شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهنوازشریف د خبرو په اړه د عمران خان غوښتنه رد کړه

نوازشریف د خبرو په اړه د عمران خان غوښتنه رد کړه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د پاکستان واکمن حکومت او د ایتلافي حکومت ګوندي رهبر نواز شریف د مخکیني صدراعظم عمران خان هغه غوښتنه رد کړه، چې حکومت سره یې د خبرو په اړه کړې ده.

عمران خان په یوه اعلامیه کې د خبرو لپاره وار د مخه یو اووه کسیز پلاوی هم اعلان کړی او ویلي، چې حکومت سره خبرې کوي.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف بیا ویلي، چې خبرې له سیاستوالو سره کیږي، خو عمران خان او پلویانو یې ځانونه د حکومت ضدو لاریونونو پر مهال ترهګر ثابت کړي.

د پاکستان د مرکزي حکومت یوه وزیر هم ویلي، چې عمران خان د خبرو فرصت له لاسه ورکړی.

په عین حال کې، د پاکستان حکومت د عمران خان د حکومت د یو شمېر مهمو وزیرانو سیاسي پاسپورټونه لغوه کړي، چې په دې ډول یې بهر ته د سفرونو مخه نیول شوې ده.

د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره د ګوند د مهمو څېرو د پریکون لړۍ هم چټکه روانه ده.

د پاکستان حکومت د نوموړي ګوند د غیر قانوني اعلانولو پړاوونه هم پيل کړي، چې له دغه ګونده د ډېرو خلکو د پریکون سبب شوی.

2 COMMENTS

  1. نواز شریف نه بلکې شهباز شریف دی.
    نواز شریف لا پخوا له دنیا تللی او مردار شوی.

  2. نواز شریف لا ژوندی دی او په لندن کی ژوند کوي. د نواز شریف ورور شهبازشریف اوس محال د پاکستان لمړی وزیر دی او د حکومت چاری په مخ بیايی خو د مهمو پریکړو لپاره د نوازشریف نه هدایت اخلی. که څه هم نوازشریف د عدالت له خوا څه موده وړاندی نااهل شوی او کومه رسمي ګوندي او دولتی وظیفه نلری خو د مسلم لیګ ن د ټولو مهمو پریکړو سرچینه ګڼل کیږي.

    داسی بریخی چی ملا فضل رحمن چی د عمران خان سرسخت رقیب دی همدا اوس لندن ته د نواز شریف سره خبرو اترو لپاره تللی او یو لوی هدف يی دا دی چی د عمران خان په مقابل کی ددوۍ اتحادی ګوندونه چی مسلم لیګ ن يی په سر کی دی هیڅ نرمی ونه ښايی او د پاکستان د فوځ او حکومت له خوا نور هم سرکوبه شی او د تحریک انصاف ګوند ته د فوځ په ملاتړ دروند زیان ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب