دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان لوبډلې له زمبابوې د لومړۍ لوبې غچ واخیست

افغان لوبډلې له زمبابوې د لومړۍ لوبې غچ واخیست

تاند (شنبه، د حوت ۲۳) د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دوهمه ټېسټ لوبه کې افغانستان زمبابوې لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه چې روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پيل شوې وه نن د مارچ په ۱۴ مې نېټې پای ته ورسېده.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه .

لومړۍ پاڼۍ:

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې کړې وې، چې بيا يې خپله پاڼۍ ختمه کړه او زمبابوې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي غبرګه سليزه ووهله او ۲۰۰ منډې یې وکړې،  اصغر افغان ۱۶۴ او دغه راز ابراهیم ځدراڼ ۷۶ منډې جوړې کړې وې.

زمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ منډې وکړې او د فالو آن ښکار شوه.

زمبابوې لپاره سکندر رضا تر نورو ډېرې ۸۵ منډې کړې وې.

افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې راشدخان ۴ او امیر حمزه بیا ۳ او سید شيرزاد هم ۲ لوبغاړي سوځولي وو.

دوهم پاڼۍ:

زمبابوې لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې بیاهم کمزورې ښکاريده خو وروستیو لوبغاړو له سترې ماتې وژغورله.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۵ منډې جوړې کړې.

سین ویلیمس ۱۵۱ و تریپانو بیا خپلې لوبډلې ته ۹۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

زمبابوې افغان لوبډلې ته د ۱۰۸ منډو هدف په مخ کې کېښود.

افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۴  لوبغاړو په سوځېدو په ډېرې اسانۍ پوره کړ او بریا یې په خپل نوم کړ.

په دوهمه پاڼۍ کې هم افغان ګوګلي ماسټر راشدخان غوره توپ اچونه وکړه او د زمبابوې ۷ لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز سیدشېرزاد، جاوېداحمدي او حمزه هوتک ۱ـ۱ لوبغاړي وسوځول.

راشدخان په دواړو پاڼیو کې د زمبابوې ۱۱ لوبغاړي وسوځول خو حشمت الله شهیدي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له زمبابوې نه په ستر توپير ماتې خوړلې وه.

دواړه لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مږ نېټو درې شل اوره لوبې هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب