جمعه, مې 3, 2024
Homeمیرمنښځه او پښتني ټولنه | عتیق الله ساحل

ښځه او پښتني ټولنه | عتیق الله ساحل

     کله مو فکر کړی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پایلې به په راتلونکو څو لسیزو کې څو چنده خرابې شي؟ یا په دې پوهېږئ چې ښځه د خپلو حقوقو په پوهېدو سربېره بیا هم خپل حق نه شي غوښتی؟ دلته په هغه څه بحث کوو چې زموږ په ټولنه کې ښځینه له خپلو کومو حقوقو محرومه دي.

     یو شمېر کسان دا فکر کوي چې له ښځو څخه په اخیستل شویو حقوقو دوی نه پوهیږي، په داسې حال کې چې هره ښځه د خپلو حقوقو غوښتو ته تر بل هر څه ډېره لېواله ده. دا هغه کسان دي چې ښځه ورته د اولاد وسیله او د کور خدمتګاره ښکاري؛ خو دې ته پام نه کوي چې ښځه مور ده او ښځه هغه څوک ده چې د یوې کورنۍ په جوړښت کې یې شتون اړین دی. له بده مرغه دغه ناوړه دودونه په پښتني ټولنه کې تر بل هر ځای په زیاته کچه تر سترګو کېږي. کوم حقوق او صلاحیتونه چې د اسلام مقدس دین ښځې ته ورکړي نن سبا ټول ترې اخیستل شوي او برعکس تر تهدیدونو لاندې ده.

 

عتیق الله ساحل

   له اسلامي اړخه ښځه کولای شي تعلیم وکړي، خو نن سبا د ښځو ډېره برخه له دې ورکړل شوي حق څخه پاتې ده او ځیني خو لا د ښځو تعلیم یو ډول شرم ګڼي. داسې کورنۍ هم تر سترګو کېږي چې د خپلو لوڼو او خوېندو د تعلیم پرېښودو ته کوچنۍ بهانه لټوي او تل هغه کوچنۍ پېښې ته سترګې په لاره وي کومه چې د دوی د تعلیم د پرېښودو لامل کېږي. د خپلې خور او لور د راتلونکې ژوند په هکله دا فکر نه کوي چې دا به مور کېږي او د دې د تعلیم له کبله به یوه کورنۍ د تعلیم اوبه وڅښي. له ټولنې معلومېږي نن سبا هره ښځه غواړي تعلیم وکړي او د هرې نجلۍ د خیال ښاپېرۍ څو څو ځله خپل ځان د ښوونکې، ژورنالېستې او ډاکترې په جامه کې لیدلی. خو له بده مرغه د ډېری ښځو هغه خیالي نړۍ یې ورانه کړې چې پر حقیقت بدلېدل یې اسانه او یوازې د ټولنې جبر یې پر وړاندې خنډ دی. نه یوازې دا چې بې تعلیمه ښځې تر دې ډول محدودیت لاندې دي بلکې ګڼ شمېر باتعلیمه ښځینه هم تر یو ډول فکري او ټولنیز محدودیت لاندې ژوند کوي. له هغه ډلې د هغو شاعرانو او لیکوالو مېرمنو یادونه کولای شو، چې دوی په خپلو اشعارو یا لیکنو کې د خپلو احساساتو د لېږد پر ځای د نارینه وو احساسات لېږدوي، د ډېری ښځو لیکنې یا شعرونه که ولولو داسې فکر به ونه کړو چې دا د یوې ښځې لیکنه ده. د دوی دا کړنه په ډاګه کوي چې ښځه د نورو محدودیتونو تر څنګ پراخ فکري محدودیت هم لري.

       له تعلیم څخه را پدېخوا هره ښځه د ژوند د ملګري په ټاکلو کې خپلواکه ده، دا سمه ده چې د یوې نجلۍ واک د هغه د ولي سره دی، خو د یوې مشورې حق لري. اوس وخت دا حق ترې اخیستل شوی. چا ته چې د ژوند ملګری بل څوک ټاکي د هغه به خوشحالي چېرته وي! هغه به تعلیم ته څنګه پرېښودل شي! او کومې هیلې چې لري هغه ته رسېدل خو د خوب لیدل دي! د تاوتریخوالي او کورني جنجال یو عمده لامل همدا دی، چې د ښځو د راتلونکي ژوند پرېکړه نور کوي. ښځه چې زموږ په ټولنه کې یو بېوزله قشر دی د خپل وجدان او کورني عزت د ساتلو په موخه له ډېر څه تېرېږي او دا جرأت نه شي کولای چې له خپلو حقوقو دفاع وکړي خو له دې موقع څخه د دوی پلرونه او میندې هم ناوړه ګټه اخلي او د دوی په ورکړل شویو حقونو سترګې پټوي، چې دا کار په لوی لاس د خپلو لوڼو د راتلونکي ژوند خرابول دي. دا ستونزه زموږ په ټولنه له پخوا څخه شته؛ خو دا چې ولې یې د پخوا په پرتله پایلې اوس خرابې دي، ښایي یو علت یې دا وي چې تقاضا د وخت په تېرېدو او بدلېدو تغیر کوي. مخکې د ښځو ژوند تر دې هم محدود و او د خپلو حقوقو د غوښتو په پار یې هېڅ غبرګون نه ښود. خو اوس وخت بدل شوی او څه ناڅه یې دا جرأت پیدا کړی تر څو خپل حق وغوښتلی شي، ممکن دا ستونزه په راتلونکي کې لا خرابې پایلې ولري.

       د دې تر څنګ نن سبا په پښتني ټولنه کې د ښځې پر سر د تجارت مسأله هم ګرمه روانه ده چې په هره سیمه کې یې قېمت معلوم دی او پلرونه یې ورباندې د ولور په نامه بنډل بنډل پیسې اخلي. که فکر وکړو په ټولنه کې د بدمرغۍ تر ټولو لوی لامل همدا دی. نه یوازې دا چې د تجارت وسیله ده بلکې پښتانه د بدیو په ختمولو کې هم ورڅخه ګټه اخلي. جرم ورور یا پلار وکړي خو قرباني خور یا لور ورکوي. خلک د خپل جرم په بدل کې مقابل لوري ته خپله لور یا خور ورکوي، ترڅو د دوی تر منځ بدي له منځه لاړه شي. چې دا کړنه د دیني جرم تر څنګ یو ډېر لوی ټولنیز جرم هم دی.

       زموږ د ټولنې ځينې وګړي په دې عقیده دي چې ښځه په نوره نړۍ کې هم د دې ډول محرومیتونو سره مخ ده، حال دا چې داسې نه ده؛ هلته ښځو ته د دوی د مقام سره سم خپل حق ورکړل شوی او دا د دې لامل شوی چې دوی خپله کورنۍ او ټولنه له ستونزو لرې ساتلې ده. که له چا سره دا فکر پیدا شي، چې په نوره نړۍ کې د امکاناتو په اساس ښځو پرمختګ کړی او خپل حق یې تر لاسه کړی؛ نو هغوی ته په زغرده ویلای شو چې نن سبا زموږ د ټولنې ډېری ښځینه زده کړو ته لاسرسی لري، او دغه راز هر څوک د ښځو د نورو حقوقو په ورکړه کې هم خپلواک دي. زموږ د ټولنې توپیر له نورې نړۍ سره یوازې په دې کې دی، چې هغوی ښځې ته د ښځې په سترګه ګوري او خپل حقوق یې ورکړي دي.

     که څوک غواړي ښه ژوند وکړي او راتلونکی یې له ستونزو سره مخ نه شي، باید ښځو ته خپل حق ورکړي. ښځو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي، د هغه چا په سترګه ورته وکتل شي چې د ټولنې او کورنۍ په سمون کې رغنده رول لري، دا چې ځينې خلک د خپلو اولادونو پر سر پیسې اخلي او یا یې په بدو کې یې ورکوي؛ نو د خپل دې ډول تجارت پر ځای نورې لارې ولټوي او که د خپل ژوند د ملګري په ټاکلو کې پوره خپلواکي نه ورکوي حداقل خو دې د مشورې حق ورکړي. تر څو مو ټولنه له یوه بد او تیاره حالت څخه د روښنایۍ په لور راووځي. دا چاره نه یوازې زموږ د ژوند سمون دی بلکې څه چې په اسلام کې راغلي د هغه پابندي او منل هم دي. د دې ستونزې له منځه وړل د هر مسلمان اسلامي او وجداني دنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب