جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهسعودي کې یو روزل شوي زمري خپل مالک وواژه

سعودي کې یو روزل شوي زمري خپل مالک وواژه

تاند  –  راپورونه وایي، سعودي عربستان کې یو زمري خپل مالک چې ډېر وخت یې هم ورسره تېر کړی وو وخوړو او مړ یې کړ.

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان مرکز ریاض کې زمري خپل مالک وروسته تر هغې تر حملې لاندې راوست چې زمري ته یې د ساعت تیرۍ په موخه ځان نږدې کړ.

د معلوماتو له مخې، یاد زمری په لکونه سعودي پیسو دې کس اخېستی و او همدا راز د ورځې یې په لکونو پیسو خواړه پرې خوړل؛ مګر بیا هم زمري پر همدې مهربان څښتن برید وکړ او ویې خوړو.

که څه هم تر دې دمه دا معلومات نه دي ورکړل شوي چې دا روزل شوی زمری په کومه ناروغي اخته و او که د ولږې یا کومې بلې وجې له کبله یې خپل خاوند خوړلی دی.

راپورونه دغه راز وایي چې تر پېښې وروسته ګاونډیانو هڅه کړې څو دا کس د زمري له خولې وژغوري؛ مګر روغتون ته د انتقال پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي وروسته دا زمری هم د خلکو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په سعودي عربستان کې په کور کې د حیواناتو ساتل یو معمول دی او زمري ته ورته نور ډېر خطرناک حیوانات خلک او په ځانګړې توګه مالداره کسان په کورونو کې ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب