جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهتېرو ۲ میاشتو کې زر افغان ماشومان د زړونو د سوري والي...

تېرو ۲ میاشتو کې زر افغان ماشومان د زړونو د سوري والي له امله مړه شوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )  د افغاني سرې مياشتې ټولنې طالب چارواکي وايي د تېرو دوو مياشتو پر مهال يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.

د دغې ټولنې طالب وياند عرفان‌الله شرف‌زوی وايي چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ ناروغان له درملنې وړاندې مړه شوي او دا مهال ۱۱۰۰۰ ناروغان درملنې ته په تمه دي.

د نوموړي په وينا، يادې ادارې د تېرو ۱۴کلونو پر مهال د زړه سوري ۲۵زره ناروغان د درملنې لپاره ثبت کړي ،چې د څه باندې ۱۲زرو يې درملنه شوې او څه باندې ۱۱۰۰۰ نور يې درملنې ته په تمه دي.

شرف‌زوی وويل: (( د هيواد په کچه د زړه سوري ناروغۍ ډېره شوې او موږ سره ۱۱۰۰۰ناروغان ثبت دي چې ۱۰۰۰ يې درملنې ته په تمه مړه شوي او د روان ۱۴۰۲ کال په لومړنيو دوو مياشتو کې مو ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي ،چې درملنې ته په تمه دي.))

په همدې حال کې يو‌شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، وايي : د بې‌وزلي له امله د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه‌لري.

روغتيا‌پالان وايي، چې د امېدوارۍ پر مهال مور ته د روغتيايي خدمتونو نه رسیدل لامل کېږي، چې ماشومان د زړه سوري کیدو پر ناروغۍ اخته شي.

د يوه خصوصي روغتون د زړه جراح ببرک سعيد‌زاده وايي: (( د زړه سوري پر ناروغۍ د نه اخته کېدو يوه لاره دا ده، چې د افغانستان د ټولو لرې پرتو سيمو خلکو ته بايد روغتيايي خدمتونه ورسېږي او همداراز مېندې بايد د امېدوارۍ پر مهال روغتيايي سپارښتنې عملي کړي.))

  د افغاني سرې مياشتې د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو مياشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۱۱۰۰ ماشومان د هيواد په اتو دولتي او خصوصي روغتونونو کې په وړيا توګه معالجه کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان روغتیایي خدمتونه هم کم شوي، چې اصلي دلیل یې د نړیوالو لخوا د دوی د رژیم نه په رسمیت پېژندل او ورسره په روغتیایي برخه کې هم د مرستو کمیدل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب