دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین له یوه وسله وال برید روغ وتلی

منظور پښتین له یوه وسله وال برید روغ وتلی

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتين او د هغه په ملګرو بريد کړی چې نوموړی او ملګري یې له دې برید روغ وتلي.

د راپورونو له مخې، پښتين هغه مهال د بريد ښکار شو چې هغه او ملګري يې د بټګرام نومي سيمې ته تللي وو او کله چې بېرته راتلل د مانسيره ټول پلازه کې یې پر موټر ناڅرګندو وسله والو چې سپنې جامې يې پر تن وې د ډبرو حمله وکړه.

سرچینې وايي له دې سره هم مهاله هوايي ډزې وشوې، خو پښتين او ملګري يې راغونډ شول او د پېښې له ځايه ووتل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې په دې برید کې چاته زیان نه دی اوښتی خو د دوی په خبره دا په سپینه جامه کې د ریاستي ادارو د مامورینو کار دی.

د دغه غورځنګ غړیو پر پاکستاني ادارو په ځانګړې توګه ای اس ای تور پورې کړی دی چې تل یې د سوله ییزو او بې وسلې امن غوښتونکو پر وړاندې ورته ګامونه پورته کړي دي.

هغوی خبرداری ورکړی دی چې دوی به پر دې پېښه چوپ پاتې نه شي او له پاکستاني ریاست څخه به د دې ناوړه عمل پوښتنه خامخا کوي.

په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې پر پښتين بريد پر ټولو پښتنو بريد دی.

منظور پښتين بیا نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دی او ملګري یې ښه دي، « د مظلومو خلکو دعاګانې له موږ سره دي ، زما ملګری او زه خوندي یو.  ستاسو پیغامونه را روان دي ، زه ستاسو د مینې  پوروړی یم.  رياست به د خپل طرفه موږ ته د زيان رسولو  هره هڅه وکړي خو موږ به د خپل دریځ څخه یو انچه هم شا نه شو او د حق خبره به  کوو. پي ټي ايم زنده باد.»

که څه هم ددې برید مسؤلیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی، خو پښتین یې پړه پر پاکستاني حکومت اچولې ده.

باید وویل شي چې دا لومړۍ ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر او غړو بريد کېږي، بلکې له دې مخکې هم څو څو ځله د ياد غورځنګ پر پلويانو، غړیو او مشرانو د مرميو بريدونه شوي چې دوی یې پاکستاني استخبارات او حکومت مسؤل بللی.

1 COMMENT

  1. لوګی مارچ 14, 2021 At 4:18 pm
    په پښتون اولس په رڼا ورځ د ووژني ګذارونه د پاکستاني عسکري اداري آ اس آ له خوا کيږي ټوله نړي او سياستوال يي غلي ناست دي ننداره کوي.
    د پاکستاني عسکري اداره آ اس آ داسي خيال کوي که چيرته دوي د پ ټ ام مشران شهيدان کړي نو په پاکستان کي به دد غورځنګ اواز غلي شي دا به د پا کستان د واکدارانو خوب ليدنه وي ځکه چه دا خوځښت د پاکستان دد شومو اعمالو نتيجه ده نو ځکه به پ ټ ام دا پښتني خوځښت ځلانده پاتي وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب