دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد حکمتیار او سراج الحق لیدنه؛ بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه...

د حکمتیار او سراج الحق لیدنه؛ بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره باید بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

نوموړي دغه څرګندونې پاکستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له تګ سره سم کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د مطلوبې سولې او ثبات لپاره یو داسې دولت ته اړتیا ده چې په رښتینې توګه د خلکو استازولي وکولی شي.

نوموړي ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله د طالبانو او حزب اسلامي د دریځ ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه هر څه ژر باید له دغه هېواده څخه ووځي، تر څو په خبره یې د سولې راتګ ته زمینه برابره شي.

د جماعت اسلامي پاکستان ګوند مشر چې په لاهور کې د ګلبدین حکمتیار کوربه دی دغه راز ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به دا فرصت هم برابر کړي څو افغانان په خپله د خپل هېواد د سیاسي راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي.

سراج الحق د سولې لپاره د حزب اسلامي او طالبانو له هڅو ستاینه او ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا په ګډون نور نړیوال ځواکمن هېوادونه باید د افغانستان د بیارغونې لپاره مرستې وکړي.

بله خوا پاکستان ته د حکمتیار دې سفر چې هلته یې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره لیدلي او دغه راز یې تېره ورځ په لاهور کې یوه ناستې ته وینا کړي، د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د حکمتیار یوه عکس ته چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي د جان اغا بهار په نوم یوه کس ورته لیکل، «هغسې مسکی دی. دا پټو نه دی، بلکې د لعنت طوق دی؛ خو چې ته پرې پوهېدای.»

د پشتنه نثار په نوم یوې بلې افغان مېرمنې د حکمتیار یوه بل عکس ته داسې لیکلي، «اوریا مقبول د پاکستان استخباراتي شنونکې ده لیکلې، یې دي مدتو نه باد مې هغه شخص سره لیدنه وشوه چې د روس خلاف یې افغانستان کې د پاکستان د بقا لپاره جنګ وکړ. ایا د حزب اسلامي غړي  د دې سړې دې خبرې سره متفق دي او که نه ؟ ایا دوې د افغانستان د پاره جهاد ړې که د پاکستان د بقا له پاره په دې؟ که ورسره  متفق نه وي باید خپل غږ وباسئ.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب