دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د هدفي وژنو او چاودنو په تور۱۹ تنه نیول شوي

ننګرهارکې د هدفي وژنو او چاودنو په تور۱۹ تنه نیول شوي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۲۴) د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، د ملي امنيت ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په دې ولایت کې۱۹ تنه د هدفي وژنو، چاودنو او نورو ترهګرو بريدونو په تور نیولي دي.

والي ضیاءالحق امرخېل په همدې اړه جوړ شوي کنفرانس کې وویلې ، چې په نيول شويو کسانو کې ۴ تنه د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړي دي.

نوموړی زیاتوي نیول شوي طالبان د مولوي حبیب الله مشهور په خالد اړوند کسان دي.

امرخېل وايي یاد کسانو څه موده وړاندې د سولې د تړون په پنځه زره کسيز لېست کې له بنده ازاد شوی وو.

هغه وویل، چې ۷ نور کسان د دې ولایت په شینوارو ، بهسودو ، سره رود ولسواليو او جلال اباد ښار کې د ترهګریزو پېښو پرمهال نيول شوي دي.

والي وايي دغه راز پنځه نور یې بیا په جلال اباد ښار، سره رود او بهسوو ولسواليو کې له وسلو سره نیول شوي دي.

امرخېل زیاتوي چې له یاد شمېر نیول شویو کسانو سره د درنو او سپکو وسلو ترڅنګ د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوي درې واسکټه هم نیول شوي دي.

دا کسان داسې مهال نیول کېږي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو او نا امنۍ سخت زور اخیستی چې عام خلک یې هم اندېښمن کړي دي.

والي که څه هم جلال اباد ښار کې د امنيتي وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای ګڼي خو ډاډ ورکوي چې ژر به حالت کنټرول او د ورانکاره فعالیتونو مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب