پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله مالیې وزارت ته څو نوي ملایان چارواکي وټاکل

ملا هبت الله مالیې وزارت ته څو نوي ملایان چارواکي وټاکل

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د طالبانو نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه تازه حکم کې یو شمېر ملایان د مالیې وزارت لپاره چارواکي ټاکلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دا ګومارنې په دې ډول اعلان کړي:

۱-د مالیې وزارت د عوائدو او ګمرکونو معینیت مخکنی معین ملا محمد ناصر، د مالیې وزارت د سرپرست په توګه.

۲-د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکنی معین ملا عبدالقاهر ادریس، د مالیې وزارت د عوائدو او ګمرکونو معینیت د معین په توګه.

۳- د افغانستان بانک دوهم مرستیال حاجي عبدالقدیر احمد، د مالیې وزارت د مالي او اداري چارو معینیت د معین په توګه.

د طالبانو دا ګومارنې په داسې مهال دي، چې د مالیې وزارت په چارو کې د ملا هبت الله اخندزاده د زیاتو لاسوهنو ادعاوې کیږي.

3 COMMENTS

  1. MULA SAHIB WE NEED A PROJECT FOR ELECTRICITY AND SAVE WATER FOR AGRICULTURE IN NANGARHAR/KUNER/KAMA,
    BUILD A DAME FOR WATER COLLECTION..
    ARE YOU HONEST TO AFGHANISTAN OR DOCTOR NAKAMORA JAPANY,
    WE WILL SEE YOUR HONESTESY FOR AFGHANISTAN IN NANGARHAR.

  2. د تاند له محترمو کارمندانو څخه هیله کوم چی د دغه ځناور عکس په صفحه کښی مه خپروی له دی څخه به ښه ویې چی د یو خینزیر عکس خپور کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب