جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه کابل کې دوو چاودنو لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۲ ژوبل...

په کابل کې دوو چاودنو لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۲ ژوبل دي

تاند(یکشنبه، د حوت۲۳) په پلازمېنه کابل کې نن دوې زوروې چاودنې وشوې.

لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودونو کې لږترلږه ۲ موټرونه ویجاړ شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د نن شپې په چاودنو کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

پامنیتي چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

لومړۍ چاودنه د ښار په درېمه حوزه کې د سرکارېز په سیمه کې وشوه، ورپسې بله چاودنه په شپږمه حوزه کې شوې ده.

تر دې وړاندې په هرات او میدان وردک ولایتونو کې دوې خونړۍ چاودنې وشوې.

تراوسه پورې کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دولتي چارواکي وايي چې دا بریدونه طالبان کوي.

نن په غزني او ننګرهار کې په دوو هدفي بریدونو کې د برښناشرکت یو ساتونکی او د محکمې یو کمپیوټرکار ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...