دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+لنډ پاری خو څه ښکر نه لري | حضرت عثمان نوري

لنډ پاری خو څه ښکر نه لري | حضرت عثمان نوري

تېرو پسې چا بېلچه را اخیستې؟ که داسې څوک وینئ او دا کار یې کړی وي، بیا ښه ده چې ور پسې ورشئ او ورڅخه ښه په ټینګه دا وپوښتئ، چې دې کار درته څه ګټه کړې؟

دا کس به خامخا یو ځواب لري او هغه به ضرور دا وي، چې نه، دې کار هېڅ ګټه نه ده کړې، هسې یو فضول فکر و، چې بسته د ټول بدن مدیریت یې را څخه واخیست او ورپسې وایې خیستم، انرژي وه، وکارېده، خو بې ځایه او بې ګټې.

نو ځکه خو وایوو چې تېر هېروه، ورپسې مه ګرځه، بیخي سر ور پسې مه تاووه، څوک د چا د تېرو څه کوی شي، توف کړې ناړې بیا نه راګرځي، په پښتو کې خو بیا دا متل (له ورخ تېرې اوبه نه را ګرځي) ډېر مشهور دی او هر وخت کارول کېږي، ځکه خو وایوو چې انسان که د ښه ژوند تمه لري، بیا نو دې ته اړ دی، چې شل او شل نیمې ټولې ومني، هر وخت دې د ځان هم نه مني، له ځان لږ بغاوت هم ښه دی او یوازې د ځان منل هم په ټوله کې یو ټولمنلی فکر نه دی. هغوی چې یوازې د ځان مني، ډېری وخت نه بریالی کېږي، ځکه خو پوهان دلته د (مشورې) اپشن را ښکاره کوي، چې مشوره شته، نو بیا څه غواړئ، بیا نو اندېښنه څه ته کوئ او وار خطا ولې یاست؟

د مشورې په ارزښت یوازې هغه خلک پوهېږي، چې د ځان لپاره یې غوره او نېک مشاورین ټاکلي وي، د دوی بېسارو، کمسارو او کمیابو مشورو د بریاوو په تکل روان کړې وي، شېبه په شېبه یې څارلې وي او په ټوله کې یې ورته د جرأت او ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل اړین او عامه پوهاوی ورکړی وي، چې دا کار د موخو په ترلاسه کولو کې لکه په ډرامه کې هیرو کرکټر لوبوي.

د نړۍ بریالي خلک چې د رسنیو سره د خپلو بریاوو په تړاو غږېږي، د ډېرو رازونو تر څنګ یو راز دا په ډاګه کوي، چې دوی اصلا ښه مشاورین لري، له د دوی سره د خپلو کړنلارو په هکله ښه ژور او تحلیلي بحث کوي، څه، څه وخت او څنګه وکړي، له کومو کړنلارو ګټه واخلي او په کوم مېکانېزم خپل لرلید د ستاینې وړ وګرځوي، دا او ګڼ نور موارد په نظر کې نیسي او بیا یې پیل ته یو ځانګړی او مشخص وخت هم اعلانوي.

که ستاسې هم بریاوې خوښېږي، بیا نو ښه ده چې ځان لپاره غوره مشاورین ولرئ.

پوهان په دې باور دي، چې ستاسې یو ښه مشاور ستاسې دوهم لاس دی، دوهم فکر او دوهم اډیال مو دی چې تاسې یې لرئ، بیا نو ښه ده چې ټول او هر څه دې مفت هم ترسره نه کړئ، په دې خلکو ځانګړی پام کوئ، زړه یې ساتئ، مه یې خپه کوئ، د تخریب هڅه خو یې بیخي مه کوئ. که دا کار وکړئ، هغه کړي ښه چې له تاسې سره یې کړي، پرې پښېمانه به یې کړئ، چې دې چارې ته په پښتو کې د لنډ پاري لفظ هم کارول کېږي.

لنډ پاری هغه منفور او کرکه خپروونکی لفظ دی، چې په پښتني ټولنه کې د کرکې بېلګې نه شو شمېرلی.

لنډ پاری او نمک حرامی دوې هغه متفاوتې خو سره نږدې کلمې دي، چې فاعلینو یې د ټولنې د ریښتینولۍ او ایماندارۍ جنډه په کاڼو وېشتلې او د انسانیت په جامه یې تور داغ پرېښی دی.

 یو چا سره ښه وکړه، ښه وپاله، ښه ورسره و اوسېږه، منډه ترړه ورسره ووهه، ځان ورته اوبه – اوبه کړه، د ځان څخه یې ډېر خوږ وبوله، ځای – ځای یې دفاع وکړه، نورو سره پرې د خپلې خوند بد کړه؛ بیا دا شهزاده (!) دا ټول او نور هر څه پرېږدي، لغت به یې کړي، په خپلو کړو ښو به دې پښېمانه کړي، هغه ښه فکر چې ته یې ورته نیت لرې، په هغې به دې هم له سره فکر کولو ته اړ کړي، دا ټول به یو مخ را واخلي او سمدلاسه به د خپلې ژبې له مدیریت واوړي، د بدمرغیو او بد فکریو سره به د خپلې ژبې په تړون لاس پورې کړي او هغه څه به وایي، چې دلته یې قلم د لیکلو عاجز دی او آن زه یې لا نه شم لیکلی. د لنډپارۍ له بدو عواقبو اصلا موږ خبر لا نه یوو، که پوهه شو، څومره زیان کوو، څومره ناوړه ګام پورته کوو، څومره مقابل لوری روحي وژنو او څومره په خپل کاذب غرور خپل حماقت ښکاره کوو، ښکاره چې له سره به یې ونه کړو، خو خبره د وړاندې او وروسته فکر ده، چې څوک یې لري او څوک یې لا نه لري. لنډ پاري خو څه ښکر نه لري، چې په سر کې دې نښتې وي او موږ دې په دې انتخابي نښان وپېژنو، زموږ بد کردار زموږ د فکر او عمل ښکارندوی دی، نو بویه چې خپل فکر او کردار سم کړو.

ځکه خو وایوو، چې په تېرو پسې مه ګرځه، کومه ګټه نه لري، تېر یوازې د دې لپاره ګټه لري، چې د هېرېدو تڼۍ پسې کېکاږو، کیسه ده، ور یې تړو او بس خلاص.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب