سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي د پښتنو د قومي جرګې په احترام ۳ ورځې...

ټي ټي پي د پښتنو د قومي جرګې په احترام ۳ ورځې اوربند اعلان کړ

تاند (سې شنبه،  د میزان ۱۷ مه) تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) اعلان کړی چې د پښتنو قبایلی جرګې په ویاړ به په خیبر پښتونخوا ایالت کې پنځه ورځنی اوربند وکړی. تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې د ملی شورا ملاتړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه ترسره شی.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټی ټی پی) پرون (دوشنبې) اعلان وکړ چې د پښتنود قومي جرګې په د پنځو ورځو په مخه یو اړخیز اوربند کوي.

ټي ټي پي په داسي حال کې اوربند اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د دې جرګې د جوړولو مخالفت کړی دی، او د دې ترڅنګ چې په وروستیو ورځو کې یې امنیتی ځواکونو په خیبر کې د جرګې د تنظیموونکو پر خیمو بریدونه کړی او د پښتون ژرغونې غورځنګ لسګونه غړي او د هغې تنظیموونکی یې نیولی دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په دې هم بسنه نه ده کړې او د یکشنبې په ورځ یې د پښټون ژرغونې غورځنګ، چې پر عدم تشدد باور لري، غیرقانوني اعلان کړ، هغه اقدام چې د ډیرو په باور دا په عدم تشدد باورمن غورځنګ په لوی لاس تشدد ته وربولي.

پرون د شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په اعلان شوې جرګه کې د ګډون لپاره خپل احتجاج پای ته ورساوه.

دوی له یوې مودې راهیسي په سيمه کې د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو د نه پوره کېدو پرضد احتجاج پیل کړی و او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.

د اتمانزو جرګې مشر مولانا بیت الله خبرې غونډې ته وویل چې دوی اعلان کوي چې د اکتوبر د ۱۱مې په جرګه کې به په ډله یز ډول ګډون وکړي.

په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او ګوندونو خلکو د حکومت پر دې پرېکړې اعتراض کړی دی. د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک دغه اقدام یو “استعماري” ګام بللی او ویلي چې د پاکستان د حکومت پرېکړه به لا هوډمن کړي او د عدالت غوښتنه به لا په کلکه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې د خپل مخکښ او په ولس کې د منل شوي غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته هڅه وکړه چې د پښتنو یوه لویه جرګه جوړه کړي.

په دې جرګه کې د ګډون لپاره د پاکستان ټولو پښتنو سیاسي او قومي مشرانو او فعالانو ته بلنه ورکړل شوې ده. د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر امین ګنډاپور ویلي چې هغه به په دې جرګه کې برخه واخلي، او پاکستانی طالبانو هم له دې جرګې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

ټي ټي پي د پخوا کلونو خلاف د ولس غوښتنو ته پام زیات کړی دی او د پخوا په شان د پښتنو په ولسي او سیاسي مشرانو بریدونه نه کوي او اوس یې ډېر تمرکز پر پوځ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب