دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په کابل کې د وزلوبې معیاري لوبغالی جوړېږي

په کابل کې د وزلوبې معیاري لوبغالی جوړېږي

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) ولسمشر اشرف غني د مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د یو معیاري لوبغالي جوړېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن سهار په چهارچنار ماڼۍ کې د وزلوبې لیګ دویم پړاو ګډونوالو او نېزه بازانو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د یو شمېر نورو چارواکو ترڅنګ د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي هم ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس اسماعیل میاخیل وویل چې د وزلوبې سږني لیګ کې له ۳۰۰ څخه زیاتو چاپ اندازانو په ۱۶ لوبډلو کې ګډون کړی و.

سرچینه وايي ولسمشر غني د کندهار او کندز لوبډلو ته چې سږ کال یې د وزلوبې اتلولي ګټلې وه مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې وزلوبه او نېزه بازي د محوه کېدو پر ځای  په ملي ورزشونو بدل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، « جمهوررئیس مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د یو معیاري لوبغالي جوړېدو په موخه د کال په منځ کې بودجه په پام کې ونیسي او د ملي المپیک کمېټې رئیس یې موظف کړ چې د وزلوبې د لوبغاړو او اسونو د بیمه کولو لپاره سرچینې په نښه کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب