سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیایوازې د یوې انرژۍ څښل هم کولی شي چې د زړه د...

یوازې د یوې انرژۍ څښل هم کولی شي چې د زړه د حملې سبب شي

تاند – یوازې یو بوتل انرژي کولی شي چې په ۹۰ دقیقو کې دننه د وینې په رګونو کې داسې تاثیر وکړي چې د زړه حملې ته لاره هواره کړي.

د برتانیا میل ورځپانې د ټېکزاس پوهنتون د څېړونکو د یوې څېړنې په اساس لیکلي، چې د انرژۍ له څښلو څخه وروسته د وینې د رګونو داخلي برخه نرۍ یا کوچنۍ کېږي، چې بیا نشي کولی چې د بدن مهمو غړو ته کافي اندازه وینه ورسوي او په نتیجه کې یې د زړه حمله رامنځته کیږي.

د طبي چارو پوهان وایي، چې دغه حالت په یادو څښاکونو کې د کافیین، تاورین او ډېرې بورې د موجودیت له امله منځته راځي، چې د وینې رګونه له عادي حالت څخه ډېر قبض کوي.

ویل کیږي چې د انرژۍ په یوه بوتل کې ۹ کاشوغې بوره اچوي او د چایو د یوې پیالې څو برابره بوره لري.

پخوانیو څېړنو ښودلې وه چې د رېډ بول، مانسټر، او۵ – هاور انرژیانې چې د نورو انرژي څښاکونو په نسبت یې ډېره ستاینه کیږي د معدې، زړه او اعصابو لپاره د زیانونو سبب کیږي.

میل ورځپاڼې لیکلي، چې د انرژي څښاکونو ډېر څښل کولی شي چې د هضم ناسور (میتابولیک سینډروم) رامنځته کړي.

وروستۍ څېړنه چې انرژي څښاکونه یې د زړه د روغتیا لپاره ټاکو بللی د متحده ایالاتو د ټکزاس ایالت د مک ګورن د طب پوهنځي کې په ۴۴ زده کوونکیو باندې شوې ده چې پایلې یې خورا ګواښونکې بلل شوې دي.

په افغانستان کې یو شمېر خلک انرژي څښاکونه د قوت سرچینه، او ان له تازه مېوې نه هم غوره بولي په داسې حال کې چې څېړونکي دغه څښاکونه د صحت لپاره خورا ناوړه ګڼي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب