شنبه, اپریل 20, 2024
Homeروغتیانوې څېړنه: غېږ ورکول ډېره ګته لري

نوې څېړنه: غېږ ورکول ډېره ګته لري

تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې عزیزانو ته خوا ورکول یا په غېږ کې نیول ډېره ګټه لري.

د ټایم مجلې له راپور سره سم، کله چې مو کوم عزیز په سخت حالت کې وي، ممکن بې له دې چې فکر وکړئ غېږ ورکړئ او نوې څېړنه ښيي چې دا کار ممکن دومره زیات اغېزمن وي چې تاسو یې تراوسه تصور نه کاوه.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې له جنجاله یا خوابدۍ وروسته خوا ورکول د انسان پر طبیعت مثبت اغېز کوي او ستریس کموي.

مثبت احساس زیاتوي او منفي کموي.

څېړنه وايي چې په غېږ کې نیول پر نارینه او ښځینه دواړو ښه اغېز کوي.

د کارنیګي میلن پوهنتون د روحي او ذهني ناروغیو او ذهني فشار د مطالعاتو لابراتوار د څېړنې یو لیکوال مایکل مرفي وايي چې دوی له ۴۰۴ تنو سره دوې اوونۍ هره شپه ټېلفوني مرکې کړي، له هر چا څخه یې د نورو پوښتنو ترڅنګ د هغه د طبیعت یا موډ په اړه معلومات پوښتلي، ایا کوم جنجال یې درلود او یا په همدې ورځ چا غېږ ورکړې ده.

دوی ته د څېړنې په پای کې څرګنده شوې چې غېږ ورکول په هر عمر کې پر انسان مثبت اغېز لري.

2 COMMENTS

  1. د دې ګټي خو موږته پیغمبر صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکي فرمایلي دي

    نوید احمد ویب پاڼه, [14.11.18 10:26]
    حضرت انس رضی الله عنه فرمايي:
    كان أصحاب النبي صلی الله علیه وسلم إذا تلاقوا تصافحوا وإذا قدموا من سفر تعانقوا (طبرانی)
    ژباړه: کله چي به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم صحابه و سره لیدل نو د لاس روغبړ یې کاوه او کله چي به د سفره راغلل د غیږي روغبړ یې کاوه.

    کله چي جعفر رضی الله عنه د حبشې د هجرت څخه راغلی نبي کریم صلی الله علیه وسلم د غیږي روغبړ ورسره وکړی او د سترګو په منځ کي يې مچ کړی. (طبراني)

    او کله چي زید بن حارثه مدینې ته راغلی نبي علیه السلام د غیږي روغبړ ورسره وکړی… (ترمذي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب