جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد نښتي ځای ته د حقیقت موندونکي پلاوی پر لیږلو د افغانستان...

د نښتي ځای ته د حقیقت موندونکي پلاوی پر لیږلو د افغانستان او ایران موافقه

تاند(یکشنبه، د جوزا ۷مه) د افغانستان او ایران په پوله کې له پرونۍ نښتې وروسته دواړو خواوو موافقه وکړه چې د حقیقیت د معلومولو لپاره سیمې ته ګډ پلاوی ولیږي.

د افغانستان د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پرون ماسپښین په نښته کې لږترلږه دوه ایراني او یو طالب پوله ساتی وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ایران وايي، دا نښته د ساسولي، حاتم او ماککي د کلیو په شاوخوا کې شوې او په لړ کې یې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل شوی دی.

خو ایران وايي چې له توغندو یې کار نه دی اخیستی.

له نښتې وروسته د افغانستان او ایران د سفارتونو او د دوو خواوو د دفاع وزارتونو ترمنځ تماسونه نیول شوي او همداراز په کابل کې د ایران سفیر او مرستیال یې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د ایران د سرحدي ځواکونو قومانداني وايي چې په دې نښته کې د دوی یو پوله ساتی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. خو  د ایران د فرنټ پېج په شمول ځینو ایراني رسنیو ویلي چې دوه ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

له بلې خوا د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د سیمې عمومي مدیرسید رسول موسوي نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانستان او ایران خلک او نخبګان دې هوښیار وي چې هر ډول نښته د دواړو هیوادونو په زیان ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب