دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+څنګه د اندروید (موبایل) پروګرام لیکلی شو؟

څنګه د اندروید (موبایل) پروګرام لیکلی شو؟

ژباړه: حسیب الله افغان

څنګه کولی شو چې له ځانه د اندروید پروګرام لیکونکی جوړ کړو؟ د دې سوال ځواب په څو ټکو کې وړاندې کوم.

مهم ټکي:

1: هیڅوک هم نړۍ ته پروګرام ليکونکی نه دی راغلی حتما به یې کوښښ کړی وي چې کامیابۍ ته رسېدلي.

2: هیڅکله هم ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. ځکه امکان لري چې یوه ورځ تاسو له نوموړي کس څخه ډیر پرمختګ وکړئ.

له ځانه د اندروید (موبایل) پروګرام ليکونکی (Android Developer) جوړولو لاره:

اول: هغه ویډیويي درسونه وګورئ چې په عملي ډول (Project Base) کار پکې شوی وي. هغه ویډیويي درسونه چې ټوټه ټوټه ډول باندې وي ونه ګورئ، ځکه مخکې له دې چې زده یې کړئ تاسې ګنګس کوي، چې څنګه او چېرته له‌ دې درس څخه استفاده وکړم، نو کوښښ وکړئ چې لومړی عملي پروژې وګورئ تر څو پروګرام لیکنه درک‌ کړئ. او وروسته که ټوټه ټوټه درسونه هم وګورئ نو ستونزه نشته.

دوهم: د پروګرام ليکنې (Programming ) له زده کولو او درک کولو وروسته بهتره ده چې په انټرنټ کې د مختلفو موضوګانو په اړه مطالعه وکړئ. که انګلیسي مو زده وي نو بهتره ده چې په انګليسي مطالعه وکړئ.

دریم: بعضی خلک فکر کوي چې پروګرام ليکنه باید حفظ شي دا پداسې حال کې چې ترڅو ترې مفهوم وانخلو زده به مو نشي.

ولې باید حفظ نشي؟ ځکه:

2*2=4

د پورته سوال ځواب 4 دی دا کولای شو په اسانۍ سره حفظ کړو، خو که چېرې:

28345*63433=؟

اوس څنګه کولای شو چې حفظ یې کړو؟ ځواب: نه !

باید پروګرام لیکنه په ريښه یي ډول درک کړئ او مفاهيم یې له اول نه په اساسي ډول زده کړئ، 

کنه بریالیتوب ته به نژدې اوسئ ددې په ځای چې نور پرمختګ وکړئ په شا تګ به وکړئ.

 څلورم: وروسته له زده کړې بهتره ده‌ چې د نورو خلکو پروژې Source Codes وګورئ تحلیل او تجزیه یې کړئ چې هغوئ په کوم ډول پروګرام لیکلی او وروسته له بررسئ تجربه لاسته راوړئ.

پنځم: دا چې د کار په لومړیو مرحلو کې یاستئ نو امکان لري چې په پروګرام لیکنه کې له ځينو ستونزو Errors سره مخ شئ، نو مه ډاريږئ، ځکه برنامه ليکونکي له ستونزو نه ډاريږي او په حقيقت کې همدا ستونزې دي چې دوی یې یو ښه پروګرام ليکونکی جوړ کړی دی.

 شپږم: په ځان باور ولرئ او له پروګرام لیکلو مه ډارېږئ.

اووم: د الګوريتم زده کول یو له مهمو برخو څخه ده امکان لري چې په ټول انټرنټ کې وجود ونه لري. الګوريتم يعنې د يوې خاصې مسلې لپاره حل لاره د پروګرام ليکونکی یو فکر چې یو نوی فکر عملي کړي.

اتم: فکر کول او په انټرنټ کې پلټنه 

اکثر خلک په انټرنټ کې پلټنه نه شي کولای. دا پداسې حال کې چې د StackOverFlow وبسایټ ټولې موضوعګانې او ستونزې حل کړي، که دا وبسایټ نه وای نو سافټویر به موجود نه وای.

نهم: وروسته له زده کړې بهتره ده چې خپله په يوې پروژې باندې کار شروع کړئ، که د يوې پلورنځي لپاره وي ډیر به ښه وي. هيڅ پروګرام ليکونکی چې ترڅو په خپله په يوې پروژې باندې کار ونکړي، پروګرام ليکونکی نه شي جوړېدی.

لسم: په خپل ځان پانګونه وکړئ.

یوولسم: له تجربه لرونکي کسانو سره ارتباط ولرئ نه له هغو خلکو سره چې د بریالیتوب فکر ورسره نه وي.

دولسم: هغه کسان چې تاسې نا امیده کوي ورنه لرې اوسئ. سور خط

دیارلسم: تاسو به بریالي شئ کله چې خپل وخت او انرژي پدې لاره کې مصرف کړئ.

مطمين اوسئ چې خدای به هم درسره مرسته وکړي چې هدف مو نیک وي.

همدااوس یې پیل کړئ.

بريالي اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب