جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه د پرینکا چوپړا غوښتنه

د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه د پرینکا چوپړا غوښتنه

تاند   –  د بالیووډ سینما مشهورې اداکارې پرینکا چوپړا د امریکا د متحده ایالاتو له ولسشمر جوبایډن څخه د هندوستان لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

چوپړا له ولسمشر بایډن څخه غوښتي څو له هندوستان هېواد سره د کورونا واکسینو برخه کې مرسته وکړي.

هغې پر خپله ټوېټر پاڼه چې ولسمشر بایډن پکې ټګ شوی لیکلي چې زړه یې سخت ورخطا دی، امریکا دی له هند سره د کورونا ضد واکسینو مرسته وکړي.

چوپړا لیکلي : (( زما زړه ډوبېږي، هند له کورونا ډېر اغېزمن شوی امریکا د ۵۵۰ میلیونه واکسین ارډر ورکړی دا د امریکا له اړتیا بېخي ډېر دي.))

نوموړې نورو هېوادونو ته د اسټرازینیکا واکسین په ورکولو د امریکا څخه مننه هم کړې ده.

د بالیووډ دا مشوره فلمي ستورې دغه راز زیاتوي، چې په هېواد کې یې حالات ډېر خراب دي او امریکا دې ژر تر ژره له هند سره د کورونا ضد واکسینو مرسته وکړي.

چوپړا د بالیووډ ترڅنګ په امریکایي سینما هالیووډ کې هم کار کوي او دغه هېواد کې هم ډېر مینووال لري.

هغې له یوه امریکایي سندرغاړي سره واده هم کړی او تر ډېره اوس هملته د ژوند له ملګري سره هستوګنه لري.

د بالیووډ سینما دا فلمي ستورې پرېینکا چوپړا داسې مهال له ولسمشر بايډن څخه د خپل هېواد لپاره د مرستې غوښتنه کوي چې دغه هېواد کې کورونا ناروغي یو ستر انساني ناورین رامنځ ته کړی او هره ورځ دا ناروغي د زرګونو کسانو ژوند اخلي.

په هند کې د کورونا له کبله روان ناورین له هندیانو پرته د نورې نړۍ خلک هم ډېر خپه کړي دي؛ ځکه په دغه هېواد کې کورونا له کنټروله وتلې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت هم د کورونا ناوروغي د درېمې څپې د خطر خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که خلک طبي لارښوونې مراعت نه کړي نو لرې نه ده چې ډېر خلک پرې اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب