جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاردوغان د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

اردوغان د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د ترکیې واکمن ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد په دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثریت رایو له ترلاسه کولو سره د پينځو راتلونکو کلونو لپاره ولسمشر اعلان شو.

د ټاکنو پایلې څرګندوي، چې نوموړي نیږدې پینځه پنځوس سلنه او مخالف سیال یې کمال اوغلو څه باندې پينځه څلویښت سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

د دوی ترمنځ ټاکنې له سختو سیالیو ډکې وې او په نړیواله کچه د پام وړ ګرځيدلې وې.

اردوغان، چې له شلو کلونو راهیسې پر ترکیې واکمن دی، اسلامپال او مخالف یې اوغلو د سیکولر او پر مذهب نه ولاړو سیاستونو پیروي کوي.

د اردوغان په بریالیتوب یو شمېر اسلامپالو افغانانو او په ترکیه کې مېشتو کډوالو ډېره خوښي ښودلې او ویلي، چې د اوغلو له بریالیتوب سره هلته مېشتو افغان کډوالو ته ستونزې جوړیدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب