پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد شمالي وزيرستان اتمانزو جرګې د پښتون ژغورنې له غورځنګ ملاتړ اعلان...

د شمالي وزيرستان اتمانزو جرګې د پښتون ژغورنې له غورځنګ ملاتړ اعلان کړ

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) د شمالي وزیرستان اتمانزو جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۱۱ م اکتوبر غونډه کې د ګډون لپاره خپل روان اعتراض پای ته ورسوه.

یادې جرګې له يوې مودې راهيسې په سيمه کې د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو نه پوره کېدو پرضد اعتراض ته دوام ورکړی وو او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.

د اکتوبر په ۶مه، د اتمانزو جرګې مشر مولانا بیت الله یوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې دوی د اکتوبر په ۱۱مه د پي ټی اېم لخوا په اعلان شوې جرګه کې د ګډون په خاطر خپل اعتراض ځنډوي.

نوموړي زیاته کړه چې داسې ګونګوسې خپرېدې چې ګواکې دوی د پښتون ژغورنې د ناستې د ناکامولو هڅې کوي چې دا بې اساسه خبرې دي او دوی به د اکتوبر ۱۱مې په جرګه کې په ټولیز توګه ګډون کوي.

تر دې اعلان وروسته دوی سړکونه خلاص کړل چې ورسره د غلام خان لاره هم پرانیستل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...