جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهشلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلاوونو خبرداری ورکړل شوی

شلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلاوونو خبرداری ورکړل شوی

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

ياده اداره وايي، په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيا، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، ډايکنډي، پروان، پنجشېر او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې سبا او بل سبا په‌کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو ويره شته.

دغه راز ويل شوي دي چې، د راتلونکو دوو ورځو احتمالي ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

د هوا پېژندنې اداره داسې مهال د سختو ورښتونو خبرداری ورکوي، چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ويلي و، په درې ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او اته ژوبل دي.

افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې د طبیعي پېښو له پلوه ډېر زیانمن دی او سلګونه تنه یې په دې پېښو کې تلف شوي.

د طالبانو رژيم بیا- بیا له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیم د بدلون په برخه کې ورسره همکاري وکړي، خو نړیوال باور لري چې د طالبانو د رژيم د نه په رسمیت پېژندلو په صورت کې به ورسره کار کول ستونزمن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب