دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د سولې په تړاو د امریکا د طرحې لپاره باید...

عبدالله: د سولې په تړاو د امریکا د طرحې لپاره باید روښانه دریځ ولرو

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې جوړېدونکې غونډې لپاره باید روښانه او واضح دریځ ولرو.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د یادې شورا د رهبرۍ کمېټې په پنځمه ناسته کې د خبرو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې موږ باید د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې ناستې چې په نژدې راتلونکې کې به پیل شي روښانه او واضع دریځ ولرو.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ولسمشر د دواړو مرستیالانو په ګډون یو شمېر افغان سیاسیونو او چارواکو هم برخه درلوده.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام وویل، د بحثونو له طرحې وېره نه لري، خو په وینا یې د افغان حکومت او خلکو برحقه غوښتنې باید روښانه شي.

سرچینه وايي، د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د سولې اهمیت او ضرورت ته په کتو په ټینګار سره وویل چې په هېواد کې د سولې ټنګښت په برخه کې له هر ګام څخه هرکلی کوي او زیاته یې کړه چې د سولې د ټنګښت او بریا لپاره افغان دولت ټینګه او استواره اراده لري.

سرچینه زیاتوي د غونډې ګډونوالو وویل، د سولې بحث د افغانانو او افغان دولت له لورې مطرح شوی، افغان سوله سیمه ییزه او نړیواله جنبه لري او په وینا یې چې د سیمې او نړۍ صادقانه هڅې د دې پروسې بریا تضمینوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د ناستې ګډونوالو دغه راز د سولې پروسې د سرعت، د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر تقویت، د یو سرتاسري او تلپاتي اوربند په ټینګېدو، د تاوتریخوالي په ختمېدو او د یوې تلپاتې، باعزته او ټولشموله سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب