Homeداسې هم شتهداسې سیمه چې خلک یې شخصي الوتکې کاروي

داسې سیمه چې خلک یې شخصي الوتکې کاروي

تاند ( یکشنبه، د کب ۲۴)  نړۍ ډېری هېوادونه د چټک پرمختګ په هڅو کې اوس تر دې ځایه رسېدلي چې نږدې هر کار په سهولت کې تر سره کوي.

د امریکا په متحد یالاتونو کې د کالیفورنیا ایالات د کیمرون اییر پارک نومي سیمه اوس د موټرو د پارک پر ځای د کوچنیو او لویو الوتکو په پارک بدله شوې ده.

ددې سيمې ډېری اوسېدونکي اوس خصوصي الوتکې لري.

د هرې کورنۍ اقتصادي حالت تقريباً ښه دی، خو د خپل اقتصادي مطابق الوتکې کاروي او اخلي يې.

د معلوماتو له مخې دلته ۱۲۴ کورونه شتون لري، چې ۱۰۴ کورنۍ یې یوه خصوصي کوچنۍ “پروپیلر” الوتکه لري.

دا سیمه د موټرو او الوتکو ګډ سړک/ ځغاست لیکه لري.

جالبه یې دا ده، چې د الوتکې د کېناستو لپاره د نظم کوم سیستم نشته، خو په ورته مهال هېڅ ډول د الوتکې د ټکر، غورځېدو کومه پېښه هم لا درج شوې نه ده.

د دې کورنیو دولتي کسان خپلې دندې د تګ او له یوې سیمې بلې ته د تګ پر مهال تر ډېره له الوتکو کار اخلي.

د همدې سهولتونو پر اساس اوس که هر څوک په یاده سیمه کې کور اخلي، نو له ۱،۵ مېلیون نیولې، بیا تر ۲ مېلیون ډالر پرې لګښت راځي.

یاده سیمه یوه تاریخي مخینه لري، چې ډېری کورونه یې د دوهمې نړۍ والې جګړې د پیلوټانو له خوا جوړ شوي او له همدې کبله یاده سیمه کې کورونه لوړ قېمته اوسېدل پکې له هر اړخه جالب دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...