دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملايانو غونډه په دویمه ورځ هم د برید هدف وګرځول شوه

د ملايانو غونډه په دویمه ورځ هم د برید هدف وګرځول شوه

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ راپورونه وايي، چې په کابل کې د طالبانو په پلوۍ د ملایانو د لوېې غونډې په دويمه ورځ هم د دوی پر لور راکټي بریدونه شوي دي.

 دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې په یاده غونډه کې نن یو ويناوال د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم غږیدلی.

ویل شوي ، چې یاد شوي راکټي بریدونه د مازیګر شاوخوا ۴ بجې تر سره شوي او په ډېر احتمال ځاني تلفات ېې اړولي دي.

عیني شاهدانو ویلي ، چې بریدونه د کوټه سنګي سیمې له يوې دنګې ودانۍ څخه تر سره شوي دي.

سرچینو ویلي ، چې له راکټي بریدونو څخه وروسته سمدستي د طالبانو له لوري د ملايانو د غونډې ګډونوال د لوېې جرګې له تالار څخه لېږدول شوي او غونډه ژر پای ته رسول شوې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ځینو خبریالانو په وینا ، د ملایانو غونډې ته د دوی د نه پریښودلو یو اصلي دليل د داسې پېښو د رسنیز کیدو مخنیوی او ورته خنډ جوړول دي.

 د یادونې وړ ده ، چې د پنجشنبې په ورځ هم ، د ملایانو د لویې غونډې په لومړۍ ورځ یادې غونډې ته نیږدې د بریدونو خبر ورکړل شوی و ، خو طالبانو وویل چې دوه تنه بریدګر او ورته نیږدې یو ملکي وګړی د دوی ځواکونو وژلي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې بيا د یادې سیمې د وسله والو نښتو ویډیو ګانې خپرې شوې وې.

1 COMMENT

  1. دې ده دا په ورځ کې پنځه وار مینځلې غره وغیم ! دی چیرې دی ! مخ ولې نه ښکاره کوي مخ یې د خنځیر دی او که کوم جاسوس دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب