جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند اردوغان ته د دین د خدمت دعا وکړه

ملا حسن اخند اردوغان ته د دین د خدمت دعا وکړه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د طالبانو د رژيم رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د انتخاباتو په دویم پړاو کې د بریالیتوب له امله مبارکي وویله.

نوموړي په خپل پيغام کې ویلي: ((  ښاغلي جلالتمآب رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د بریا، او د ترکیې د منتخب ولسمشر په توګه بیا انتخابیدو مبارکي وایم، له الله جل جلاله څخه هيله لرم چې ترکیې هیواد ته چې ترکیې هیواد ته  چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي.))

ملا حسن اخند زیاتوي، چې د افغانستان او ترکیې د ولسونو ورورګلوي او دوستي دې همیشه او دوامداره وي.

  اردوغان نن د دغه هېواد په دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثریت رایو له ترلاسه کولو سره د پينځو راتلونکو کلونو لپاره ولسمشر اعلان شو.

د ټاکنو پایلې څرګندوي، چې نوموړي نیږدې پینځه پنځوس سلنه او مخالف سیال یې کمال اوغلو څه باندې پينځه څلویښت سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

4 COMMENTS

  1. دا خو د ښه کار وکړ ملا حسنه
    خو لږ تاسو هم وښورئ او له ملا اردوغان نه زده کړئ ، دوی څنګه خپل وطن جوړ کړ . آیا په ټوله ترکیه کې کوم نارینه یا ښځینه بېسواده شته ؟

  2. اردوغان ښه اوبدو پاسی څه نو ویایم

    خو تو خو دو فاکستون غلام او نوکر یی

  3. کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرامونو ازموينه؛ په لومړي ځل نجونو ته په کې اجازه ورنه کړل شوه
    https://www.bbc.com/pashto/65733453
    کابل کې د قزاقستان بورسونو لپاره رقابتي ازموينه د ښځو له ګډون پرته واخېستل شوه
    https://www.pashtovoa.com/a/taliban-took-entry-test-for-higher-studies-in-kazakhistan-without-woman-students/7112473.html

    من عمل عملاً صالحًا من ذکر او انثی وهو مؤمن فلنحيينه حياةً طيبةً ولنجزينهم اجرهم باحسن ما کانوا يعملون [النحل : ۹۷] ښه ژوند تر ښې/نېکې کړنې ((عمل صالح)) پورې تړلی دی او عمل صالح له زده کړې پرته ناشونی دی. اوسنۍ واکمنه اداره د نجونو او ښځو له عمل صالح او هم د هغوی د دنيوي واخروي له سوکاله ژوند سره له رواني (ذهني) پلوه ناباندې دي.
    د هر واکمن او د هرې واکمنې ادارې يا حکومت دنده دا ده چې خپل اتباع ښه وروزي او نېکعمل ته يې راوبولي نه دا چې د هغوی د روزنې او نېکعمل ته د رابلنې خنډ شي. هره لور او خور و مور که ښه وروزل شي له شک پرته چې اولادونه به مو ښه وروزل شي او پايله به يې دا شي چې ښه او پرمختللې ټولنه او هم به د دنيوي واخروي سوکاله ژوند څښتنان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب