکو زاروي، دوی پر ټولنه او خلکو بار نه د ي، بلکې ټولنې ته د ډوډۍ ګټلو، ورکولو او سخاوت درس ورکوي، د چا په وره پورې سترګې نه ګنډي، د میلمه پالنې دود هم خلکو ته ښيي، خلک دې ته رابولي چې د میلمه قدر باید څنګه وکړي؟ مسافر باید وپالي. د هرانسان سولي یې باید مړه وي.
د کجورې ملا کرامات
لوی خلک او بزرګان د کراماتو څښتنان دي، کرامت د اولیاوو حق دی.
د کجورې ملاصاحب کرمات، عادات او خویونه په کلي کور کې افسانې دي. کله به چې خلک پر کابلي خواره واره سین به را اوښتل، نو دده لنګر پر لنګر به یې پتلۍ ووهله.
د ژمي په موسم کې به اوبه لږې ، خو سړې وې. یوه ورځ په شنه سهار پر سین یو ډله خلک را وښتي وو، له سړو هوار رېږدېدل، دی وخت کې یو تن ویلي، یاره! اوس چې د ملاصاحب په لنګر کې د شیدو چای او ګرمې پریمانه پراټي وي، نو ایله به مو طبع وغوړېږي او کنګل لاسونه به مو تاوده شي. دا خبره یې کجورې ملاصاحب ته وکړه، هغه دستي خپل کس ته وویل: ور شئ، دې خلکو ته پریمانه پراټې او شیدو چای راوړئ. سړی لاړ او دستي یې پریمانه تودې پراټې او د شیدو چای په یوه چاینکه کې راوړ. لارویانو چې چاینکې ته وکتل چې چاینکه وړه ده او دوی ډېر دي، دا به یې چېرته وشي؟ ویې ویل: دا خو زموږ نه کېږي. ملاصاحب پرې پوه شو چې خلک وړې چاینکې ته اندېښمن دي، نو ور ته یې وویل: وارخطا کېږئ مه، تاسې چې څومره چای څښلی شئ، ویې څښئ، کمېږي نه، خو شرط دا دی چې د چاینکې سر به نه لوڅوئ. دوی په پراټو او چایو ښه ماړه شول، خو چاینکه کې لا هم چای و. یوه لاروي د چاینکې سر پورته کړ، ګوري چې چاینکه کې لا هم چای شته.
بل روایت دا دی چې که به چا تر پلو لاندې په پټه شیان کرپول، نو ده به په خندنۍ ژبه ور ته ویل: هر شی چې خورئ، ښکاره یې وخورئ، دارو مو شه.
ددغه بزرګ سیوری له روحانیت نه ډک و، د روحانیت او اخلاقو د وړانګور شور یې دومره ستر و چې سیمه یې له غل غدو او شر اچوونکيو پاکه وه. په دې برخه کې داروایت دی چې: یوه ورځ یو چا ژرندې ته د جوارو ډک ګوډی راوړی و، ګیدړ د شپې ګوډی سور کړی و، سهار چې د ګوډي خاوند راغی ګوري چې ګوډی سوری دی، نو ملاصاحب ته یې عرض ورساوه، ملا صاحب ور ته وویل: ګیدړ وګورئ، همدلته به چېرته مردار پروت وي، ګوډی نه شي وړلی، کسانو یې شاوخوا پلټله، ګوري چې دده قبر ته نږدې ګیدړ مړ پروت دی.
ددغه روحاني شخصیت د وجود سیوری دومره ستر و چې یو دم به له خلکو پناه کېده، یوه ورځ دی له یو شمېر نورو لارویو سره د غره په ډډه وخوځېد، تر پاچا فرمان کلا پورې دا خلک ورپسې وو چې ملاصاحب چېرته روان دی، تر یو ځایه یې دده سپین آس ولید، اخر ترې د غره په ډډو کې پناه شو.
دی طبیب هم و، رنځوران به ور ته رامات وو، له سینه پورې غاړه په چهارباغ کې یو ډاکتر و، حیات الله نومېده، دغه حیات الله کومې طبي زده کړې نه وې کړې. یوه ورځ ملاصاحب ته راغلی، ملاصاحب چې دده وړتیا ته لیدلي، نو دی یې دم کړی، دعا یې ور ته کړې چې خدای پاک دې لاس وچلوه او دسیمې خلکو رنځونو ته درمل شي، د ملاصاحب په دعا خدای پاک حیات الله ته دومره پوهه ورکړه چې دی یې د خلکو رنځونو ته طبیب کړ، دومره مشهور شو چې کلیوال خو پرېږده، له لرې لرې ځایونو به پر ده خلک رامات وو. خدای پاک ور ته د ملاصاحب د خولې لاړې دارو کړې.
د کابل جلال آباد د لارې مسافر به دده تر قبر او جومات لاندې یخو اوبوته تم کېدل، دلته یوه کوټه اباده وه، یو ملنګ به پکې اوسېده، ملنګ لویې لویې چاټۍ یخې وې، د ملاصاحب په نامه به یې تږو لارویانو ته اوبه ورکولې. د ملنګ هغه کوټه اوس هم شته، خو چاټۍ یې نشته، د قبر سر ته یې جومات هم ودان دی، زله خان وايي: اوس خلک د چاټو اوبه نه څښي، په بوتلو راغلي دي.
دغه روحاني شخصیت اوس تر خړو او سپېرو خاورو لاندې په درانه خوب ویده دی، پر راټول قبر یې بې شماره ګاټي زرغون دي، وصیت یې دا و چې دده قبر دې همداسې ساده وي، یوه وړه شناخته یې سر ته ولاړه ده، همدومره پرې لیکل شوي، لغمان کڅ، ملاصاحب. قبلې ډډې ته یې پلار، کیڼې لاس ته یې زوی او اخوا یې د کورنۍ د نورو غړیو درې قبرونه دي. پر سر یې د عمر خوړلیوغزانو څانګې څانګې سیوری را خپور دی.
له سړکه پورې شمالي ډډې ته یې سمسوره ځمکه ده، د ده د وخت جومات چې د همده پر ځمکه اباد شوی و او ده به خپله پکې امامت کاوه، د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې په پاخه ډول جوړ شو.
ځمکې، ژرنده او جومات یې دا ښيي چې دی، د همدغه ځای و، د ژوند زمانه یې کره نه ده، خو د اویا کلن زله خان په وینا ده دغه روحاني شخصیت په ماشومتوب کې لیدلی و، له ونې لنډ او چابک سړی و، همدلته اوسېده، د سیمې خلک پرې راټول وو، لوړ اخلاق یې لرل، سوله خوښی انسان و. سیمه وال یې شخړې ته نه پرېښودل. همېشته به یې ور ته د یووالي او مینې درس ورکاوه. هر چا به چې څه وغوښتل، ده به ورته پیدا کول، هیڅوک هم دده له درباره بېنوا نه دي تللي.
د وخت سندربولو دی په سندرو کې یاد کړی دی. کجورې ملا صاحب د وخت یو ښه مذهبي نظم ویونکی هم و، پخپل خواږه غږ به یې مذهبي ترانې او نظمونه ویل. سمیع الدین افغاني د سعید افغاني په حواله لیکي چې: دکجورو ملا صاحب په سفرکې دجمعې په شپوکې دیرښه او خواږه اشعار او نعتونه ویل او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور و چې هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم و ،هغه په وعظ کې ژړل په مخ او ګیره به یې اوښکې روانې وې ، دې قصه کوله یو وار داسې پیښه شوه چې د کجورو ملا صاحب دغه ورور په وعظ کې ډیر وژړل خوکله چــــې د وعظ څــــخه خلاص شــــو ، نـــو په يو خاص مجلس کې ورته وویل: وروره دا څومره زیــــات ژاړې ، ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان رسو ي او که نــه زه هم کولی شم چې خپل مړ پلار یاخپله مړه مور را یاده کړم او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
کجورې ملا صاحب له استاد الفت سره هم ناسته ولاړه او خپلوي کړې ده. دا دواړه ډېر خواږه دوستان وو. استاد الفت ور ته د جومات پر بروزو د زده کړې پلتۍ وهلې وه.
د لویو خلکو ناسته ولاړه د سیمې د ښېرازۍ، سوکالي او ابادۍ یوه لویه نښه وي، دغه دواړه روحاني شخصیتونه پر خپلو خلکو او ولس ډېر زهیر وو، هڅه یې دا وه چې په سیمه کې د پوهې ډیوې بلې کړي، هر کور ته د پوهې وړانګې ورسوي. د دوی مبارزه په سیمه کې د پوهې لیتکي بلول او کور په کور ګرځول وو. د دواړو اروا دې ښاده او جنتي وي.