دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاتمر: هیله ده د ترکیې ناسته به په افغانستان کې د سیاسي...

اتمر: هیله ده د ترکیې ناسته به په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره ښه پایله ورکړي

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هیله ښودلې چې د ترکیې ناسته به په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره ښه پایله ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي اتمر دا څرګندونې نن یکشنبه له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په ټلیفوني خبرو کې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د آسیا زړه – استانبول پروسې او د ترکیې په کوربه توب د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو د ترسره کېدو په هکله خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربه توب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجنډا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلا مشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه کېږي د ترکیې ناسته به د اوربند خوندي کولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم یوه سیاسي حل ته د رسېدو په لور یو مثبت ګام وي.

ښاغلي اتمر همداراز د آسیا زړه – استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو نهمه ناسته د افغانستان د سولې مذاکراتو د دويم پړاو لپاره د مشورو او چمتووالي لپاره، ښه فرصت وباله.

ټاکل شوې ده چې د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزيرانو نهمه ناسته د مارچ په آخر کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ټلیفوني خبرو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په جلا جلا درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب