سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهجرمني وايي، له افغانستان سره څه باندې نیم ملیارد ډالره مرسته کوي

جرمني وايي، له افغانستان سره څه باندې نیم ملیارد ډالره مرسته کوي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۹) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن د کابل د سفر په لړ کې افغانستان ته د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي ماس همداراز افغانستان ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې سږ کال افغانستان ته ۳۴۰ ملیون یورو (۵۲۰ ملیون ډالر) ورکړي او تر ۲۰۲۴ پورې به هر کال افغانستان ته همدومره مرسته ورکوي.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او ویې ویل، د افغانستان ښه راتلونکې د اروپا په ګټه ده.

ماس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی او له افغانستان سره یې د مرستو د جاري ساتلو ډاډ ورکړ چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په خپله کتنه کې د افغانستان او جرمني ترمنځ د اړیکو، د سولې پروسې او په دې برخه کې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې ولسمشر غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د جرمني د مرستې او همکارۍ قدرداني وکړه او له نړیوالې ټولنې سره یې د افغانستان د اړیکو د نوي باب د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ مخته لاړې شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل،« له افغانستان څخه د الماني ځواکونو له وتلو سره سره د افغانستان له حکومت او خلکو سره زموږ ژمنه پر ځای ده او زموږ نظامي، بشردوستانه او انکشافي مرستې به دوام وکړي. هغه زیاته کړه، موږ په هر ډول شرایطو کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ یوو.»

 ښاغلی ماس د ورځې په پای کې مزارشریف ته روان شو چې په دغه ښار کې له دېره جرمني پوځیانو سره وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب