دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو د غور - کابل له لویې لارې یو شمېر مسافر برمته...

طالبانو د غور – کابل له لویې لارې یو شمېر مسافر برمته کړي

تاند ( پنجشنبه، د غویی ۹) باوري سرچینې وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د غور – کابل په لویه لار کې د دولتیار ولسوالي په مربوطاتو کې له دوو موټرو څخه مسافر ښکته کړي او له ځانه سره یې نامالوم لوري ته بېولي دي.

ویل کیږي په دغو مسافرو کې ګڼ شمېر محصلان هم شامل دي.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم پېښه تائیدوي او وایي، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

ناطقي وایي، په تښتول شویو مسافرو کې ډېر شمېر یې محصلین دي او له کابل څخه د غور مرکز فیروزکوه ته روان وه.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې دوی هڅې پیل کړې چې د تښتول شویو کسانو په اړه معلومات وکړي خو وایي، لا یې هم د برخلیک په اړه کوم مالومات نه دي تر لاسه شوي.

د غور سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالي په مربوطاتو کې شل کسه مسافر برمته کړي دي.

د دولتیار ولسوالي ولسوال محمد موسی کلیم وایي، وسلوالو طالبانو دا شل کسه مسافر د پشه نور سیمي ته چې مرکزونه یې پکې دي وړي دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې دوی هڅې پیل کړي چې برمته کړي کسان د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب راخوشې کړي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له دې دوه ورځې وړاندې هم وسلوالو طالبانو د لوګر – کابل په لویه لاره د محمداغې ولسوالي اړوند سیمو کې چک پاینټونه جوړ کړي وو او د لویې لارې مسافر یې تالاشي کول.

د هېواد د لویو لارو یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر وایي، دې وروستیو کې یو ځل بیا وسلوال طالبان د سړکونو په سر چک پواینټونه جوړوي، تالاشي کوي او د خلکو د ځورنې ترڅنګ ځیني دولتي مامورین، سرتیري او یا هم عام وګړي چې له وظیفو څخه کور او یا هم وظیفو ته په لاره وي له ځانه سره بیایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب