Homeخبرونههند د اقبال لاهوري مضمون له خپل تعلیمي نصاب څخه وایست

هند د اقبال لاهوري مضمون له خپل تعلیمي نصاب څخه وایست

تاند:(یکشنبه، د جوزا ۷ مه) هندوستان له خپل تعلیمي نصاب څخه د پاکستان د ملي شاعر محمد اقبال لاهوري مضمون ایستی.

 پاکستاني لیکوالو په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي، چې اقبال لاهوری یوازې د پاکستان نه؛ بلکې د سیمې په کچه شاعر و.

د اسلام اباد د علي جناح پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو مشر ډاکټر حنیف خلیل ویلي، چې د هندوستان دا کار خپله هندي زده کوونکو او محصلانو ته تاوان رسوي.

د حنیف خلیل په وینا، هغه هېواد باید وویاړي چې د اقبال لاهوري افکار خپلو محصلانو ته تدریسوي.

 ځینې نور شنونکي باور لري، چې اقبال لاهوری له پاکستان سره د تړاو قرباني دی، كنه شاعري یې شرخوښې نه وه او نور هېوادونه هم علاقه ورسره لري.

له بلې خوا اقبال هغه مهال زېږېدلی چې پاکستان لا جوړ شوی نه و او د پاکستان تر جوړېدو مخکې وقات شوی دی. اقبال هیڅ ځای د پاکستان نوم نه دی یاد کړی.

1 COMMENT

  1. خبره خو دا ده چی د کال موسمونه او فصلونه دورانی او تناوبی دی خو سیاسی – اجتماعی حالتونه معمولاً تناوب نلری او په ندرت داسی پیښیږی چی یوه پدیده بیا تکرار سی.
    د څو لسیزو په اوږدو کی ” هند ” ځانته یو منلی او تر ډیره ښکلی دریځ درلود ( حد اقل زموږ د هیواد په وړاندی) امّا هند هم امریکی او روسئی غوندی د مذهبی روحیاتو سره خپله فاصله لنډه کړیده البته د روسیانو مذهبی اووښتون زموږ د سیمی د سیاسی او مذهبی او اقتصادی سمون سره مرسته کولای سی خو د هندیانو او امریکائیانو ( خصوصاً نئو انجیلانو او محافظه کارانو ) مذهبی روحیه د اسلام او عربو د هر اړخیزو ګټو خلاف ښکاری.
    نو
    منظور می دا دی چی :
    دا به یوه ډیره احمقانه او دښمنانه کړنه وی که هندیانو د هندوئیزم د پلیدی ایډیولوژی پر بنسټ په خپل تعلیمی نصاب کی د اقبال لاهوری پر معنوی شتون بندیز لګولی وی. البته غرب هم دا ډول ظالمانه کړنه د روسیانو پر فرهنګی شخصیتونو تحمیل کړیده ( د اوکراین د جګړی په پلمه ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...