په ژوند کې ټول کارونه داسې دي چې د ګټې تر څنګ زیان او یا د زیان تر څنګ ګټه هم لري. تر هغو چې څوک خطر پر ځان ونه مني، ګټه یې نه په نصیب کېږي. دلته ټول کارونه د انسان په زړورتیا او وړتیا پورې اړه لري، چی څومره کولای شي په خپله زړورتيا او وړتیا سره په کارونو کې د زیان کچه تر وروستي حد پورې راکښته کړي.
په کارونو کې چې په زړورتيا سره زیان ونه مني، د ګټې تر لاسه کول ستونزمن دي. د ایډیال فکر خاوند د کار تر پیل مخکې لومړی ژور فکر کوي، د کار ګټه او زيان سنجوي او کله چې د پیل پرېکړه کوي بیا نو د شک او تردید دروازې تړي او په بشپړه زړورتيا پر مخ ځي او په دې لاره کې په ازاد مټ زیانونو ته هم غاړه ږدي. هوښياران وايي: تر څو چې ښه شا ته لاړ نه شي، اوږد ټوپ نه شي وهلی.
په کارونو کې زړورتیا او ټینګ هوډ په دې مانا نه دي چې د ډبرې په څېر تل پر خپله پرېکړه کلک ولاړ وي او د هېچا سلا مشوره ونه مني. هر څومره چې انسان د نرم او ارام مزاج خاوند وي، په همغه اندازه له خلکو سره په اسانۍ د تفاهم لپاره ګډه ژبه موندلی شي، په ټولنه کې ژوند ورته اسانه، د نورو مرسته او خواخوږي هم په ډېره ساده توګه تر لاسه کولای شي.
رحمان بابا وايي:
«ځان ژوندی په ځمکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه»
په ټولنه کې ژوند کول دې ته اړتیا لري چې پر ځان د نورو باور تر لاسه شي. دا کار په هغه صورت کې تر سره کېدی شي چې سړی د یوه کار په اجرا کې صادق وي، تل له درغلۍ ډډه وکړي او پر خپل وخت د کار رپوټ په ښه او روڼ شکل خپلې مرجع ته ورکړي.
د دې تر څنګ یو چا ته د کار د سپارلو پر وخت پر هغه کس د باور تر څنګ کنټرول کول هم ډېر اړين دي. د کنټرول مانا د بېباورۍ په مانا نه دي، بلکې په کار کې د لا پرمختګ او مرستې سبب ګرځي. یو روسی متل دی وايي:« باور وکړه، خو کنټرول هم له یاده مه باسه.»
په مشورو ور کولو او له نورو څخه د مشورو اخیستلو پر وخت دقت، پر خبرو د ځان پوهول، د مقابل لوري په ژبه او په ساده توګه مشوره ورکول د بریا لارې دي. که مو د نورو مشورو ته په دقت غوږ ونیوه او د هغه په خبرو کې مو بېځایه لټون ونه کړ، بې له شکه تاسو به ښه مشوره اخیستونکي یاست. د دې تر څنګ نورو ته د مشورو ورکولو پر وخت که مو د هغه په ژبه خبرې وکړي، تاسو به په ډېر ښه او اسانه شکل خپل پيام مقابل لوري ته لېږدولی وي، په دې صورت کې به تاسو د ښه مشوره ورکونکي مقام تر لاسه کړئ.
د یوه ایډیال کس جوړېدلو او په ټولنه کې د لوړ شخصیت مقام لاس ته راوړلو په برخه کې امانتداري، د یوه چا د عیب پټول او د اسرارو ساتل ستر رول لوبوي.
یو عامیانه خبره ده چې وايي:« چې امانت ځمکه هم نه خيانت کوي.» د امانت ساتل د اسلام په سپيڅلي باور کې هم ستر مقام لري. څوک چې امانت خیانت کړي هغه په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي او بیا هېڅوک ورته د باورمن او امانتدار کس په سترګه نه ګوري. د دې تر څنګ د یو چا د عیب پټول زموږ د سپېڅلي باور له مخې لوړ مقام لري وايي: که د چا یو عیب دې پټ وساتلو خدای تعالی به ستاسو سل عیبونه پټ وساتي. په عادي ژوند کې په ځانګړې توګه په پوځي ژوند کې د اسرارو پر ساتلو تل ډېر ټینګار شوی دی.
که چېرې دښمن پوځي اسرارو ته لاسرسی ولري بیا په جګړو کې بریا حتمي د هغوی په برخه ده. په پوځ کې څوک چې ډېرې خبرې کوي هغه ته هېڅ وخت د کشف او استخباراتو دنده نه ورکول کېږي. داسې کسان تل یا سیاسي مرستیالان او یا د مبلغينو په برخه کې په دندو ګمارل کېږي. ځکه د داسې کسانو ژبه په خپل واک کې نه وي او تل ډېرې خبرې کوي او د خپلو خبرو له امله په لومه کې بندېږي.
عبدالقادر خټک وايي:
«ژبه عادت کړه په ښو خبرو
خبرې ښې دي، ښې تر شکرو
د خوند مثال يې شکرې وایم
قدر يې ډېر دی تر مرغلرو»
د کشف او استخباراتو دنده هغه چا ته ورکول کېږي چې بې له اړتیا یوه خبره هم له خولې نه راباسي او تل خپله خوله په کنټرول کې ساتي چې د ده د بریالیتوب په برخه کې ډېره مرسته کوي، ځکه وايي:« خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.»
د اسرارو او رازونو ساتل د ژوند په ټولو برخو کې اهمیت لري. په یوه کمپنۍ، په یوه شرکت، په ګډ کار، په کارخانه او حتی په رفاقت کې هم ډېر رول لري. ځکه امانتداري او د اسرارو ساتل په ټولنه کې د يوه کس شخصیت لوړوي او د خلکو په منځ کې د بشپړ باور وړ ګرځي.
خوشال بابا وايي:
«ژبه بنده کړه له ګفتاره
لاس خوندي کړه له ازاره
نور غم نه شته نه اندوه شته
فراغت ګرځه بې ازاره»
د یوه ایډیال کس لپاره افراط او تفريط دواړه د منلو وړ نه دي. د اسلام په سپېڅلي دین کې هم پر اعتدال ټینګار شوی دی. اعتدال په ډوډوۍ خوړلو، کار کولو، خوب کولو، په خوښیو او غمونو، په سیاست او حتی په مينه کولو کې اعتدال ضروري او لازمي دی.
لس، دوولس ساعته خوب سړی ټنبل او درې، څلور ساعته خوب سړی له پښو غورځوي. دلته اعتدال په کار دی یانې نه به سیخ سوځئ او نه کباب. که له اعتدال کار وانه خیستل شي هم به سیخ سوی وي او هم به کباب له منځه ځي.
د اعتدال تر څنګ په ژوند کې رښتینولي او له درواغو د ځان ساتل د یوه ایډیال کس ځانګړنه او د بریا لاره ده. څوک چې په ژوند کې رښتینی نه وي او تل يې چل ول او د خلکو غولول عادت وي، خپل باور له لاسه ورکوي او ټول خلک يې د يوه درواغجن په نامه پېژني او په خبرو يې باور نه کوي. که هر څومره ځان ستړی کړي ځای ته نه رسېږي لکه چې وايي:« هندو ستړی خدای ناراضه.»
او یا لکه چې خوشحال بابا وايي:
«د کاذب ژبه په خوله وچه ښه ده
لکه توره د لرګي وي په غلاف»
په ټولنه کې نورو ته درناوی کول، پر خپلو ژمنو وفا او هر څه ته د ارزښت په سترګه کتل هم د خدای تعالی رضایت حاصلېږي او هم انسان د شخصيت لوړو پوړيو ته رسېږي او بریا يې تل په برخه وي.
وايي، د نورو درناوی وکړه هغه به حتمي ستا درناوی وکړي او یا د چا دېوال په ګوته مه وهه، هغه به ستا دېوال په لغته نه وهي.
لکه چې خوشحال بابا وايي:
«د مرد چې نه وي لمن خيرنه
پاک وي په ژبه، پاک وي په ژمنه
که زر بلا وي، اندوه يې نه شته
فرشتې به واړوي بلا له ده نه»
مشرانو، عالمانو، کوچنیانو، ګاونډيانو، په ټوله کې انسانانو ته د درناوي په سترګه کتل په ټولنه کې د سړي قدر زیاتوي او په بريا کې ورسره مرسته کوي، ځکه نورو ته درناوی، پر ژمنه عمل کول، وخت ته اهمیت ورکول او په پرېکړو کې جديت او بيا د پرېکړو عملي کول د یوه ښه، باوري او بريالي انسان کار وي.
د اوبو په څېر د هر لوښي رنګ نیول د بریاليو کسانو کار نه وي. پر خپلو ژمنو ټينګ پاتې کېدل او د يو ثابت دريځ غوره کول د ژوند په هره برخه کې د یوه کس شخصیت ته ګټه رسوي او له هغه یو ایډیال او بریالی شخص جوړوي.
خوشحال بابا وايي:
«چې سل په زړه لري یوه په ژبه
هغه دې پرېوځي په لويه تبه
چې زړه او ژبه سره يو رنګ لري
هغه به خلاص شي له معایبه»
حضرت علي« رض» وايي:
«د دوه مخو خلکو ژبه خوږه، خو زړه يې تريخ وي.»
پایله دا چې د یوه ایډیال او بریالي کس له پاره په ژوند کې ښه خوی، پر ځای زړورتیا، په سمه او پاکه توګه د کارونو سر ته رسول، دقت، پاملرنه، امانت، د اسرارو ساتل، رښتیا ویل، له درواغو پرهېز، نورو ته درناوی، وفا، خپلو ژمنو ته ژمن پاتې کېدل، جدیت او اعتدال ډیر اړين دي، بې له دې هېڅوک د ژوند لوړو پوړيو ته نه شي پورته کېدی او بریا يې نه په برخه کېږي.
داسې کسان په لنډ مهاله توګه کولای شي چې د خلکو په سترګو کې شګې واچوي، خو په پای کې رسوا کېږي او خپل باور له لاسه ورکوي. لکه چې وايي:
« ملخک یکبار جستی، دو بار جستی اخر به دستی.»