دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو له لنډمهال حکومت سره مخالفت وکړ

طالبانو له لنډمهال حکومت سره مخالفت وکړ

تاند(یکشنبه، د حوت۲۳) د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی په افغانستان کې د لنډمهال حکومت د جوړېدو په اړه د امریکا د وړاندیز ته بدبیني ښکاره کړه، ویې ویل چې تجربو ښودلې چې دا ډول حکومتونه اغېزمن نه دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، محمدنعیم وویل، د دوی په باور د افغانستان ستونزه د یوه غښتلي مرکزي حکومت په وسیله، چې د اسلامي نظام د پلې کولو وس ولري، حل کېدای شي.

امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانستان له ولسمشر، طالب مشرانو او یو شمېر سیاستوالو سره د یوه موقت حکومت، چې طالبان په کې برخه ولري، یوه طرحه شریکه کړه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم له دې ډول حکومت سره په ضمني ډول مخالفت څرګند کړی دی. خو د حامد کرزي په شان یو شمېر سیاستوال بیا فکر کوي چې دا د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو تر ټولو ښه حللار ده.

د امریکا له وړاندیز سره سم، طالبانو ته به په ولسی جرګه او مشرانو جرګې کې ځانګړې چوکۍ ورکول کېږي او لنډمهال حکومت به د دوه کلنې مودې په پای کې انتخابات ترسره کوي.

خو د طالبانو ویندوی محمد نعیم نن (یکشنبه) له الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې طالبان باور نه لري چې لنډمهال حکومت دې د هیواد ستونزې حل کړای شي.

ده زیاته کړه«پکار ده چې د هیواد د تېرو ۴۰ کلونو تجربو او جګړو ته یو واري وګورو. د امریکا له یرغله وروسته انتقالي حکومت جوړ شو، ځینې یې انتقالي وو، ځینې یې مشارکتي وو، خو هیڅ یوه یې د هیواد ستونزې حل نه کړای شوې.»

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی همداراز وویل«موږ د دې لپاره چې د هیواد ستونزې مو حل شي یو اسلامي نظام غواړو چې غښتلی او خپلواک وي او ستونزو ته پکې ځواب وویل شي.»

نعیم په عین حال کې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د دوحې له موافقې سره سم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب