شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: له دې وروسته د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري...

امرالله صالح: له دې وروسته د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري نه کوم

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې له دې وروسته د سهار د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري نه کوي.

صالح زیاته کړې چې له دې وروسته د شپږ نیمو بجو ناستو مشري نه کوي، ځکه د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څو میاشتې مخکې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږ نیمو بجو ناستې یې پیل کړې څو د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سمون راولي.

د نوموړي له لوري د کابل ښار امنیتي مسوولیت تر اخیستو وروسته که څه هم وسله والې غلاوې تر یوې اندازې کمې شوې خو نه یوازې دا چې په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رانغی برعکس امنیتي پېښې لا زیاتې شوې.

تېره میاشت ولسمشر اشرف غني ویلي وه، د شپږ نیمو بجو فرهنګ به د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د کابل د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي ناسته کې کړي وي او زیاته کړې یې وه چې له ستراتيژيک پلوه ددې غونډو لاسته راوړنې او تګلاره باید بېرته د نه راګرځېدو وړ وي.

ولسمشر غني زیاته کړې وه: « زما په اند د شپږنيمو غونډې به هېڅکله ونه درېږي. که کومه ورځ امرالله صالح ورڅخه شا ته شو؛ نو زه به پخپله دوام ورکوم. دغه کلتور باید بند نشي. ډېر ژر به د یوه ځانکړي حکم له مخې د شپږنيمو د غونډو کلتور په ټولو ولايتونو کې عملي او په امنيتي تړون کې شامل شي چې په وروستۍ مرحله کې به د افغانستان په ټولو ادارو کې لازمي شي. د دغه حکم مسوده تاسو چمتو کړئ.»

د یو شمېر کابل ښاریانو په وینا چې د یادو غونډو له جوړېدو سره سره بیا هم د کابل امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی.

د شپږ نیمو بجو غونډې هره ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د هغه په دفتر کې د بېلابېلو ادارو د چارواکو په ګډون د روان کال د میزان میاشتې له ۲۶ راهیسې وروسته له هغه جوړېدله چې د کابل امنیتي چارو مسؤلیت د ولسمشر په امر امرالله صالح ته وسپارل شو.

په دغو غونډو کې د امنیت او ځینو نورو مسایلو په تړاو بحث او پرېکړې کېږي.

که څه هم په لومړیو کې خلک ددې ناستو څخه راضي و، خو اوس په دې نظر دي چې دې غونډو د کابل ښار د امنیت چارو په سمون کې هېڅ رول نه دی لوبولی. چاودنې، د اختطاف او هدفي وژنو پېښې لا پسې زیاتې شوي دي.

کابل ښاریان وروستي امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او آن یو شمېر خبریالان او مدني فعالان جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نژدې وروستیو دوو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان، د مدني ټولنې استازي، قاضیان، ډاکتران او ځیني نور کسان د هدفي بریدونو ښکار شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب